لاس رسیدونکی لینک

 
امریکا د الوتکو له ټکر وروسته رېګن هوایي ډګر ته څېرمه د هېلیکاپټرو الوتنې محدودې کړې
تازه خبر

امریکا د الوتکو له ټکر وروسته رېګن هوایي ډګر ته څېرمه د هېلیکاپټرو الوتنې محدودې کړې


د امریکې سرښار واشنګټن ته نیزدې د مسافروړونکې الوتکې او یو پوځي هېلیکاپټر د ټکر کېدو له پېښې وروسته چارواکو د جمعې په ورځ رېګن واشنګټن نېشنل اېرپورټ ته نیزدې د هېلیکاپټرو الوتنې محدودې کړې.

د مسافرو جهاز او هېلیکاپټر د چارشنبې- شورو په ماسخوتن له رېګڼ هوايي اډې سره نیزدې په هوا کې سره وجنګېدل او په ور څېرمه سیند کې غورځېدل. په مسافر وړونکې الوتکه کې 64 او په هېلیکاپټر کې درې تنه سپاره وو. د چارواکو په په وینا تر اوسه د 41 کسانو مړي را ایستل شوي دي او په نورو پسې لا پلټنه روانه ده.

د امریکې د ټرانسپورت وزیر شان ډفي د جمعې په ورځ دا خبر ورکړی چې لومړی رویټرز له چارواکو تایید کړ او هغه ویلي، فیډرل هوابازۍ ادارې (ایف اې ای) د هېلیکاپټرو الوتنې په چټکۍ سره له دې کبله محدودې کړې چې وایي د بلې پېښې خطر کم کړي.

ښاغلي ډفي وویل، دا پرېکړه "به سمدستي رېګن هوایي ډګر ته نیزدې د فضا په خوندي کولو کې مرسته وکړي او د الوتکو او هېلیکاپټرو د ټرېفیک خوندیتوب به ډاډمن کړي".

ایف اې اې اداره د دې تازه پرېکړې له مخې اکثره هېلیکاپټر هوایي ډګر ته نیزدې د دوو لارو له برخو منع کوي او د هوایي ډګر او نیزدې پلونو تر منځ سیمه کې یواځې د پولیسو او طبي هېلیکاپټرو، د هوایي دفاع او صدارتي هوایي ټرانسپورټ ته اجازه ورکوي.

له رېګن هوایي ډګر سره د هېلیکاپټرو لاره هم تر څېړنې لاندې ده. د جهازونو له پروازونو خبرې وېبپاڼې FlightRadar24 د معلوماتو له مخې، پوځ ویلي د هغې لارې لپاره زیات له زیاتو لوړوالی 200 فوټه (61 میټره) دی چې هېلیکاپټر یې پرې روان وو، خو ټکر په شاوخوا 300 فوټه لوړوالي کې شوی دی.

صدر ټرمپ هم د جمعې په ورځ وویل، هغه هېلیکاپټر چې له مسافروړونکې الوتکې سره ټکر شوی دی په هغه ماسخوتن یې تر خپل ټاکلي حد ډېر لوړ پرواز کاوه. ټرمپ پر خپل «ټروت سوشل» ټولنیزه رسنۍ باندې په یو پوسټ کې وویل:

"د بلیک هاک هېلیکاپټر ډېر لوړ پرواز کاوه، ډېر زیات لوړ. دا د 200 فوټو تر حد ډېر پورته وو. چې ریښتای شي په دې باندې پوهېدل دومره پېچلې مسئله نه ده، ایا ده؟؟؟".

د چارواکو په وینا د هېلیکاپټرو پر الوتلو دا محدودیت به لږ تر لږه تر هغه وخته پورې دوام ولري چې تر څو پورې د امریکې د نېشنل ټرانسپورټېشن سېفټي بورډ د دې وژونکي ټکر په اړه د پلټنو لومړنی رپوټ خپور کړی نه وي، چې معمولاً 30 ورځې وخت اخلي.

د نېشنل ټرانسپورټ د خوندیتوب بورډ غړي ټوډ انمن د جمعې په ماسپښین په یوه لنډه وینا کې وویل، پلټونکي د جمعې په ورځ د هېلیکاپټر د بلېک بکس په تر لاسه کولو توانېدلي کوم چې د پایلټ د ناستې ځای ته نیزدې په کاکپیټ کې د الوتنې معلومات او غږونه خوندي کوي.

د بلیک بکس معلومات کولای شي له چارواکو سره مرسته وکړي چې د چارشنبې- شورو په ماسخوتن د دواړو الوتکو له ټکره مخکې څه پېښ شوي وو.

ټوډ انمن وویل د ټرانسپورټ ادارې بورډ (این ټي ایس بي) د هوایي ټرېفیک له کنټرولرانو سره مرکې هم کړې دي، وایي په دوی کې هغه یواځینی کنټرولر هم شامل دی چې د چارشنبې- شورو په ورځ یې د ټکر په وخت د ریګن هوایي ډګر په ټاور کې دننه کار کاوه.

تر اوسه چارواکي لا په دې نه دي توانېدلي چې د دغو الوتکو د ټکر کېدو اصل سبب معلوم کړي او انمن وویل چې د هوایي ټرانسپورټ بورډ به د خپلې پلټنې تر بشپړولو مخکې په اټکلونو او اندازو لګولو کې ښکېل نه شي.

د امریکن اېرلاینز یو مشر رابرټ ایزوم وویل، هوايي کمپنۍ به یې له حکومت سره کار وکړي "چې د اډاڼو، ټیکنالوجۍ او کارکوونکو په برخه کې د سرمایه کارۍ د زیاتولو په ګډون زموږ د هوابازۍ سیسټم نور هم خوندي کړي".

د سرښار واشنګټن ډي سي د اور وژنې د ادارې مشر جان ډونلي خبریالانو ته وویل، تر اوسه پورې په تر لاسه شویو 41 کې د 28 کسانو مړي پېژندل شوي دي او هغه تمه لري چې د ټولو قرباني شویو کسانو مړي به اخر بیرته ترلاسه شي.

د پېښې په ماسخوتن د امریکن اېرلاینز الوتکې د کښېنستلو هڅه کوله چې په دې وخت د پوځ بلیک هاک هېلیکاپټر ورسره ټکر شو، چې په نتیجه کې یې د چارواکو په وینا ټول 40 مسافر او څلور د عملې غړي مړه شول. په هېلیکاپټر کې له مړو شویو درو تنو دوه د جمعې په ورځ پېژندل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG