لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې صدارتي نتخابات د ملک په اقتصاد او کاروبارونو څومره اثر غورځولی شي؟


د دریم نومبر د صدارتي انتخاباتو امیدواران، صدر ډانلډ ټرمپ او جوبایډن
د دریم نومبر د صدارتي انتخاباتو امیدواران، صدر ډانلډ ټرمپ او جوبایډن

په امریکا کې په دریم نومبر کېدونکو صدارتي او د کانګرس د یو شمېر چوکیو دپاره ‌انتخابات په داسې حال کې کېږي چې د کرونا وبا له وجې د هېواد اقتصادي زیانمن شوی دی.

په اقتصاد د کرونا د اثراتو باوجود د امریکې د تجارت وزارت د تېر زیارت په ورځ‌ په خپل رپورټ کې وویل په تېرو دریو میاشتو کې د هېواد مجموعي قامي پېداوار 7.4 فېصده زیات شوی دی. خو اقتصاد پوهان فکر کوي چې راتلونکي صدر ته به د ملک اقتصاد مخ په وړاندې بوتلو کې یو شمېر چېلنجونه مخې ته ورځي چې څنګه د کرونا وایرس زیاتېدونکو پېښو مخنیوي او ددې له کبله اغېزمند شوو کاروبارونو لپاره موثره ګامونه پورته کړي.

د امریکې د سرمایه کارۍ بېنک مورګن سټېنلی د انتخاباتو وړاندې په خپل یو رپورټ‌ کې ویلي په انتخاباتو کې د ریپبلیکن او یا د ډېموکرېټک پارټۍ لخوا د صدارت څوکۍ او د کانګرس دواړه اېوانونو کې د لوی اکثریت ترلاسه کوولو امکان کم دی چې له وجې به یې دواړو خواو له خپلې سختې تګلارې عملي‌ کول ګران وي او د دې له وجې به هغه قانونونه جوړول کیږي چې د اکثریتي ګوند زیاتره غړي په هغې متفق وي.

مورګن سټینلی وايي د ډېموکرېټک پارټۍ صدارتي‌ امیدوار جو بایډن ګټه به د صحت قامي نظام او د موسمي بدلون تګلاره کې د حکومت کردار زیات کړي.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ‌ په واک کې د بیا راتلو وروسته په کانګرس کې د قانون سازۍ د لارې په ملکي کاروبارونو باندې ټېکسونه د 35 فیصد نه 21 فیصد ته راکم کړیو چې له کبله یې د امریکې اقتصاد او سټاک مارکېټونه په بره تلي وو.

صدر ټرمپ وايي د سټاک مارکېټ په بره تلل د هغه د حکومت کامیابي ده چې په ورثه کې ترلاسه شوی د ملک خراب اقتصاد یې بهتر کړی دی، زورګارونه یې پېدا کړي او امریکايي کمپنۍ یې بېرته په هېواد کې سرمایه کارۍ ته راوستلي دي.

سرمایه کاران فکر کوي که چېرې ډېموکرېټک پارټي د کانګرس په دواړه اېوانونو اکثریت او په وایټ‌ هاوس کې په حکومت کې راځي نو په کاروبارونو باندې د ټېکس شرح 28 فیصد ته زیاتېدو امکان دی چې د سرمایه کارانو اقتصادي‌ ګټې به راکمې کړي خو بل اړخ ته څېړنکاران دا هم وايي‌ که چېرې ډېموکرېټک پارټۍ په کانګرس او وایټ هاوس کې ګټه ترلاسه کړه نو د خرچو لګښت لپاره د ډېموکرېټک پارټۍ د مرستو تګلاره به اقتصادي وده تېزه کړي.

په دریم نومبر کېدونکو صدارتي انتخاباتو کې د امریکې کانګرېس 470 څوکیو لپاره رای اچول کیږي چې پکې به 35 سېنېټران او د نمایندګانو اېوان 435 غړي ټاکل کیږي. دا وخت ډېموکرېټک پارټي د 232 څوکو سره د نمایندګانو اېوان یا هاوس اف رېپرېزېنټېتیوز کې په اکثریت کې ده. ریپبلېکن پارټي د نمایندګانو اېوان کې 197 څوکۍ لري خو په سینټ کې ریپبلېکن پارټي د 53 څوکیو سره په اکثریت کې ده چرته چې ډېموکرېټک پارټي 45 سیټونه لري. په مجوعي توګه سېنېټ ۱۰۰ چوکۍ لري چې د امریکې ۵۰ ریاستونه پکې دوه دوه نشستونه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG