لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پولیو واکسین کې نه د "بش متیازې" او نه د "سوور وازګه" شته


په ۲۴م اکتوبر د ګوزڼ (پوليو) په نړيواله ورځ د ملګرو ملتونو او د نړۍ د يو شمېر مهمو شخصيتونو پيغامونه په خپل ځای خو په ټوقو ټوقو کې په سوشل ميډيا مشهورې "رور ته محتاجه" په نامه يوه پښتنه خپل ځانګړی پېغام لري.

په سوشل میډیا د "رور ته محتاجه" د پولیو پېغام په ښکاره د سوات د یوې پښتنې په سواتۍ لهجه کې دی. د هغې د پېغام یوه ځانګړتیا دا ده چې په پاکستان کې د پولیو پرضد تر ټولو زیات تبلیغات هم په سوات کې په یو وخت کې د پاکستاني طالبانو پخواني مشر مولا فضل الله کول.

ملا فضل الله به په ايف ايم ريډيو خلکو ته د پوليو د څاڅکو نه ورکولو حکم کولو او هم به يې مور پلار د جينکو د سکول په سر رټل او پيغورونه به يې ورکول. لکه د نورو مخاليفينو ملا فضل الله به هم يقين کولو چې د پوليو په ويکسين کې د سور وازګه ده او بله دا چې دا ښځې شنډوي چې د مسلمانانو نسلونه ختم شي.

يوه واقعه راياده شوه په مام ډيرۍ کې مې د ملا فضل الله سره مرکه کوله نو د نورو تپوسونو سره سره مې د پوليو د څاڅکو د مخالفت پوښتنه هم وکړه.

فضل الله چې په "ريډيو ملا" هم مشهور وو، راته وويل په شريعت کې د هر هغه مرض علاج روا نه دی چې ښکاره شوی نه وي. هغه په دې خبره نه پوهیدو چې دا رنځ يو ځل ښکاره شي نو بيا يې علاج نشته او يا دا چې د دې رنځ مخ نيوی وړاندې کول غواړي. په دلیلونو مو سر خوږ شو خو ګټه يې وه نه کړه.

د "رور ته محتاجه" وينا اثرناکه په دې ده چې په ټوقو ټوقو کې د پښتنو ټولنه کې زاړه پالې سوچ یا فکر ښکاره کوي. او د وینا طرز يې داسې وي چې په ښکاره خو د پوليو څاڅکو ته بد وايي خو داسې ټکي کاروي چې په اصل کې يې پيغام دا وي "د ناپوهۍ ښکار شوو پښتنو ستاسو سره اخېر د انګريزانو څه دښمني ده چې د پولیو په څاڅکو کې درته د بش متيازې اچوي؟".

په ويډيو کې د خپل ځوي پروت خان سره بحث کوي چې په نوره دنيا کې هم څاڅکي شته خو هغه بل شان دي او پښتنو له يې بل شان څاڅکي رالېږلي دي پښتنو له يې پکې دوايي اچولې ده چې دوی د دنيا نه ختم شي.

پروت خان ورته په مخصوصه سواتۍ لهجه کې وايي ٫٫ يره مور دا ته څنګه خبرې کوې اخېر په دنيا کې پښتنو ته د پوليو د څاڅکو نه څه تکليف دی او اخر دا بش به څومره متيازې کوي چې د پوليو په ټولو څاڅکو کې به يې په پښتنو څښي؟".

"رور ته محتاجه" ورته په قهر وايي ٫٫ ته په څه پوهېږې دا خو ماته شاه پپو خان، چې د رور ته محتاجه دويم زوی دی، ويلي وو چې اچوي پکې هنه.٬٬

"او دا ګوډ او روغ خو د خلکو په قسمت کې ليکلی وي ولې د پاجه بق ملک هغې ګوډ ځوي ته وګوره داسې ښکلی واده يې ورله کړی او داسې ښاېسته ښځه يې ده نو دی به د واده نه، نه پاتې کيږي. وو خو بس د بش متيازې پې نه څښمه وو. نه يې پرېږدمه دغې ته يې نه پرېږدمه. نور رانه غلی کېنه بلډ پرېشر مې خيژي".

اوس درته په نړۍ کې د پوليو په رنځ اخته سيمې درښايم او دا دې هم هر چاته څرګنده وي چې په ټوله نړۍ کې پوليو يواځې د پښتنو په خاوره کې لا شتون لري او نورې نړۍ ترې ځان خلاص کړی دی.

د پوليو رنځ په کال ٢٠١٦م کې په نايجريا کې قابو کړل شوی او هم دغه شان په کال ٢٠١۴م کې پرې په عراق کې قابو موندل شوې ده. خو يواځينۍ سيمه چې په کال ٢٠١٨م کې پکې اتلس ماشومان شل شوي دي په پاکستان کې څلور او په افغانستان کې څوارلس او دا ټول د پښتنو په سيمه کې دي.

د پوليو د وايرس په اړه ډاکټر مشتاق وايي پښتنو له پکار ده چې د پوليو په وايرس زر تر زره قابو ومومي ګني دنيا به د پوليو وايرس د پښتون وايرس په نوم وپيژني او بله دا د پښتنو تګ راتګ به د نورې نړۍ سره د غټ ګواښ سره مخ شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG