لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د شېراني سیمې په غره اورپه قریباً 60 مربع کلومېټره علاقه ځنګل تباه کړی


ځايې اوسيدونکي وايې له ځنګله تر لاسه کېدونکې ګټه يې له لاسه ووتله او غوښتنه کوي چې حکومت دې د دوی د مرستې تر څنګ د ځنګل د ونو، ژوو او ځناور د بيا ابادۍ او په اینده کې د اور د مخنوي لپاره کوټلي او جدي ګامونه واخلي
ځايې اوسيدونکي وايې له ځنګله تر لاسه کېدونکې ګټه يې له لاسه ووتله او غوښتنه کوي چې حکومت دې د دوی د مرستې تر څنګ د ځنګل د ونو، ژوو او ځناور د بيا ابادۍ او په اینده کې د اور د مخنوي لپاره کوټلي او جدي ګامونه واخلي

د بلوچستان او خېبر پښتونخوا ترمنځ د شيراني ضلعې په کېسې غره کې د اور سکاره وژل شوي او ساړه شوي دي او ابتدايي اندازې څرګندوي چې په غره اور په قریباً 60 مربع کلومیټرعلاقه د ځڼغوزو، نشترو، زېتون او نور ډول ونې (درختې) سوځولي دي.

د ملګرو ملتونو د خوراک او زراعت ادارې په بلوچستان کې مشر يحيا موسا خېل چې د ځڼغورو په ځنګل د اور د مړکولو په کوښښونو کې شامل هم و، وي او ای ډيوه ته یې د ټيلي فون له لارې وويل"د اور لږ پاته سکاره مو هم نن مړه کړه، او اورپه پوره توګه سوړ کړل شو."

د يحیا موسی خېل په خبره د ملګرو ملتونو د خوراک او زراعت محکمې، د بلوچستان د ځنګلاتو محکمې او د سيمې د ځايي خلکو په مرسته يې د ځنګل د اور د تاوانونو په اړه لومړی رپورټ تيار کړی.

موسا خېل وویل د کېسې په غره تر لسو شپو پورې په دریو جلا جلا سيمو کې اور بلېدوچې په مجموعي توګه یې په قریباً شپيته مربع کلو مېټره علاقه د ځڼغوزو او د نشترو ځنګل سوځولی دی.

د رپورټ ترمخه، اور د می په نهمه نېټه لومړی د خيبر پښتونخوا په مغل کوټ سېمه کې ولګېدو او په 12 می د موسا خيل ضلعې د سپين غر نومې سیمې ته داخل شو. په 16م می د زرډوله په نامه سېمه کې دا اور مړ کړی شو.

رپورټ ښيي چې پدې اور کې لګيدنه کې د نشترو، ځڼغوزيو او زيتون اوه کلوميتره ځنګل سوځېدلی، لومړي روپورټونه ښيي دا اور د اسمانې بجلۍ يا تندر لويدو له کبله لګيدلی و۔

رپورټ زياتوي، دويم اور درې ورځې پس د مې پر 12مه د خيبر پښتونخوا او بلوچستان ايالت تر ميان د کوړې زڼغوزي نومي سيمه کې لګيدلی اوتر م13 مې پورې تورغره سېمې ته ورسېدی۔

په رپورټ کې ويل شوي چې اور د ځڼغوزو د 15 مربع کلوميټر ځنګل سوځولی دی.

رپورټ ښيي چې تر ټولو لوی او تاواني دريم اور پر 16 مې د کېسې غره په "قران وهلي نري" نومي سېمه کې لګيدلی، دا اور و نيږدې کليو څمزي، شرغلي، زرغون زوور او نورو سېمو ته خور شوی و او پر 19م مې و څمزي ته نېږدې سيمې اوه ځايي اوسېدونکو د اور د وژلو هڅه وکړه په کوم کې چې درې تنه د اور د سوځېدو له امله مړه شوي او درې ټپيان شوي و، يوه تن ځان په خپله ژغورلی و۔

د دغه اور پاتې بل سکاره د زیارت، پنجشنبې، یا د جون په دويمه نيټه ساړه کړل شوي، رپورټ وايي دې دريم اور 35 سکويرکلوميټره زڼغوزيو د ځنګل سوځولی۔

په رپورټ کې ويل شوي، ګمان کيږي اخري دواړه اوره د شپنو/شپانه له لوري د خپل ضرورت د پوره کولو په موخه لګول شوي او ورستو دا اور و ځنګل ته خور شوی۔

لومړی رپورټ زياتوي چې په درې سره اوره کې شاوخواه شپيته مربع کلو ميټره ځنګل سوځيدلی په کوم کې چې له اوه نيم لکه څخه تر اتو لکو پورې د ځڼغوزو تاريخي او قيمتي ونې سوځول شوې دي۔

د ملګرو ملتونو د خوراک او زراعت ادارې د بلوچستان مشر يحی موسی خېل و ډيوه ته وويل، په راروانو دو ورځو کې کميټه ټاکي چې له اور څخه پوره تاوان معلوم او د هغه د پوره کولو لپاره لاره وسنجوي.

د پوهانو په خبره د ځنګله د ځڼغوزو سوځېدلې ونې بيرته په شنې کېدلو او ثمر ته په رسېدلو کط د اوویا څخه تر سلو کالو پورې وخت لګی.

د رپورټونو ترمخه د شيراني سیمط د ځنګل څخه د کال د دریو ارب روپو مالیت د ځڼغوزو فصل ترلاسه کېږي.

ځايې اوسيدونکي وايې له ځنګله تر لاسه کېدونکې ګټه يې له لاسه ووتله او غوښتنه کوي چې حکومت دې د دوی د مرستې تر څنګ د ځنګل د ونو، ژوو او ځناور د بيا ابادۍ او په اینده کې د اور د مخنوي لپاره کوټلي او جدي ګامونه واخلي۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

په چمن کې د سکولونو د زده کونکو تعلیمي میله ترسره شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG