لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امربالمعروف قانون عملي کېدو وروسته افغانستان کې د غیرحکومتي ادارو څارنه سخته شوې: ملګری ملتونه


د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال پروګرام ( WFP) د اندیښنې په څرګندولو سره ویلي چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده له خوا د امربالمعروف د قانون د توشیح وروسته چې په افغانستان کې پر ښځو او سړو باندې سخت محدودیونه لګوي، د مرستې رسونې د نړیوالو او داخلي غیرحکومتي ادارو د فعالیتونو څارنه او ارزونه سخته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د ریلیف په انټرنیټي پاڼه کې په یو وروستي خپور شوي راپور کې ویلي چې که څه هم تراوسه د څارنې او ارزونې ددغه بهیر څخه د دغه پروګرام فعالیتونه په پام وړ ډول نه دي زیانمن شوي، خو دې پروګرام د وضعیت څخه څارنې ته دوام ورکړی او د خپلو کارکوونکو، همکارو شریکانو او هغوی چې ورته ګټه رسیږي د هغوی د خوندیوب لپاره به حاکمو چارواکو [طالبانو] سره په فعاله توګه بوختیا ته دوام ورکړي.

ډبلیو اېف پي په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي. خو د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا د روان ۲۰۲۴ کال د جولای په ۳۱ د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون نافذ شوی او د اګست د ۲۱ ورځې راهیسې په افغانستان کې نافذ شوی په ټولنیز ژوند کې پر افغان میرمنو او نجونو باندې په کې نور محدودیتونه هم په پام کې نیول شوي دي.

دا قانون چې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د محتسبینو له خوا پلی کیږي په کې د سرغړوونکو لپاره له شفاهي خبرداریو څخه نیولې تر زنداني کېدو پورې سزاګانې ټاکل شوي دي.

ددې قانون په ۱۳ ماده کې د ښځو غږ چې سندرې، نعتونه او قرأت په ‌کې شامل دي په مجموع کې په عام محضر کې لوړغږ باندې خبرې کول عورت بلل شوي او منع شوي دي. همداشان په دې قانون کې د ښځو د مخ په ګډون د ټول بدن پټول هم ضروري ګڼل شوي دي.

اړمنو کسانو سره مرستې

د خوراک نړیوال پروګرام په دې راپور کې ویلي چې دغه پروګرام د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په تیره میاشت کې په افغانستان کې ۳.۲ میلیونو کسانو ته د خپل بیړني پروګرام له لارې د خوړو او معیشت په برخه کې مرستې کړي دي.

خوړو نړیوال پرګرام ویلي: "په نړیواله کچه د بودیجې کمښت ډبلیو ایف پي د مرستو د چمتو کولو پروګرام د مې د میاشتې څخه د سپټمبر تر میاشتې د لومړیتوبونو پراساس ډیرو زیاتو اړمنو کسانو ته د کوچنیو اداري واحدونو د کړنلارې له مخې تنظیم کړی، چې له امله یې یوولس میلیونه اړمن کسان د مرستو ترلاسه کولو څخه محروم شوي دي".

ددغه پروګرام د راپور له مخې ډبلیو ایف پي ۱.۳ میلیونو کسانو ته په بیړني ډول مرستې رسولي چې ددغه شمیر ۴۲ فیصدو یې دا مرستې په نغدې ډول ترلاسه کړي دي. د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې نغدې مرستې کورنیو سره د خوړو ترلاسه کولو په انتخابولو کې مرسته کوي.

همداشان دغه پروګرام ویلي چې د سپټمبر د تیرې میاشتې په ۲۴ یې ۲۷۳ هغو کورنیوسره مرسته کړې چې د خوست ولایت د ځاځي میدان په ولسوالۍ کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي نښتو له امله له خپلو مینو بې ځایه کیدو ته اړ شوې وې. ډبلیو ایف پي ویلي چې زیانمن شویو کورنیو سره د نغدو پیسو اوغیر خوراکي توکو د مرستې سربیره هغوی سره د مقوي بیسکټو او د ځانګړو قوي خوړو مرستې هم شوې دي.

همداشان د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د ملګرو ملتونو دا پروګرام تیره میاشت د شپږو میاشتو څخه تر ۵۹ میاشتو پورې عمر لرونکو ۵۲۳۲۳۰ ماشومانو او په خوار ځواکۍ اخته امیدوارو، ماشومانو ته شیدې ورکوونکو میندو او نجونو ته پر سختې خوارځواکۍ د اخته کیدو د مخنیوي لپاره د منځنۍ کچې د خوارځواکۍ د درملنې لپاره ځانګړي خواړه برابر کړي دي.

زده کوونکو ته د خوراک برابرول

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د افغانستان په اتو ولایتونو کې په ۱۷ سوه لومړنیو او کلیوالو ښوونځیو کې ۸۹۴ زره ماشومانو ته په ښوونځیو او یا له ښوونځیو بهر کورونو ته د وړلو لپاره خواړه برابر کړي دي.

د خوړو نړیوال پرګرام ویلي چې دغه پروګرام سره د نوو مرستو له امله به د خوړو د مرستو د برابرولو پروګرام چې د بودیجې د کمښت له امله د روان ۲۰۲۴ کال د جولای په میاشت کې یې ځنډولی وو په ۵۰ کلیو کې نږدې ۵۰ زره اړمنو کسانو ته چې د اقلیم د بدلون د ټکانونو له امله خوړو مرستو ته اړتیا لري بیرته پیل کړي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په دې راپور کې ویلي چې په ټوله کې یې تیره میاشت ۳.۲ میلیونو کسانو ته اوه زره او ۷۳۶ ټنه خواړه او۵.۵ میلیونه امریکايي ډالرپه اړمنو کسانو ویشلي دي. دغه پروګرام ویلي چې د اکتوبر د روانې میاشتې څخه د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر میاشتې د خپلو پروګرامو د دوام لپاره ۶۴۶ میلیونو ډالرو بودیجې ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال بروګرام د دغې بودیجې د چمتو کولو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې ددې دمخه ملګرو ملتونو ویلي و چې د روان ۲۰۲۴ کال په سرکې یې چې په افغانستان کې اړمنو کسانو سره د بشري مرستو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو بودیجه غوښتې وه، تراوسه یې ددغې بودیجې یوازې ۸۰۰ میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې"اوچا" هم تیره اونۍ وویل چې په افغانستان کې په را روان ژمي کې اړمنو افغانانو ته د بشری مرستو د چمتو کولو لپاره له ۶۰۳ میلیونو ډالرو څخه زیاتو پیسو ته په بیړني ډول اړتیا لري.

اوچا د اکتوبر په نهمه په یو راپور کې په افغانستان کې د اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره د ژمي د یو پلان د چمتو کولو خبر ورکړی او ویلي دي چې ددغه پلان له مخې به ۶۰۳ میلیونه ډالره د ژمي لپاره د لومړنیو چمتوالي د ملاتړ په برخه کې د سرپناه د بیا رغونې، ګرمو کالیو او کمپلو د چمتو کولو لپاره په راتلوونکو دریو میاشتو په مصرف ورسیږي.

د اوچا د اټکل له مخې سږنی ژمی به ډیر "سوړ او یخ" وي، چې د ملګرو ملتونو ددغې ادارې د وینا پراساس د اوارو د اورښت دمخه چې واورې مواصلاتي لارې بندې کړي اړتیا ده چې د خوړو په ګډون د ژمي د موسم دا بشری مرستې لیرو پرتو سیمو ته ورسول شي او په هغو سیمو کې ذخیره شي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په روان کال کې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، خو نړیوالې مرستنیدویه ادارې ددغه شمیر یوازې ۱۷.۳ میلیونو کسانو سره د مرستو پلان ترتیب کړی دی.

ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د څو لسیزو جګړې، د اقلیم د بدلون د بحران څخه زیږیدلي ناورینونه، لزلزلې او په لوی شمیر وطن ته د افغان کډوالو ستنیدلو له امله له هرو څلورو افغانانو یو یې د لوږې د حالت سره مخ دی. ددې دمخه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په یو راپور کې په افغانستان کې د بشري مرستو د دوام لپاره د بودیجې د کمښت یادونه کړې وه او ویلي و چې د بشري مرستو کمښت به په دغه هیواد کې د میلیونو افغانانو ژوند د ګواښ سره مخ کړي.

ملګري ملتونه وايي چې اوس مهال په افغانستان کې ۱۲.۴ میلیونه وګړي د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ دي، چې په دې شمیر کې ۲.۹ میلیونه کسان په لوړه کچه د لوږې له حالت څخه کړیږي.

د وي او ای اشنا په مننه.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د 26م ائیني بدلون په اړه د قانون پوهانو نظر
please wait

No media source currently available

0:00 0:27:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG