لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستاني سفیر "مشکوک خط" د واشنګټن او اسلام اباد تاوجنې اړېکې تر کومه حده ځپلی شي؟


په اتم مارچ د وزیراعظم عمران خان په ضد د بې باورۍ د تحریک سره په جوړه شوې سیاسي بې قرارۍ کې ښاغلي خان په 27 مارچ هغه وخت زلزله پېدا کړه چې د خپل حکومت خلاف یې د نړیوال سازش دعوا وکړه.

دا وخت د هیواد ملي یا قامي اسمبلي ماته ده ، ښاغلی خان له خپل منصبه ګوښه شوی، او د هېواد په ستر عدالت کې د ژور ائیني بحران په سر اورېدنه روانه ده.

ښاغلي خان تېره ورځ د ځان په ضد د امریکايي سازش ذکر نه یواځې تکرار کړو بلکې هغه د امریکا د باندینو چارو د مرستیال سیکتر ډونالډ لو نوم هم واخستلو.

په ډان ورځپاڼه کې د عمران خان په حواله لیکل شوي چې د جنوبي او منځنۍ اېشیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال سیکتر ډونالډ لو د پاکستان له سفیر اسد مجید سره په لیدنه کې خبرداری ورکړو چې که هغه په ملي اسمبلۍ کې د بې اعتمادۍ له تحریک څخه پاتې شو نو پایلې به ولري.

د ښاغلي خان د مخالفینو او څېړونکو په خیال دا دعوا بې بنیاده ده چې امریکا د هغه په واکمنۍ معترضه وه.

د عمران خان د دعوې په اساس د پاکستان سفیر د مارچ په اوومه نیټه دغه خط لېږلی ؤ. خود مارچ په پینځلسمه نیټه ښاغلي اسد مجید دغه امریکايي چارواکي ډانلډ لو ته کور ودانی ویلی دی. اسد مجید خان په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي:

“مرستیال سیکتر ډان لو او ګانګرس مېرمن جېک سون لي نن مازیګر ستاسو د پاکستان او امریکا په هکله د خیالاتو څخه مننه”

د پاکستان د مجلو وتلي مدیر نجم سیټي د اسد مجید لخوا د ډانلډ لو په ټویټر, مننې ته په ځواب کې لیکلي دي:

“د اسد خان خط بدل شوی دی”

سیټي په حېرانۍ سره لیکي، عجیبه خبره ده چې د پاکستان د باندینو چارو وزارت د خط نیټه د مارچ اوومه ورکړې خو په واشنګټن کې یې سفیر د مارچ په شپاړسمه د ډانلډ میلمستیا او مننه وکړه.

د عمران خان دغه تور امریکا پخپله هم رد کړی دی.وایټ هاوساو د بهرنيو چارو وزارت دواړو وويل، دغه تور رښتيا نه دی.

د 220 میلینو وګړیو او ایټمي طاقت لرونکي هیواد پاکستان اقتصاد څېړونکي ګمان کوي دا وخت لکه یوه کښتۍ د سمندر په غولۍ کې ښکاري، او راوښکل یې نړیوالو مرستو ته حاجت لري.

امریکايي رسنۍ بلومبرګ د اپریل په دریمه وویل د فاسدو ادارو د بیارغونې، د ارزانه کورونو د جوړولو او د اسلامي فلاحي ریاست د قیام لپاره د خان لوظونه په ځای پاتې دي، د ايي اېم اېف په پنګو کې هرډول ځنډ له پاکستانه :

"د پنګو وتل ګړندي کولی شي او له وړاندې څخه د فشار سره مخ د بهرنیو زرو مبادلو زخېرې باندې بوج سوا کولی شي،"

بلومبرګ لیکلي:

" کرنسي به په تېزۍ سره بې قدره شي او ګراني به په بره لاړه شي."

په داسې کې د څېړونکو په خیال د عمران خان په امریکا د خپل حکومت د ختمولو د سازش لانجمنه تور به د واشنګټن له اسلام اباد سره سفارتي فاصلې سوا کړي خو د امریکا لپاره به لویه اندیښنه نه و ي.

لیزا کرټیس، چې دامریکا د پخواني صدر ډونالډ ټرمپ په انتظامیه کې یې دنده لرله رایټرز ته وايي د خان سیاسي مستقبل د فکر مندۍ وړ خبره نه ده:

“د امریکا فکر مندي په افغانستان، هند او د پاکستان د ایټمو وسلو پورې محدوه ده او تر څو چې پوځ ځان ددغو خبرو زموار بولي، د پاکستان کورنی سیاست د امریکا لپاره هیڅ اهمیت نه لري”

په امریکا کې د سویلي اشیا د چارو کارپوهان وايي پرته له هند سره د کړکیچ د زیاتیدو ممکن نه ده چې د اوکرین په جګړه کې ښکیل د صدر جوبایډن لپاره د پاکستان سیاسي کړکیچ لومړیتوب وي.

رابین رافیل چې د سویلي اشیا لپاره د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال او د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو د مرکز لوړ پوړی چارواکی دی، رایټرز خبري ادارې ته وویل:

"مونږ د غوړولو لپاره ډیر نور کبان لرو." معنا په نورو چارو کې بوخت یوو.

البته څېړونکي وايي د پاکستان پوځ د عمران خان د بیان په وجه د واشنګټن او اسلام اباد په چارو کې د ژور شوي چود د مرمت هڅه کړېده.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر باجوه د عمران خان په امریکا د تور نه سمدټکه پس په اسلام اباد کې د سیکورټي ډائیلاګ په نوم جوړې شوې دستورې ته وویل امریکا دپاکستان دایکسپورټ یو ستر مارکیټ دی اؤ دويي امریکې سره غوره اړېکې غواړي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG