لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې نه بهر د غېرملکیانو د استخباراتي څارنې په اړه د امریکايي قانوني مادې مېعاد ختمېدونکی دی


د هاوس کمېټي ان هوم لېنډ سېکیورټي امریکې ته د نړیوالو خطراتو په اړه اورونه کوي
د هاوس کمېټي ان هوم لېنډ سېکیورټي امریکې ته د نړیوالو خطراتو په اړه اورونه کوي

د امریکې د وفاقي حکومت د یو قانون د هغې برخې مېعاد د سږ کال په اخېر کې ختمېدونکی دی چې ترمخه یې د امریکايي استخباراتي ادارې د وارنټ یا د عدالت د اجازت نه بغیر د ملک نه بهر د غېر ملکیانو د مواصلاتو څارنه کولی شي.

د دغه قانوني مادې وخت سر ته په رسېدو به په کانګرس فشار زیات شي چې بیا یې وغځوي. د شصخي زاردارۍ په دغه قانون کې د اصلاحاتو مطالبه کوي.

د فارن اېنټېلېجېنس سروېلېنس اېکټ، اېف ايي اېس ای، نومې قانون 702 ماده استخباراتي ادارو ته اجازت ورکوي چې د قومي سلامتیا په غرض د امریکې نه بهر د غیر ملکیانو د مواصلاتي رابطو په الېکټرانېک طریقه څارنه وکړي.

په دغه قانوني ماده کې دا خبره هم شته چې د فارن اېنټېلېجنس سروېلېنس کورټ یا په استخباراتي توګه د غېرملکیانو د څارنې په اړه د خصوصي عدالت په منظورۍ د امریکې دننه هم د غېرملکي جاسوسي هدفونو څارنه کېدلی شي.

په داسې حال کې چې د غېر ملکیانو د څارنې په مهال استخباراتي ادارې د غېرملکیانو سره د امریکايي شهریانو مواصلاتي رابطې هم ترلاسه کړي چې د دې قانون دلاندې نه وي، نو د شهري حقونو تنظیمونه ګڼي چې د اېف ايي اېس ای نفاذ د هغو قوانینو خلاف ورزي کوي چې امریکايي شهریانو ته د شخصي رازدارۍ ضمانت ورکوي.

د اېف بي ايي په شان د امریکې دننه تحقیقات کوونکي ادارې هم د اېف ايي اېس ای دلاندې راټول شویو معلوماتو بغیر د عدالت د وارنټ یا د اجازت نامې ته لاس رسی لرلی شي. ناقدین وايی دا داسې ده لکه چې قانون نافذ کوونکې ادارې بغېر د وارنټ تلاشي کوي.

په تېرو څو کلونو کې داسې ګڼ شمېر مثالونه موجود دي چې د امریکې قانون عملي کوونکو ادارو د امریکايي شهریانو په اړه د اېف ايي اېس ای دلارې راټول کړی شویو معلوماتو ته لاس رسی کړی دی.

په دې کې هغه عملیات هم شامل دي چې په کې په کال 2016 کې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ انتخابي ټیم او د بلېک لاوز مېټر نومې تحریک غړي په هدف شوي وو.

د الېکټرانېک پرایوېسي انفارمېشن سېنټر پراجېکټ ان سروېلېسن اورسایټ، چې په انټرنېټ د شخصي رازدارۍ تحفظ دپاره کارکوونکي اداره ده، د دې چارواکی جېرامي ډي سکاټ وايي د اېف ايي اېس ای ماده دې صورت کې بیا وغځول شي چې اضافي حفاظتي ګامونه په کې شامل کړی شي.

هغه وویل د هغه او نورو تنظیمونو دا غوښتنه ده چې د اېف اېس ايي ای د 702 ماده دې په شرط نوي کړی شي چې د امریکایانو په اړه معلوماتو ته لاس رسي دپاره به استخباراتي ادارې وارنټ اخلي.

قانون نافذ کوونکي ادارې د سېکشن 702 دفاع کوي. د اېف بي ايي مشر کرېسفټور ری د شورو، چهارشنبې، په ورځ د قومي سلامتیا په اړه د هاوس هوم لېنډ سېکیورټي کمېټۍ ته وویل چې د دغه قانون مېعاد ختم شو نو امریکې به کمه محفوظه شي.

د کانګرس هم دغه اورونې ته د نېشتل کاونټرتېررازم سنېټر مشرې کرېسټین ابيزېد وویل سېکشن 702 د ترهګرۍ د حملو مخنیوي دپاره بنیادي اهمیت لري.

په کانګرس کې د واکمن ډېموکرېټېک او د حزب اختلاف ریپبلېکن پارټۍ د غړو یوې ډلې تېره هفته په سېکشن 702 کې یوه تبدیلي معارفي کړه چې په کې د نورو تجویزونو په شمول دا خبره هم شامله ده چې کله د ملک دننه قانون نافذ کوونکي ادارې د امریکايي شهریانو په اړه د اېف ايي اېس ای دلارې راټول شویو معلوماتو ته لاس رسی کوي نو د وارنټ یا د عدالت نه به اجازت اخلي. د شهري حقونو ګڼ شمېر تنظیمونو د دغه تجویز هرکلی کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG