د پاکستان د لويو ښارونو په شان اسلام اباد کې هم د نهې، سه شنبې، په ورځ ښځو د نړیوالې ورځ په مناسبت "عورت مارچ" یا لاریون وکړو د دې سر بېره چې د یو مذهبي ګوند ځايي مشر ویلي وو چې په زور به د مارچ مخه نیسي او یو وفاقي وزیر ویلي وو چې دا ورځ د دې حجاب د ورځې په توګه ولمانځل شي.
سږکال د ښځو د نړیوالې ورځ په مناسبت عورت مارچ دپاره منتظمینو د انصاف، تحفظ او د ازادۍ عنوان غوره کړی و.
په اسلام اباد کې د ښځو نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل شوې ده چې د مذهبي چارو مرکزي وزیر نورالحق قادري وزیراعظم ته یو خط کې غوښتنه کړې وه چې د عورت مارچ په ځاې دې دا ورځ د حجاب د ورځې په توګه ولمانځل شي.
د جمعيت علما اسلام فضل الرحمن ډلې اسلام آباد څانګې هم د عورت مارچ مخه په زور د نيولو دړکه کړې وه.
که څه هم د اسلام اباد انتظاميي د عورت مارچ منتظمینو ته د لاریون اجازت نه و ورکړی خو بیا هم مارچ د حفاظت لپاره په لويه شمېره کې پولیس ګمارل شوي وي.
د تېرو کلونو پرتله دا ځل د ښځو نړیواله ورځې په مناسبت د اسلام اباد په عورت مارچ کې د ګډون والو شمېره کمه لیدل کېده.
د ښځو د حقونو فعالې طاهره عبدالله وي او ای ډيوه ته وویل چي د مارچ ګډون والو ته "ملا بريګېډ" سختې دړکې ورکړې وې. "مونږ ته د سخت دریځو د ګواښونو کچه هم لوړه وه."
مېرمن عبدالله وویل که چيرې حکومت ورته د قانون سره سم تحفظ ورکړی شوی نو دا ځل به په لاريون کې د ښځو شمیر تر زرهاو پورې و. خو هغې زیاته کړه چې د خڼدانو باوجود دوی په خپل مقصد کې کامیاب شوو.
د اسلام اباد په عورت مارچ کې خواريکښو، د عيسايي ټولنې ښځو او نرښځانو ګډون هم لیدل کېدو.
د اسلام اباد نه علاوه په لاهور ښار او کراچۍ کې هم د عورت مارچ د سورى لاندې ښځو ګډون کړې.
د ورلډ اکنامک فورم د 2021 کال د صنفي عدم مساوات د شمېرو ترمخه پاکستان د صنفي مساوات په برخه د نړۍ د 156 هيوادونه په قطار کې په 153 نمبر ولاړ دی او د پاکستان هېلت ډيموګرافک سروی وايي پاکستان کې د 15 نه تر 36 کالو د عمر په واده شوو ښځو کې 28 فيصدى زنانه د کورنى تشدد ښکار کېږي.
د اسلام اباد عورت مارچ منتظيمه صبا ګل خټک ډيوه ته وايي دا ځل د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت "زموږ نعره، تحفظ، انصاف او ازادې ده."
هغه وايي ښځې د تیارو د تور تم او د خاموشه کېدو نه ازادي غواړي.
پاکستان کې د بشري حقونو د خپلواکه غېر دولتي تنظيم اېچ ار سي پى شميرې ښښي چې په پاکستان کې هر کال د 1000 نه زياتې ښځې د غیرت په نوم وژل کېږي.
طلعت رباب هم د اسلام اباد په عورت مارچ کې شریکه وه.
وي اوای ډيوه ته یې وویل "مونږ ازادي ،انصاف او تحفظ غواړو. مونږ د تعلیم ،روزګار او په خپله خوښه د ژوند تيرولو ازادي غواړو."
د پاکستان د حکومتي شمیرو ترمخه ښځې د هېواد د کل ابادۍ 49 فيصدى برخه ده خو د سړو په نسبت د ښځو د تعلیم کچه 22 فيصدى کمه ده.
پدې مارچ کې ګډون کونکو چې په کې سړي هم د ښځو سره د يوالې لپاره موجود وو په لاسونو کې د داسې پوسټرې پورته کړې وې چې پرې د ښځو د حقونو، تحفظ په حق او د "پدري" سماج ضد شعارونه درج وو.
د مزدورانو د عالمى تنظیم یا ای اېل او د شمېرو له مخې د پاکستان په لېبر فورس کې د ښځو د شموليت تناسب 22 فيصدى دې او وايي پدې کې هم 18 فيصدى ښځې داسې دي چاته د خپل کار پوره اجرت هم نه ورکړې کېږي.