لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ نوي حکومت ته د کامیابۍ دعا او نېک خواهشات یې ورته وړاندې کړي


صدر ټرمپ او د هغه مېرمن ملانیا ټرمپ د شورو، چهارشنبې، په ورځ د وایټ هاوس نه رخصتېږي
صدر ټرمپ او د هغه مېرمن ملانیا ټرمپ د شورو، چهارشنبې، په ورځ د وایټ هاوس نه رخصتېږي

د ډانلډ ټرمپ د صدارت څلور کلنه دوره د شورو، چهارشنبې، په ورځ سر ته رسې او هم په دې ورځ د صدر ټرمپ جانشین نومنتخب صدر جوبایډن د خپلې چوکۍ سوګند پورته کوي.

صدر ټرمپ د شورو، چهارشنبې، په ورځ د وایټ هاوس نه رخصت شي.

د نهې، سه شنبې، په ماښام د د مخه ښه یا د الوداع په خپل پېغام کې صدر ټرمپ نوي حکومت ته دعاګانې وکړي او نېکې هېلې یې ورته وړاندې کړي دي.

صدر ټرمپ د جو بایډن نوم د اخیستلو بغیر په خپل وډیو پېغام کې وویل دا هفته به د نوي انتظاميي پرانېسته کیږي او " امریکا محفوظه او سوکاله ساتلو کې کامیابۍ دپاره ورته دعا کوم."

صدر‌ ټرمپ وویل نوي حکومت ته "بهترنې هېلې وړاندې کوم او غواړم چې خوش نصیبه وي چې ډیر ضروردي لفظ دی."

په کوم وخت کې چې په یو ټیوب د صدر ټرمپ وډیو نشر کېدله هم دغه مهال نو منتخب صدر جو بایډن د واشنګټن سره نژدي د هوايي پوځ په هوايي اډه راښکته شو. صدر ټرمپ ته به هم په دغه هوايي اډه د شورو، چهارشنبې، په ورځ په رسمي ډول مخه وېل کیږي او په اخېري ځل به د امریکايي صدر په خصوصي جهاز ایرفورس ون کې په فلورېډا ریاست کې خپل کور ته رخصت شي.

د نوي صدر د سوګند پورته کولو دستورې دپاره په واشنګټن کې د امنیت سخت انتظامات پرځای کړی شوي دي. د زرګونو په تعداد کې د نېشنل ګارډز عسکر پرځآی دي او یو شمېر لارې او سړګونه د امنیت تدابېرو په لړ کې تړل شوي دي.

صدر ټرمپ به د جوبایډن د سوګند پورته کولو په دستوره کې شرکت نه کوي چې د روایت نه جدا خبره ده.

صدر ټرمپ د نومبر په دریمه نېټه شوي صدارتي انتخاب کې د درغلۍ الزام پورې کوي خو چارواکي وايي په انتخاب کې د درغلۍ څه ثبوتونه نېشته.

د صدر ټرمپ کورنۍ غړي په اېنډریو ایرفورس بېس کې د صدر ټرمپ انتظار کوي
د صدر ټرمپ کورنۍ غړي په اېنډریو ایرفورس بېس کې د صدر ټرمپ انتظار کوي

د جنورۍ په شپږمه نېټه د صدر ټرمپ په حق کې مظاهره کوونکي ګڼ شمېر خلکو په کانګرس یرغل وکړو. په اړي ګړي کې پنځه کسان مړه شوي دي.

که څه هم صدر ټرمپ په کانګرس د حملې غندنه کړي ده خو د نمایندګانو اېوان یا هاوس اف رېپرېزېنټېتیوز د هغه د مواخذې قرارداد منظور کړی او هغه یې د تشدد د راپارولو ذمه وار بللی دی.

هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یو وار وړاندې هم صدر ټرمپ نااهله ټاکلی دی.

د ایوان نمایندګانو سپېکره نېنسي پلوسي به دا هفته د مواخذې قرارداد سېنټ ته وړاندې کوي.

د ډېموکرېټک پارټۍ د کانګرس غړی جواکوېن کاسټرو چې د مواخذې په مېنېجرانو کې یو دی اېن بي سي نیور سره د مرکه کې ویلي چې دا ځل د مواخذې هدف دا دی چې صدر ټرمپ په اینده کې وفاقي عهدې دپاره نااهله وټاکل شي.

صدر‌ټرمپ ویلي هغه په کال ۲۰۲۴ کې صدارت دپاره بیا امیدوار وي.

د صدارت په اخېرۍ ورځ صدر ټرمپ ۷۳سزا شویو کسانو ته معافي ورکړې او د ۷۰ کسانو سزاګانې یې کمې کړي دي.

جوبایډن ویلي هغه به د صدر ټرمپ د وخت یو شمېر اقدامات بېرته اخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG