لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې خارجه وزیر د خبریال ډېنیل پرل په مقدمه د پاکستان سپریم کورټ په فېصله تشویش تکرار کړی 


د ډېنیل پرل پلار جوډېیا پرل مطبوعاتو ته ويلي وو هغه غواړي چې نه یوازې د خپل زوي دپاره انصاف وګتي بلکې د پاکستان ولس دپاره هم ودریږي چې د په قول په یوه داسې ټولنه کې ژوند وکړي چې د ترهګرۍ نه پاکه وي او خپل بچې د امن او هم اهنګۍ په ماحول کې لوی کړي
د ډېنیل پرل پلار جوډېیا پرل مطبوعاتو ته ويلي وو هغه غواړي چې نه یوازې د خپل زوي دپاره انصاف وګتي بلکې د پاکستان ولس دپاره هم ودریږي چې د په قول په یوه داسې ټولنه کې ژوند وکړي چې د ترهګرۍ نه پاکه وي او خپل بچې د امن او هم اهنګۍ په ماحول کې لوی کړي

د امریکې خارجه وزیر اېنتني بلېنکن د جمعې په ورځ د پاکستان خارجه وزیر شاه محمودقرېشي سره خبرو کې د پاکستان د سپریم کورټ په دې فېصله تشویش څرګند کړو چې د امریکايي خبریال ډېنیل پرل په وژل کېدو کې د سزا شوي ملزم احمد عمر سعید شېخ او د نورو قېدیانو د ازادۍ امر یې کړی دی.

د سټېت ډپارټمنټ یا د امریکې خارجه وزارت ترجمان نېډ پرایس مطبوعاتو ته د اېنتنی بلېنکن او شاه محمود قرېشي د خبرو په اړه بیان کې وویل دواړو وزیرانو په دې خبره بحث وکړو چې دا به څنګه یقیني کولی شي چې د ډېنیل پرل د تښتول کېدو او وژل کېدو زمه وار "ترهګر احمدعمر سعید شېخ او نور کسان" دې احتساب سره مخامخ کړی شي.

د بیان ترمخه اېنتني بلېنکن د پاکستان سپریم کورټ په فېصلې او د ډېنیل پرل په مقدمه کې د قېد کسانو د ممکنه ازادۍ په اړ د امریکې دا تشویش تکرار کړو.

د سټېټ ډپارټمنټ په بیان کې دا هم وویل شو چې اېنتني بلېنکن او شاه محمود قرېشي په افغانستان کې د امن او ثبات کوښښونو دپاره د امریکې او پاکستان د همکارۍ په اهمیت هم خبرې وکړي.

اېنتني بلېنکن او شاه محمودقرېشي
اېنتني بلېنکن او شاه محمودقرېشي

د پاکستان سپریم کورټ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په خپله فېصله کې د احمدعمر سعید شېخ او د درو نورو کسانو د ازادولو امر کړی دی. په کال ۲۰۰۲ کې د ترهګرۍ ضد یو عدالت احمد عمر سعید شېخ ته د امریکايي ورځپاڼې وال سټریټ جرنل خبریال ډېنیل پرل د برمته کېدو او بیا وژل کېدو په لړ کې د مرګ او دریو نورو کسانو ته د عمر قېد سزاګانې اورولې وې.

تېر کال د اپرېل په میاشت کې د سند هايي‌کورټ د احمدعمرسعید شېخ د مرګ سزا رد کړه او هغه ته یې اووه کاله د قېد سزا واوروله. عدالت وویل چونکې هغه د وړاندې نه په زندان کې وخت تېر کړی دی نو د هغه سزا دې ختمه وګڼل شي.

د ډېنیل پرل مور او پلار د سند هايی کورټ د فېصلې خلاف سپریم کورټ ته اپیل وکړو او سپریم کورټ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په دغه اپیل خپله فېصله واوروله.

د ډېنیل پرل مور او پلار د پاکستان د سپرم کورټ فېصله رد کړه او د سند حکومت وویل عدالت ته به خواست کوي چې په فېصله دې نظر ثاني وکړي.

