لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د غیر محفوظه نیوکلیايي هلو ځلو په سر امریکې د پاکستان په اووه کمپنو قدغنونه لگولي


ډاکټر عبدالقدیر خان چې د پاکستان د ایټمي پروگرام باني گڼل کیږي، په کال ٢٠٠۴ کې یې ایران، شمالي کوریا او لیبیا ته په غیرقانوني توگه د ایټمي ټکنالوجۍ د منتقلولو اعتراف کړی و
ډاکټر عبدالقدیر خان چې د پاکستان د ایټمي پروگرام باني گڼل کیږي، په کال ٢٠٠۴ کې یې ایران، شمالي کوریا او لیبیا ته په غیرقانوني توگه د ایټمي ټکنالوجۍ د منتقلولو اعتراف کړی و

په غیرمحفوظه توگه په نیوکلیاي فعالیتونو کې د لاس لرلو په سر امریکې د پاکستان اووه کمپنۍ په هغه فهرست کې شاملې کړې دي چې د صادراتو یا د ایکسپورټس په لړ کې پرې قدغنونه لگولي.

د امریکې د تجارت وزارت په تازه فهرست یا نوم لړ کې د نړۍ ۲۳ هغه نورې کمپنۍ شاملې کړی شوي چې په اړه يې فکرکیږي چې د امریکې قامي سلامتیه او یا خارجه تګلارې د ګټو پرضد فعالیتونو کې لاس لري او یا ورته خطره جوړیږي.

د امریکې د سختې څارني د لاندې د برامداتو په فهرست کې شامل کمپنو له د امریکاي سامانونو اخیستو وړاندې د حکومت نه لایسنس یا اجازت اخیستل ضروري وي. امریکا په عمومي توگه د داسې قسم سامانونو د صادرولو یا ایکسپورټ اجازت نه ورکوي.

د امریکې تجارت وزارت د رپورټ ترمخه د پاکستان سره تعلق لرونکو کمپنو کې درې کمپنۍ په داسې غیر محفوظ نیوکلیاي فعالیتونو خورولو کې لاس لري چې د امریکې د قامي امنیت او خارجه تګلارې د ګټو پرضد دي. د رپورټ ترمخه دوه کمپنو به په فهرست کې د وړاندې نه شاملو نورو کمپنو ورکول او په باقي پاتې دوو کمپنو باندې شک کېدو چې په فهرست کې د وړاندې نه شاملو کمپنو لپاره به په یو متبادل حیث کار کولو.

د امریکې د سختې څارنې د لاندې دغه فهرست کې د کمپنو او یا د شخصیاتو ورګډول د لوې خطرې نښه ګڼل کیږي چې مقصد يې د امریکاي ټیکنالوجۍ او د امریکې جوړ سامانونو د پوځي استعمال په ګډون د نور غیرقانوني استعمال مخه نیول دي.

تراوسه دا واضحه نه ده چې پاکستاني کمپنۍ د سختې څارنې لاندې د برامداتو فهرست کې ورګډول د صدر ډانلډ ټرمپ لخوا په پاکستان د دباو زیاتولو برخه ده او که نا؟

صدر د وړاندې څخه پاکستان ته زیاتره پوځې امداد ودرولی دی او په اسلام اباد يې تور پورې کړی چې په خپله خاوره باندې هغه ترهګر ډلو ته محفوظ مرکزونه ورکوي چې په افغانستان کې په امریکاي او افغان ځواکونوباندې ترهګرحملې کوي.

د صادرانو د څارنې په فهرست کې په شامل کړی شوو پاکستاني کمپنو کې مشکو الیکټرانکس پرایویټ لمیټډ، سلوشنز انجنیرنګ، اختر اینډ منیر، پروفیشنټ انجنییرز، پرویز کمرشل ټریډنګ کمپني، میرین سسټمز پرایویټ لمیټډ او انجنییرنګ اینډ کمرشل سروسز په نومونو کمپنۍ شاملې دي.

د امریکې تجارت وزارت دا ګام په داسې حال پورته کړی چې ددې وړاندې د نیوکلیاي توانايۍ نړیوالې ادارې IAEA مشر یوکیا امانو د پاکستان د سفر په وخت ددغه هیواد بیلا بیلو سویلین نیوکلیاي مرکزونو د تحفظ او څار لپاره پورته کړی شوو ګامونو باندې اطمینان څرګند کړی و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG