لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر عارف علوي: امریکا په پاکستان کې استخباراتي موجودګي زیاتولو ته ضرورت نه لري


په اسلام اباد کې د وي او ای خبریالې عایشه تنظیم سره مرکه کې د پاکستان صدر دا هم وویل چې افغانستان نه د امريکايي ځواکونو د انخلا وروسته که چېرې امریکې د پاکستان نه د ډرون جهازونو دپاره د اډو غوښتنه وکړه نو پاکستان به یې ور نکړي
په اسلام اباد کې د وي او ای خبریالې عایشه تنظیم سره مرکه کې د پاکستان صدر دا هم وویل چې افغانستان نه د امريکايي ځواکونو د انخلا وروسته که چېرې امریکې د پاکستان نه د ډرون جهازونو دپاره د اډو غوښتنه وکړه نو پاکستان به یې ور نکړي

د پاکستان صدر عارف علوي ويلي امریکا په پاکستان کې په "ښه" کچه استخباراتي موجودګي لري او د زیاتولو ضرورت یې نشته.

په اسلام اباد کې د وي او ای خبریالې عایشه تنظیم سره مرکه کې د پاکستان صدر دا هم وویل چې افغانستان نه د امريکايي ځواکونو د انخلا وروسته که چېرې امریکې د پاکستان نه د ډرون جهازونو دپاره د اډو غوښتنه وکړه نو پاکستان به یې ور نکړي.

د امریکې صدر بایډن ویلي افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو وروسته که چېرې په اینده کې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو ضرورت و نو امریکا به په سیمه کې موجود ملکونو کې وسایل په ځای کوي.

د وي او ای سره مرکه کې د صدر علوي نه پوښتنه وشوه چې په تېرو وختونو کې پاکستان امریکې ته د ډرون جهازونو دپاره اډې ورکړې وې آیا اوس هم امریکې د صدر بایډن د وېنا سره سم د پاکستان سره رابطه کړې ده نو صدر علوي وویل فکر نه کوي چې پاکستان به په دې برخه کې امریکې ته څه ورکولی شي. "ما ته علم نېشته او ځما نه دی خیال چې امریکې غوښتلي چې د پاکستان نه به (پوځي) مرکزونو استعمالوي."

د صدر علوي نه بله پوښتنه وشوه چې ایا فکر کوي چې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو وروسته به امریکا په پاکستان کې استخباراتي موجودګي یا خپل امنیتي مامورین زیات کړي نو د پاکستان صدر وویل "ځما په خیال امریکا ضرورت نه لري چې په پاکستان کې استخباراتي موجودګي او یا د پښو چاپ زیات کړي. امریکا په پاکستان کې نسبتاً ښه (استخباراتي) موجودګي لري."

صدر عارف علوي وویل پاکستان دا خبره یقيني کول غواړي چې په افغانستان کې عملیات امریکا د پاکستان د پوځي مرکزونو نه و نه کړي.

د وي او ای سره مریکه کې صدر علوي په افغان امن کې د پاکستان په کردار، په طالبانو د پاکستان د اثر او افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا په اړه د صدر جوبایډن د اعلان ترڅنګ په یو شمېر موضوعاتو خبرې وکړې.

صدر علوي د صدر بایډن د افغانستان نه د انخلا د اعلان هرکلی وکړو.

د یوې پوښتنې په ځواب کې پاکستاني صدر وویل په افغانستان د تشدد کمولو او طالبان د استنبول غونډې ته راوستلو په لړ کې کوښښونه کوي.

د سږ کال د می د لومړۍ نېټې په ځای افغانستان نه د امریکايي ځواکونو ستنېدو دپاره صدر بایډن د سږ کال د سېپټمبر د میاشت ۱۱ نېټه ټاکلې ده. می د نېټه تېر کال د امریکې او د طالبانو په امن معاهده کې ټاکل شوې وه.

افغان مامورین وايي پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي، د طالبانو مشران په پاکستان کې مېشته دي او طالبان هم د پاکستان د خاورې نه په افغانستان کې جنګ ته دوام ورکوي. پاکستاني چارواکي ده خبرې ردوي.

صدر علوي د وي او ای سره مرکه کې وویل صدر عارف علوي وویل پاکستان په افغانستان کې د امن خواهش کوي ځکه چې د "افغانستان پس تر ټولو زیات زیان په پاکستان کې شوی دی. مونږ د ۷۰ زرزه نه زیات خلک د لاسه ورکړي دي او په اقتصادي توګه د سلګونو مېلینونو نقصان مو شوی دی."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG