لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سيمې او نړۍ ځينې مهم خبرونه


د گواټماله صدر جمي مورېلس
د گواټماله صدر جمي مورېلس

ګواتیمالا له امریکا څخه وروسته لومړنی هېواد شو چې خپل سفارت به له تل ابیب څخه بیت المقدس ته لېږدوي.

ولسمشر جیمي مورالیس دغه اعلان د یکشنبې په ورځ داسرایلو د لومړي وزیر بن امین نتن یاهو سره د ټیلفوني خبرو څخه وروسته وکړ.

ګواتیمالا یو له هغو نهو هېوادونو څخه دی چې د ملګروملتونو په عمومي غونډه کې یې د هغې مسودې پرضد رایه ورکړه په کومه کې چې د ولسمشر ټرمپ هغه پرېکړه غندل شوې وه چې وايي بیت المقدس د اسرایلو پلازمېنه ده.

اسرایلو د ګواتیمالا لخوا ددوي په پلوي رایه ورکول ددوي زړورتیا بللې خو مورالیس دا نه دي ویلي چې د ګواتیمالا سفارت به کله انتقالیږي.

----------

افغان چارواکي وايي، په کابل کې د دوشنبې په سهار په شوي ځان وژونکي برید کې د ملي امنیت دوه کارکونکي او څلور ملکیان وژل شوي او دوه نور وګړي ژوبل شویدي.

داعش ډلې د پېښې پړه په غاړه اخیستې.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش وايي، چاودنه یوې امنیتي پوستې ته څېرمه شوې او برید کونکي غوښتل چې افغان امنیتي ځواکونه په نښه کړي خو هغه له یوه ملکي موټر سره لګېدلی دی.

دغه برید یوه اونۍ وروسته له هغه برید څخه ترسره شو چې په کابل کې د ملي امنیت د روزنې په یوه مرکز ترسره شوی و او داعش یې پړه منلې وه.

------------

روسیې او چین دواړو د دوشنبې په ورځ هیله څرګنده کړه چې د شمالي کوریا د اټومي او بالیسټیک میزایلو پر سر راپورته شوې لانجه دې له سولیزې لارې حل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دولتي خبري رسنۍ ته وویل، هېڅوک هم د کوریا په ټاپو کې جګړه نه غواړي او هیله یې څرګنده کړه چې امریکا به هم ددې ستونزې د حل په برخه کې له پوځي لارې څخه کار وا نه خلي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هوا چنینګ وویل، ټول هېوادونه باید له زغم څخه کار واخلي او د کوریا د ستونزې د حل په برخه کې باید رغنده هڅې ترسره شي.

چین دا هم ویلي و، چې د ملګرملتونو لخوا نوي لګول شوي بندیزونه به د شمالي کوریا خلک متاثره نه کړي او نه به هم په دغه هېواد کې شته اقتصادي ډګر ته کوم ضرر ورسوي.

-----------------------

ترکیې د یکشنبې په ورځ له عامه خدماتو څخه ۲۷۰۰ کارکونکي له خپلو دندو ګوښه کړیدي.

دا د ۲۰۱۶ کال د جولای د میاشتې د ناکامې پوځي کودتا راوروسته په ډلیزه توګه له دندو څخه د حکومتي کارکونکو د لیرې کولو تر ټولو نوې پېښه ده.

پدغو ۲۷۰۰ کسانو کې، علمي کسان، سرتیري او پوځي چارواکي شامل دي چې د انقرې په وینا له ترهګرو ډلو سره یې اړیکې درلودې.

د یوه بل بیړني فرمان له مخې ددفاع د خریدارۍ ادارې ته امر شوی چې خپل راپور دې ددفاع د وزارت پرځای ولسمشر رجب طیب اردغان ته ورکوي.

په ورته وخت کې د ۱۷ نورو ترکي ادارو او دوو ورځپاڼو د تړل کېدو امر هم شوی.

د تېر کال د ناکامې کودتا راهیسې تر ۵۰۰۰۰ زیات کسان په ترکیه کې نیول شویدي او تر یو نیم لک نورو خپلې دندې د هغو شکونو له امله له لاسه ورکړي چې ګواکې په امریکا کې میشت مذهبي مشر فتح الله ګولن سره یې اړیکې درلودې.

----------------------

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG