لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې هرکال ۵۰۰۰ ښځې د کورني تشدد د لاسه وژل کیږي


د نومبر ۲۵مه نیټه هرکال په نړۍ کې د ښځو پر ضد تششد مخنیوي نړیواله ورځ نمانځل کیږي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې تر مخه د ښځو او جینکو پرضد تشدد دا مهال په نړۍ کې تر ټولو بګنونکی او ورځ تر بلې زیاتیدونکي د بشري حقونو سرغړونه ده.

ددې ورځ په مناسبت د ملګرو ملتونو لخوا خپور شوي یو رپورټ ترمخه د کال ۲۰۰۵ نه تر ۲۰۱۶م پورې د نړۍ ۸۷ هیوادونو کې ۱۹ فیصده زنانه او جینکۍ د ۱۵ کالو نه تر ۴۹کلونو پورې د جسماني او جنسي تشدد سره مخ شوي دي. د دغه رپورټ تر مخه د تشدد دغه شان پیښو کې زیات تره ښځې د مرګ سره هم مخ شوي.

په پاکستان کې هم د ښځو پرضد تشدد نړیواله ورځ په داسې مهال لماځل کیږي چې دغه هیواد د زنانو پرضد تشدد په خاصه توګه کورنی تشدد کې تر ټولو خطرناکو هیوادونو کې یو دی.

د ښځو پرضد تشدد په اړه کارکونکو نړیوالو او د پاکستان دننه ادارو ترمخه په پاکستان کې هرکال د کورني تشدد د لاسه ۵۰۰۰ ښځې خپل ژوند د لاسه ورکوي. د عورت فاونډیشن نومې ادارې ترمخه په پاکستان کې هرکال د ښځو پرضد تشدد ۸۵۰۰ پېښې رپورټ کیږي چې پکې زیات تره د کورني تشدد پیښې وي.

د نورې نړۍ په شان په پاکستان کې هم د ښځو د حقونو لپاره کار کونکو ادارو د دغې ورځ په مناسبت د ۱۶ ورځو د (پوهې) کمپاېن پیل کړی چې حدف يې په ټولنه کې په خلکو کې پوهه راوستل دي.

پاکستان کې یوې غیر دولتي ادارې سره کارکونکی یو تنمحمد سید شاه وي او ای ډیوه ته وايي په دغې مسله په سړو کې پوه او بیداري راوستل پکار دي.

ښاغلی سید شاه وايي ٫٫ په کور او ټولنه کې د ښځې رول ډیر مهم دی، که یو خوا د ښځو د سړو په مقابله کې ذمه وارۍ ډیرې دي، کارونه ډیر کوي، خو بیا هم تشدد پرې ډیر کیږي. د ښځو د اجازت نه بغیر د هغوي د ژوند فیصلې کیږي ٬٬

د نړیوالې ادارې ایمنسټي انټرنیشنل تر مخه په پاکستان کې هرکال د غیرت په نوم یولس سوه ښځې وژل کیږي او دغه شان په ښځو د تیزابو شیندلو ۱۵۰ پیښې ریکارډ کیږي.

په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د ښځو د حقونو لپاره کار کونکې خورشید بیګم وي او ای ډیوه ته وايي د ښځو پرضد تشدد مخه نیول د کور نه پیل کیدل پکار دي.

میرمن خورشید وايي ٫٫ په یو کور کې چې د هلک او جینۍ سره یو شان سلوک کیږي، جینۍ هم د هلک په شان مهمه او انسان وګڼل شي، مور او پلار د کور نه د ماشومانو په ذهن کې د خبره واچوي چې ښځه او نر یو شان دي، نو دغه شان بیا ټولنه هم بدلیدی شي.٬٬

په پاکستان کې د ښځو پرضد تشدد په خاصه توګه کورني تشدد په اړه سمه قانون سازي هم نه کیږي. په کال ۲۰۱۶م کې د پنجاب ایالت لخوا دغه شان یو بل د مذهبي تندروه ګوندونو د فشار وروستو د اسمبلۍ نه، د منظورۍ نه پاتې شو. په خیبر پښتونخوا کې هم دغه شان یو قانون لا هم د اسمبلۍ نه پاس کیدو او بیا عملي کیدلو ته پروت دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG