لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په سېنټ کې ریپبلکن غړو سنېټر جان تون د اکثریت مشر ټاکلی


د امریکې د سېنټ په ټاکنو کې چې ریپبلکن ګوند زیاتې رایې ګټلې دي او راتلونکی کال به یې کنټرول تر لاسه کړي، د چارشنبې- شورو په ورځ یې سېنټر جان تون د اکثریت د مشر په توګه ټاکلی دی.

د امریکې د جنوبي ډیکوټا سنېټر جان تون د پټو رایو له لارې سنېټر جان کارنین او ریک سکاټ ته ماتې ورکړه او په سېنټ کې یې د ریپبلکن ګوند د مشرۍ څوکۍ تر لاسه کړه چې له تېرو 18 کلونو راهیسې د مچ مکانل په لاس کې وه.

جان تون د نومبر پر 13مه د اکثریت مشر له ټاکل کېدو وروسته خبریالانو ته وویل، د نومبر د پینځمې ټاکنې د امریکې د د خلکو مېنډېټ یا اختیار دی چې دوی ته یې ورکړی دی:

"له دې صدر [ډانلډ ټرمپ] سره به پر داسې یوه ایجنډا کار کوو چې د بایډن هېریس او شومر د ایجنډا ډېرې غلطۍ بیرته را وګرځوي او نوې پالیسۍ عملي کړي چې زموږ ملک د پرمختګ په لور یوې بلې خواته حرکت وکړي".

63 کلن تون اول ځل په 2004م کال کې د سنېټر په توګه ټاکل شوی وو او دا مهال د ریپبلکنو په مشرتابه کې د دویم نمبر ځای لري چې د اقلیت د مشر په توګه دنده تر سره کوي.

ښاغلی تون د سختدریځه کنزروېټیو یا زوړپالي او د منتخب صدر ډانلډ ټرمپ د نیزدې متحد ریک سکاټ په نسبت زیات د مرکزي یا مېن سټریم انتخاب ګڼل کیږي.

په سېنټ کې د اقلیت اوسني مشر مچ مکانل په یوه بیان کې وویل، د تون "ټاکل کېدل د یو بشپړ مشر ښکاره تایید دی. زموږ همکارانو چې د جان [تون] د قانون سازۍ پر تجربه او سیاسي مهارت کوم باور ساتلی دی هغه د دې لایق دی".

جان تون 23 ووټونه اخیستي خو د ده په مقابله کې کارنین 15 او سکاټ 13 رایې ترلاسه کړې دي چې له دې سره به هغه لږ تر لږه د راتلونکو دوو کلونو لپاره په سېنټ کې د اکثریت مشر په توګه دنده تر سره کوي.

د وروستیو ټاکنو د نتیجو له مخې ریپبلکن ګوند د امریکې په سېنټ کې لږ تر لږه 52 څوکۍ ګټلې دي خو د پینسلوېنیا د سېنټ رایې لا هم شمېرل کېږي او نتیجې یې مخې ته نه دي راغلې.

په سېنټ کې د اکثریت اوسني تلونکي مشر چک شومر په یوه بیان کې ویلي، له جان تون سره کار کولو ته تیار دی ځکه چې وایي دوی په سېنټ کې ډېر دوه ګوندیز کارونه په ګډه کړي دي او هیله لري هغه به دوام ومومي:

"څنګه چې تاسو خبر یئ، زه کلک باور لرم چې د دوو ګوندونو ګډ کار کول تر ټولو غوره او اکثر وختونه په سېنټ کې د شیانو [قانون سازۍ] د تر سره کولو یواځینۍ لار ده".

منتخب صدر ټرمپ د خپلې حکومتي کابینې د کسانو د ګومارلو لپاره د عامې اورېدنې له عمل څخه د سرغړونې نظریه وړاندې کړې ده چې د امریکې د سېنټ له بنیادي رول څخه مهم بېلوالی دی.

په سېنټ کې د اکثریت ټاکل شوي مشر جان تون خبریالانو ته وویل، سنېټ په آیین کې د مشورې او رضامندۍ رول لري:

"موږ به د هغه [ټرمپ] د نومول شويو کسانو د ژر تر ژره تاییدولو او دوی پر خپلو څوکیو د ګومارلو لپاره هر هغه څه کوو چې کولای یې شو چې دوی د هغه پر ایجنډا باندې په عمل کولو پیل وکړي".

ټرمپ د چارشنبې- شورو په ورځ د استازو اېوان د سپیکر په توګه د مایک جانسن تایید او ملاتړ وکړ او ویې ویل هغه باید په 119م کانګرس کې د مشر په توګه دنده ترسره کړي.

ریپبلکن ګوند د امریکې د استازو په اېوان کې هم د ډیموکرېټانو په نسبت ښکاره اکثریت لري، خو د امریکې په ځینو ایالتونو کې لا هم د رایو بیا شمېرنه روانه ده او حتمي نتیجې لا نه دي راغلې.

ټرمپ د صدر په توګه د خپلې لومړۍ دورې په لومړیو دوو کلونو کې هم یو متحد حکومت درلود، چې په سېنټ او استازو اېوان دواړو کې د ریپبلکن ګوند کنټرول وو.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG