لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن په افغانستان کې د امریکايي عسکرو په وژلو د روس په انعامي پروګرام تشویش څرګند کړی


په کال ۲۰۱۱ کې په ماسکو کې د صدر بایډن او د صدر پوټن د ملاقات تصویر
په کال ۲۰۱۱ کې په ماسکو کې د صدر بایډن او د صدر پوټن د ملاقات تصویر

د امریکې صدر جوبایډن د صدارت سمبالولو نه پس په لومړي ځل د روس صدر ولادېمېر پوټن سره خبرې کړي دي او په افغانستان کې د امریکايي عسکرو په وژلو د روسي پروګرام او په روس کې د حزب اختلاف مشر الېکسي نوالني په ګرفتارۍ یې تشویش څرګند کړی دی.

د دوو امریکايي مامورینو په قول صدر بایډن د ولادېمېر پوټن سره په دې خبره هم متفق شو چې دواړه ملکونو به په خپل منځو کې د نیو سټارټ نومې اېټمي لوظنامه وغځوي.

د وي او ای رپورټ وايي دا نه وه معلومه چې د امریکې او روس ترمنځ په لانجمنو معاملو د صدر بایډن د تشویش په اړه د صدر پوټن څه ځواب و.

صدر بایډن د ګل، دوشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل چې د اختلافاتو باوجود امریکا او روس د دواړو ملکونو د مشترکه مفاداتو په برخو کې همکاري کولی شي. صدر بایډن وویل روس ته دا واضحه کول غواړي چې "مونږ د دوی (روس) د رويي په اړه ډیر اندېښمن یوو، که دا نوالني دی، که دا سولر ونډز دي او که په افغانستان کې د امریکایانو په سر د انعامونو رپورټونه دي."

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي صدر پوټن سره د صدر بایډن خبرې د روس په اړه د پخواني امریکايي صدر ډانلډ ټرمپ د دریځ نه د بدلې تګلارې څرګندونه وکړه. خو د دې باوجود صدر بایډن او صدر پوټن په دې خبره متفق شول چې د نیو سټارټ نومې اېټمي معاهده دې د پنځو نورو کلونو دپاره وغځوي. دغه معاهده د فېبرورۍ په میاشت کې ختمېدونکي وه.

د صدر بایډن اود صدر پوټن د خبرو په اړه کرېملېن وویل دواړو مشرانو د سفارتي خبرو په تبادله اطمینان څرګند کړو چې له امله به یې د ایټمي معاهدې په غځوولو کې چټکتیا پېدا کړي. د معاهدې دلاندې په دواړه ملکونه د ۱۵۵۰ نه زیاتې اېټمې وسلې نه لري.

د روسي پارلېمنټ ایوان زېرین د شورو، چهارشبنې، په ورخ د اېټمي لوظنامې منظوري ورکړه.

د روسي صدر سره د خبرو نه وړاندې بایډن د نېټو مشر جېنس سټالټنبرګ سره وغږېدو او ډاډ یې ورکړو چې امریکا به د نېټو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د صدر بایډن پېش رو صدر ډانلډ ټرمپ به نېټو خپلو اتحادیانو سره اکثر په جنګ و چې دوی د مشترکه دفاع دپاره د خپلې برخې پېسې نه ورکوي.

پخواني صدر ټرمپ به د کال ۲۰۱۶ په صدارتي انتخاباتو کې د صدر ټرمپ په حمایت کې د روس د مداخلې خبره هم ردوله او دا به یې "رشین هوکس" یا دروغ بلل.

تېر کال پخواني صدر ټرمپ به په دې اړه هم پوښتنې کولې چې آیا روس د امریکې سولروېڼدز نومې کمپنۍ په انټرنېټ نظام حمله کړې وه او د خزانې، تجارت او توانايي د محکمو دستاوېزاتو ته یې رسايي کړې وه.

د امریکې پخواني خارجه وزیر مایک پامپېیو ویلي وو چې دا واضحه خبره ده روس د دغې سایبر حملې په شا و خو پخواني صدر ټرمپ به وېل چې مطبوعات دغه خبر بې ځایه په ډول اوچتوي او ممکنه ده چې په سایبر حمله کې چین لاس لري.

د صدارت سمبالوولو نه وړاندې جوبایډن به وېل چې د سایبر حملو په ځواب کې لاس په لاس نه کښېني.

پخواني صدر ډانلډ ټرمپ به دا دعوې هم ردولې چې روس په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د وژلو په سر طالبانو ته انعامونه پروګرام لرلو. خو صدر بایډن د پوټن سره په دغه مسله خبرې وکړې. کرېملېن طالبانو دپاره د انعامي پروګرام خبره ردوي.

که څه هم پخواني صدر ټرمپ د روس په اړه مفاهمانه رویه لرله خو په یوکرېن کې د روس د لاس وهنې، د حکومت په مخالفینو او د ځینو نورو مسلو په سر د صدر ټرمپ د حکومت په مهال امریکې د روس په یو شمېر کمپنیو او تجارتونو پابندۍ لګولي دي.

د بایډن او پوټن خبرې په داسې حال کې شوي دي چې تېره هفته د روس د ۱۰۰ نه زیاتو ښارونو کې د نوالني په حمایت کې مظاهرې شوي دي او د ۳۷۰۰ نه زیات کسان ګرفتار شوي دي.

نوالني د روسي صدر پوټن او د کرپشن یا د اداري فساد مخالف دی. هغه د جنورۍ په ۱۷ نېټه ونیول شو چې د جرمني نه ملک ته ستن شو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG