لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي مشاور:نه غواړو چې پاکستان باید امریکا اؤ چین کې یو غوره کړي


د ورځپاڼې ډان سره يوه مرکه کې نوموړي ویلي د امریکا سره دا فکر مل دی چې کوم هېوادونه د چين سره اړېکې جوړوي د هغوئ انجام ښه نه وي
د ورځپاڼې ډان سره يوه مرکه کې نوموړي ویلي د امریکا سره دا فکر مل دی چې کوم هېوادونه د چين سره اړېکې جوړوي د هغوئ انجام ښه نه وي

د امريکا د بهرنیو چارو د وزیر سلاکار ډېرک شول ویلي چي امریکا د پاکستان څخه دا نه غواړي چې په امریکا او چین کې د يو انتخاب وکړي البته دا هيله لري چې ټول هېوادونه دې په پخپله د دې خبرې فېصله وکړي.

د ورځپاڼې ډان سره يوه مرکه کې نوموړي ویلي د امریکا سره دا فکر مل دی چې کوم هېوادونه د چين سره اړېکې جوړوي د هغوئ انجام ښه نه وي.

د پاکستان او چين حکومت د ډېرک شول دې بېان ته لا څه غبرګون نه ښودلی خو دواړو هېوادونو په ماضي کې د لودیزې نړۍ او امریکا لخوا دا تورونه رد کړي چې په پاکستان کې د سي پېک پروژې لاندې د چين درنه سرمایه کاري د پاکستان لپاره د پورونو لومه ثابېتېدای شي.

د نړیوالو او دفاعي چارو څېړونکي د ډېرک شول دا بېان خورا مهم بولي او وايي باید چې د پاکستان واکمن دا څرګندونې سنجيده واخلي.

ددې سوال په ځواب کې چې ایا د چين د پورونو د بار له کبله پاکستان د سري لنکا په څير د اقتصادي حالاتو سره مخامخ کېدی شي؟ ډېرک شول وویل "مونږ سره دا فکر مل دی چې د چين سره لوظنامې کوونکي هېوادونوته که په جنوبي اېشيا کې دي او که بل ځاې کې د هغوي انجام ښه نه وي. "

خو نوموړي ویلي نړۍ ته پېغام ورکوي چې "تاسو سره د فېصلو کولو بشپړه اختيار دی."

چېن په پاکستان کې د اربون, ډالرو په لګښت د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ په منصوبه کار کوي او پاکستان دې پروژې ته په سيمه کې د لوبې بدلوونکې منصوبې نوم ورکوي.

امریکا او لویدیز هېوادونه د سي پېک پروژې لاندې په پاکستان کې درنه سرمايه کاري د اسلام اباد لپاره د چينايي پورونو یوه لومه بولي خو پاکستان او چين د نړۍ دا اندېښنې ردوي.

ښاغلي ډېرک شول په دې وروستیو کې د پاکستان دپخواني وزیر اعظم عمران خان لخوا په امریکا د واک څخه دلرې کولو تورونه بې بنسټه بللي او وايي په دې کې هیڅ صداقت نشته.

د نړیوالو چارو کارپوهه ډاکټر سرفراز خان وايي د ډېرک شول دا بیان په پاکستان کې هغو خلکو ته يو پېغام دی څوک چې امریکا سره د پاکستان غوره او نزدې اړېکې نه ليدل غواړي او دلته امریکا مخالف بیانيه خپروي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې نوموړی وايي دا اندېښنې شته چې چين پاکستان ته د سي پېک لپاره په سود په لوړه کچه قرضې ورکوي.

هغه وايي چين چې پاکستان ته د سي پېک پروژې لپاره د 60 اربو ډالرو کومې قرضې ورکړي هغه خېرات نه بلکې تجارتي قرضې دي اؤ په مختلفو منصوبو دا پېسې چينايي بېنکونو لګولې دي.

وايي په دغو پورونو کې د ځینو د سود کچه 18 فيصدي ده او د هغې ضمانت هم د پاکستان رياست ورکړی دی.

ډاکټر سرفراز خان وايي مونږ ددې نه هم خبر يو چې د کراچۍ په حبکو کې په يوه منصوبه خو چين ته 32 فيصدی سود ورکړی شوی. ځکه خو چې کله پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف څخه قرضه اخسته نو امریکا به ویل باید چې پاکستان دا پېسې د چين په پورونو ستنولو کې ونه کاروي.

تېر کال اګست کې د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو او بیا په افغانستان د طالبانو د قبضې وروسته د پاکستان او امریکا تعلقات خراب شوي وو او غربي نړۍ به هم افغان طالبان د پاکستان لاسپوسي ګرځول خو اوس د نوي حکومت له راتلو وروسته د اسلام اباد او واشنګټن په اړيکو کې راغلی تاو تريخوالی ورو ورو ختمېږي.

ددفاعي او نړیوالو چارو شنونکی ليفټننټ جنرال ر طلعت مسعود ډيوه ته وايي د ډېرک شول بېان مهم دی او باید چې د پاکستان مشران دا سنجيده واخلي.

خو هغه زياتوي د پاکستان د چين سره اړيکې د امریکا په مخالفت کې نه دي بلکې دا د پاکستان خلاف د هند د اشغال نه د ډکو او راپارونکو اقداماتو د مخنیوي په تناظر کې دي او امریکا دا نه شي ویلی چې پاکستان دې واشنګټن او بيجنګ کې يو خوښ کړي.

هغه وايي امریکا هم د پاکستان لپاره ډېر ارزښت لري. امريکا د پاکستان د برامداتو لپاره يوه غټه منډهي ده او بله دا چې د نړې تر ټولو ښه ټېکنالوجي هم د امریکا سره ده او تېرو وختونو کې امریکا د پاکستان سره ډېره مرسته هم کړې ده،

"زموږ سياسي او عسکري مشران د امریکا سره خپلې دوه اړخیزه اړيکې لا نورې ژورول او پراخول غواړي"

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مشاور ډېرک شول د پاکستان دسټراټيجکي اهمیت په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وویل پاکستان د نړۍ په مسلمان هېوادونو کې يو لويې هېواد دی او د ابادۍ په لحاظ سره د نړۍ شپږم لويې ملک دی او هم دا سوب دی چې پاکستان د امریکا لپاره اهمیت لري.

نوموړی وايي واشنګټن غواړي چې د اسلام اباد سره تعلقات په راتلونکي 75 کلونو کې لا نور ژور او مستحکم شي چې داسې په مسقبل کې دواړه هېوادونه مشترکه مفادات او اهداف ترلاسه کړی شي.

په پاکستان کې راغلو سېلابونو ته په کتلو نوموړي وويل امريکا دې لړ کې د پاکستان لپاره د 3 کروړو ډالرو دمرستو اعلان کړی او واشنګټن نور امداد کولو ته هم چمتو دی.

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG