لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډبلیو ایچ او په غزه کې د پولیو وایرس پر ممکنه خپرېدو "ژوره اندېښنه" ښکاره کړې


د روغتیا نړیوالې ادارې چارواکو د جولای پر 23مه ویلي، په غزه پټۍ کې په ناپاکو اوبو کې یې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ دویم ډول وایرس موندلی او خبرداری یې ورکړی چې دا ناروغي به کېدای شي نوره پسې خپره شي.

د ملګرو ملتونو ادارو تېره اوونۍ ویلي وو د «پولیو نړیوالې لیبارټرۍ نیټورک» د جون په 23مه په غزه کې په ناپاکه اوبو کې د پولیو د دویم ډول وایرس شپږ نمونې موندلې دي.

دویم ډول پولیو هغه ماشومان اغېزمن کوي چې له دغه وایرسه د ژغورنې وېکسین ورته نه وي شوی او کېدای شي د مړینې سبب یې هم شي.

د فلسطين په نیول شویو سیمو کې د روغتیا د نړیوالې ادارې د بیړنۍ څانګې مشر ایوادیل سفربیکوف وايي، لا یې په غزه کې په انسانانو کې د پولیو وایرس کومه نمونه نه ده موندلې او په خبره یې لا معلومه نه ده چې څوک په دغه وایرس اخته شوي دي که نه.

نوموړي له یروشلم یا بیت المقدس څخه د ویدیو لینک له لارې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې "په دې اړه ډېر اندېښمن" دی.

سفربیکوف وویل په غزه کې د هر ډول ناروغۍ د ممکنه خپرېدو په اړه خواشینی دی. په غزه کې له تېرو نهو میاشتو راهېسې د حماس په ضد جګړه روانه ده او ملګري ملتونه وايي هلته بشري بحران روان دی.

سفربیکوف په غزه کې د هېپیټایټس یا ژیړي اې ناروغۍ خپرېدو ته په اشارې وویل، په غزې کې د ناروغیو د خپریدو په اړه ډېر اندېښمن دی او وایي "اوس کېدای شي پولیو هم" پکې شامله شي.

هغه خبرداری ورکړی چې په غزه کې "روغتیايي نظام تباه شوی، اوبه کمې شوې او جراثیم وژونکي مایعات کم دي، خلک لږې روغتیايي اسانتیاوې لري"، چې وایي دا به یو "ډېر بد حالت" وي.

سفربیکوف وویل شاید په غزه کې ساري ناروغۍ د جګړې تر ټپونو زیات خلک مړه کړي.

پولیو یوه وژونکې ساري ناروغي ده چې کم عمره ماشومان اغیزمن کوي. دا مهال په پاکستان او افغانستان کې په دغه وایرس یو شمېر ماشومان اخته دي او د نړۍ په نورو هېوادونو کې ختمه شوې ده.

په غزه کې د پولیو د دویم ډول وایرس د خپرېدو خبر په داسې وخت ورکول شوی چې هلته د حماس تر کنترول لاندې د روغتیا وزارت وایي په روانه جګړه کې څه باندې 39 زره کسان وژل شوي چې وایي اکثر یې ملکي خلک دي.

د حماس ډلې د تېرکال د اکتوبر په اوومه نیټه په اسرایل بریدونه وکړل، چې د چارواکو په وینا په دغو بریدونو کې شاوخوا 1,200 اسرایلي وګړي و وژل شول او شاوخوا دوه نیم سوه نور یرغمل کړی شول.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG