د امریکې په الاسکا ایالت کې د پنجشنبې- زیارت په ورځ د لادرکه شوې کوچنۍ الوتکې ټوټې موندل شوې دي، چې د رپوټونو له مخې د پایلټ په ګډون پکې سپاره ټول 10کسان مړه شوي دي.
دا په تېرو شاوخوا لسو ورځو کې په امریکا کې درېیمه الوتکه ده چې غورځېږي او د دواړو د لوېدو د سببونو په اړه پلټنې روانې دي او لا یې د غورځېدو کره سببونه نه دي معلوم شوي.
د امریکې ساحلي ګارډ د الوتکې د ټوټو او ملبې موندل تایید کړي دي، د ساحلي ګارډ ویاند مایک سالیرنو ویلي، د ژغورنې کارکوونکو د هېلیکاپټر په مرسته د الوتکې ټوټې په نخښه کړې او موندلې دي.
د وياند په وینا د اغېزمنې شوې الوتکې په هغه وروستي ځاى کې د لټون عمليات پيل شوي دي چې په رېډار کې لیدل شوې وه. وایي دوه لامبوزن ژغورونکي د پېښې ځای ته ور کوز شوي وو.
ویاند وایي د الاسکا د ایالتي پوځیانو، د الاسکا امریکایي ساحلي ګارډ، د الاسکا هوایي نېشنل ګارد، د الاسکا نېشنل ګارد په ګډون د لټون سیمه ییزو ټیمونو د ورکې شوې الوتکې په موندلو کې برخه اخیستې وه.
د امریکې د نېشنل ټرانسپورټ د خوندیتوب بورډ د پېښې د پلټنې لپاره له مختلفو ایالتونو الاسکا ته پلټونکي او کارپوهان ورلېږي.
د ساحل ساتلونکيګارډ په وینا، د امریکې د ملکي هوایي ګزمې [یو این سیول اېر پټرول] د رېډار د معلوماتو له مخې دې وړې الوتکې په چټکۍ سره د بره تګ او رفتار کنټرول باللی دی، خو وایي دا معلومه نه ده چې ولې داسې شوي دي.
د الاسکا د عامه خوندیتوب د ادارې په وینا، د یوې انجنې لرونکې بیرینګ ایر الوتکه د پنجشنبې- زیارت په ورځ له یونالکلېټ ښاره نووم ښار ته روانه وه چې د پایلټ په ګډون لس تنه پکې سپاره وو.
د الاسکا ایالت د پوځیانو په وینا، دوی د پنجشنبې- زیارت په مازدیګر شاوخوا څلور بجې د الوتکې له ورکېدو خبر شول.
د امریکې ساحل ساتونکي ګارډ په یوه بیان کې ویلي چې د الوتکې ځای وروستی ځل له سمندره 19 کیلومیټره لرې لیدل شوی وو.
د جنورۍ په 29مه د امریکا د هوابازۍ یوه مسافر وړونکې الوتکه د سرښار واشنګټن ډي سي رېګن نېشنل هوايي ډګر ته څېرمه له یوه پوځي هېلیکاپټر سره ټکر شوه، چې په دواړو کې 67 کسان سپاره وو او یو هم ژوندی پاته نه شو.
له هغې پېښې دوه ورځې وروسته د پینسلوېنیا ایالت په فیلاډلفیاښار کې د یوه هوايي ایمبولنس د ټکر په نتیجه کې اوه کسان مړه شول.
یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.
Forum