د سپریم کورټ د فېصلې په اړه د ډېنیل پرل د کورنۍ ردعمل د دوی وکیل فېصل صدیقي مطبوعاتو ته وړاندې کړو.

پرل کورنۍ په بیان کې وویل "د دې قاتلانو ازادي خبریالان هرځای کې او د پاکستان خلک په خطر کې اچوي."

پرل کورنۍ د امریکې په حکومت غږ وکړو چې د پاکستاني سپریم کورټ د فېصلې په لړ کې اقدامات وکړي. " مونږ د امریکې حکومت نه غواړوو چې دا ناانصافي سمولو دپاره د قانون دلاندې هر ضروري ګام واخلي...هیڅ بې انصافي زمونږ دې ارادې ته ماتی نشي ورکولی چې ډېنیل پرل دپاره د انصاف دپاره وجنګیږوو."

د احمد عمر سعید شېخ وکیل محمود شېخ وویل سپریم کورټ په خپله فېصله کې وویل احمد عمر سعید شېخ او نور کسان باید یوه ورځ هم په قېد کې نه وی تېره کړې.

د وي او ای د رپورټ ترمخه سپریم کورټ احمد عمر سعید شېخ او د هغه سره په زندان کې بند درې نور کسان د ټولو الزاماتو نه بري کړل. عدالت وویل که دغه کسان په بل کوم کېس کې مطلوب نه وي نو په زر تر زره دې د قېد نه ازاد کړی شي.

د سيند صوبې د اطلاعاتو وزیر ناصر حسېن شاه وویل سند حکومت به د عمر شېخ د خوشي کولو په حکم بيا کتنې ته ځي، او د ډېنيل پرل د وژنې په قضيه کې به قانوني تقاضې پوره کوي.

احمدعمرسعیدشېخ
احمدعمرسعیدشېخ

سپریم کورټ ته د سند هايي کورټ د فېصلې خلاف د خپل اپېل په باره کې د ډېنیل پرل پلار جوډېېا پرل مطبوعاتو ته ويلي وو هغه غواړي چې نه یوازې د خپل زوي دپاره انصاف وګتي بلکې د پاکستان ولس دپاره هم ودریږي چې د په قول په یوه داسې ټولنه کې ژوند وکړي چې د ترهګرۍ نه پاکه وي او خپل بچې د امن او هم اهنګۍ په ماحول کې لوی کړي.

جوډېیا پرل د یو ټېلې وژن چېنل سره مرکه دې خپل زوي د مرګ الزام په احمد عمر سعید شېخ ولګولو.

په امریکا کې د کال ۲۰۰۱ د سپټمبر د حملو وروسته ډېنیل پرل په پاکستان کې د ترهګرۍ په موضوع رپورټ تیاولو چې په کراچۍ کې وتښتول شو او بیا سر سر غوڅ کړی شو.

د امریکې موقتي مشر حکومتي وکیل مانټي وېلکېنسن په خپل بیان کې هم د پاکستان د سپریم کورټ په فېصله تشویش څرګند کړو. هغه وویل د ډېنیل پرل د وژنې په لړ کې احمدعمر سعید شېخ په امریکا کې هم فرد جرم لګول شوی دی او پکار ده چې د خپلو جرمونو په سر یې احتساب وشي.

مانټي وېلکېنسن وویل د ډېنیل پرل په وژنه کې د ککړ کسانو ازادي به یوازې د هغه د کورنۍ دپاره بلکې د ترهګرۍ ښکار شویو نورو کسانو او هم د انصاف توهین وي. هغه زیاته کړه چې امریکا تیاره ده چې احمد عمر سعید شېخ امریکې ته راولي او دلته پرې مقدمه وچلوي او پکار نه ده چې د ډېڼيل پرل په وژنه کې په احمدعمرسعید شېخ د لګول شویو الزماتو په لړ کې هغه د انصاف نه بچ شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG