لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ارواښاد اکبر ایازي ـ سیاستوال او خبریالان یې ولې ستایي؟


د امریکا غږ (وي او اې) د جنوبي او مرکزي ایشیا مشر محمد اکبر ایازي د اتوار/یکشنبې په ورځ د ورپیښې شوې ناروغۍ له امله، د ٦٥ کلونو په عمر له نړۍ سترگې پټې کړې. د وي او اې مشرانو او د هغه د جرنلزم ملگرو، نوموړی د امریکا غږ یو وتلی، تکړه او پیاوړی جرنلسټ بللی دی.

ښاغلي ایازي د خپل کاري ژوند په دوران کې، پر خپلو گڼ شمیر همکارانو نیک اثر پر ځای پرې ایښی او هغو ته یې له ځانه خواږه او تلپاتې یادونه پرې ایښي دي.

د امریکا د نړېوالې میډیا د ادارې (یو اېس اې جي اېم) مشر جان لېنسنگ پر خپل ټویټر لیکلي چې د اکبر ایازي مړینه "نه یوازې په امریکا غږ او ټولې ایجنسۍ کې د هغه ملگرو او همکارانو ته، بلکه هغو مخاطبینو ته چې د حقیقت او آزادو مطبوعاتو په برخه کې د هغه له کلکې ژمنې یې گټه اخیسته، یوه غټه ضایعه ده. هغه به یادیږي."

د اکبر ایازي مرستیال، ایریک فلیپس بیا وایي چې د ارواښاد ایازي به ډېر خوښیدل چې د کارکوونکو ښه کارونه او کوششونه وستایل شي. د هغه په وینا، ښاغلي ایازي یو خوشحاله سړی و او غوښتل یې چې شاوخوا کسان یې هم خوشحاله اوسي.

د امریکا غږ د مرکزي دفتر یوه خبریاله یولاندا لوپز د اکبر ایازي په هکله وایي: "هغه یو لوی سړی و، غټ کارونه یې کول، غټ زړه یې و، او تل یې لوی فکرونه کول او همیش به اول و... له هغه سره کار کول په مونږ کې د یوې سالمې سیالۍ احساس پیدا کاوه، مونږ یې دې ته هڅولو چې لا زیات زیار وباسو."

محمد ضامن مومند چې پخپله هم له ډېرې مودې په مطبوعاتو کې پاته شوی، له لسیزو راهیسي یې ښاغلی ایازي په هند کې د تحصیل له مهاله پیژانده، هغه یو پاک او ښه انسان یادوي او زیاتوي چې "زمونږ د شناخت په ٣۴ کلونو کې ما ونه لیدل چې چا ته دې د هغه بد رسیدلي وي."

محمد ضامن مومند
محمد ضامن مومند

مومند په خپگان سره د اکبر ایازي د ناروغۍ وروستۍ ورځې داسې یادوي، "ما به چې همیشه ایمیل ورلیږه، دستي به یې ځواب راکاوه، دا ځل مې چې اختر کې ایمیل ورکړ، ځواب یې رانغی. په اوږده آشنایي کې مو دا لومړی ځل و چې زما ایمیل یې نه و جواب کړی. وروسته پرې خبر شوم چې ناروغي یې زیاته شوې ده."

د ډېوه څانگې مشر نفیس ټکر وایي چې د ښاغلي ایازي په میډیا کې ابتکار خوښ و. نفیس ټکر د وي او اې ډېوه سرویس ته د ښاغلي ایازي د یو وروستي راتگ کیسه داسې کوي: "کله چې مو د ناروغۍ په اړه ترې وپوښتل، هغه وویل، د یو پښتون په حیث به بیمارۍ ته ځان ونه سپاري او ورسره به مقابله کوي. مونږ یې په عزم چکچکې وکړې او هغه د همیش په شان خبرې په دې انگریزي ټکي ختمې کړې: اېم هائی (یعنې هدف دې لوړ وټاکه)."

نفیس ټکر
نفیس ټکر

د وي او اې یو خبریال مطیع الله عابد وایي چې ایازي به هر کله کارکوونکي هڅول چې لوړ خیالونه ولري، زیار وباسي، او دا به یې هم ویل چې "هیڅ کله پر ځان مه غره کیږه، داسې مه وایه چې ما کوم غټ کار کړی دی...هدف دې لوړ وټاکه."

هغه مهال چې په ٢٠١٥ کال کې محمد اکبر ایازي خپل کار په آزادۍ رېډیو کې پای ته ورساوه او له پراگ څخه امریکې راغی، په آزادۍ رېډیو کې یې همکاران په تگ خواشیني و. هغه مهال د آزادۍ رېډیو یوه خبریاله، فرشته جلالزۍ لیکلي و، "نن د دې انسان په تګ خفه یم...نن مې خپل پلار یادیږي. کاشکې دلته وای، لاس به مې ور مچ کړي وای..."

خالد مفتون چې له څوارلسو کلونو راهیسي یې ارواښاد ایازي پیژانده، وایي کله چې په کابل کې یې په لومړي ځل له هغه سره وکتل، دا یې ولیدل چې د یو شمیر غرب میشته افغانانو خلاف، له ټولو سره د هغه چال چلند ډېر د ملگرتوب او خاکساره و. ښاغلی مفتون وايي اکبر ایازي به تل د جرنلزم او د بیان د آزادۍ لیواله و او ویل به یې چې "د خبریال کار، نورو ته معلومات رسول دي، نه د دې یا هغه په خلاف دریځ نیول."

خالد مفتون
خالد مفتون

د مفتون په وینا، ښاغلی ایازي "په خبریالۍ کې د جرنلزم د اصولو د کلک ملاتړي علاوه، په انساني او اخلاقي معیارونو سمبال شخص و."

د آزادۍ رېډیو خبریال، مصطفی سرور چې څو کاله یې د ښاغلي ایازي تر نظر لاندې په پراگ کې کار کړی دی، وایي ایازي په دې باور و چې ځوانانو ته باید موقع ورکړل شي او پیاوړي کړی شي.

مصطفی سرور د بیلگې په توگه داسې کیسه کوي: "په ٢٠٠٦ کې، کله چې مې په پراگ کې له آزادۍ رېډیو سره تازه کار پیل کړی و، هغه زه وگومارلم چې کابل ته ولاړ شم او د خپلو ځایي خبریالانو دپاره د جرنلزم په یو روزنیز ورکشاپ کې برخه واخلم. دا یې پر ځوانانو د اعتماد نښه وه. ما په رښتیا ځان ځواکمن وگاڼه، او کله چې سړی ځان ځواکمن حس کړي، په کار کې تکړه کیږي او خپل هدف په ښه توگه ترلاسه کوي."

د سیاستوالو غبرگون

د ښاغلی ایازي پر مړینې په افغانستان کې د حکومت له مشرانو نیولې بیا د حکومت تر مخالفو سیاسي مشرانو پورې اکثرو غمرازي ښودلې ده.

د افغانستان صدر محمد اشرف غني چې د سعودي عرب په دوره بوخت دی، یو رسمي بیان جاري کړی او په هغه کې یې د ښاغلي ایازي مړینه "یوه لویه ضایعه" بللې ده.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم پر فیسبوک باندې خپاره شوي پیغام کې، د هغه پر مړینې غمرازي ښودلي ده.

د افغانستان د قامي سلامتیا (امنیت شورا) سلاکار حمدالله محب، ښاغلی ایازی "یو پیاوړی جرنلسټ، یو تکړه منیجر، او یو با استعداده افغان کدر" بللی دی.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم د محمد اکبر ایازي په مړینه خواشیني ښودلې او د مطبوعاتو په برخه کې یې د هغه خدمتونه "بې ساري او د قدر وړ" بللي دي.

د دې ترڅنگ، یو گڼ شمیر د رسنیو کارکوونکو، فرهنگپالو، لیکوالانو، او ډېرو نورو کسانو چې ښاغلی ایازي یې پیژنده او د هغه له کارونو سره آشنا و، پر مړینه یې خواشیني څرگنده کړې ده.

د اکبر ایازي ژوند ته لنډه کتنه

ښاغلی محمد اکبر ایازي، د محمد انور خان ایازي زوی او په ١٩٥۴ کال کې په کندهار ښار کې زېږېدلی و.

هغه تر هائي سکول پورې په کندهار کې تعلیم تر سره کړی و او بیا د کابل پوهنتون له اقتصاد پوهنځي څخه تر فراغت وروسته یې د هند د نوي ډيلي له جواهر لال نهرو پوهنتون څخه په تخنيکي مديريت کې ډيپلوم اخيستی و.

ښاغلي ایازي لومړی په کابل کې د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون سره د خبریال په توګه کار کاوه چې پر افغانستان د وخت د شوروي اتحاد تر حملې وروسته امریکا ته مهاجر شو او څه موده پس یې له امریکا غږ (وي او اې) سره د خبریال په توګه کار پیل کړ.

نوموړی په ١٩٨٦ کال کې د امريکاغږ راډيو د اسيا د څانګي مشر پروډيوسر وټاکل شو، چې تر ٢٠٠٢ کال پورې پر همدې دنده پاته شو؛ نوموړی په ۲۰۰۵ میلادي کال کې د ازادي راډيو مشر و ټاکل شو.

اکبر ايازي لس کاله په ازادي راډيو کې د افغانستان د څانګې د رئيس او بيا د مرکزي او جنوبي اسيا د څانګې د مشر په توګه دنده ترسره کړه.

هغه په ۲۰۱۵ کال کې په امريکا غږ کې د جنوبي او مرکزي اسيا سيمه ييز مشر شو او د عمر تر پایه په همدې څوکۍ پاته و.

ارواښاد اکبر ايازي له امريکا غږ سره په خپله يوه مرکه کې ويلي وو چې له جرنالیزم سره يې له وړوکوالي مينه وه.

له ارواښاد ايازي څخه درې لوڼي او يو زوی پاته دي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG