لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په X یا ټوېټر د بندیز درې میاشتې او ۲۰ ورځې وشوې


په پاکستان کې اېکس، پخوانی ټوېټر، د فېبرورۍ د ۱۷ نېټې راهسې تړل شوی دی. د دې نه مخکې د یو لوړ رتبه حکومتي چارواکي په عامو انتخاباتو کې د درغلۍ دعوې کړې وي او په ټوېټر د هغه خبرې خپرې شوې وي. وروسته دغه چارواکی د خپلو دعوو نه په شا
په پاکستان کې اېکس، پخوانی ټوېټر، د فېبرورۍ د ۱۷ نېټې راهسې تړل شوی دی. د دې نه مخکې د یو لوړ رتبه حکومتي چارواکي په عامو انتخاباتو کې د درغلۍ دعوې کړې وي او په ټوېټر د هغه خبرې خپرې شوې وي. وروسته دغه چارواکی د خپلو دعوو نه په شا

په پاکستان کې اېکس، پخوانی ټوېټر، د تېرو دریو میاشتو نه د زیات وخت راهسې بند دی او د پېښور یونېورسټۍ ځینو طالب علمانو په اېکس په بندیز د مایوسۍ اظهار کړی، وايي په چټکتیا معلوماتو ته لاس رسی نه شي کولی، په مختلفو مسلو د خپلې رای څرکندونه او د نورو د نظر نه ځان نه شي خبرولی.

د وي او ای ډیوه سره خبرې کوونکو طالب علمانو وویل په اېکس د پابندۍ نه تنګ شوي دي او غوښتنه يې وکړه چې په اېکس پابندي دې ختمه کړی شي.

زدکونکی نبیل علي خان وايي په ټوېټر د بندیز له امله د معاشرې مسلې مخې ته نه راځې او هم ترې خلک خبرېږي.

خان وویل په ميډیا د ریاست اختیار دی "نو هغوي چې کوم ایشوز (مسلې) غواړي چې د خلکو مخې ته راوړي نو هغه راشي او چې کوم نه غواړي نو هغه د خلکو د مخې نه سایډ (یو طرف ته) کي."

په پاکستان کې حکومتي چارواکي په مطبوعاتو د قدغنونو خبره ردوي او پخواني وزیراعظم عمران خان خو ویلي وو چې په پاکستان کې میډیا د مغربي ملکونو نه هم زیاته ازاده ده.

د پاکستاني چارواکو د وېنا برعکس د مطبوعاتو د ازادۍ تنظیمونه او فعالان وايي پاکستان په هغه ملکونو کې شامل دی چې د رای ازادي په کې د مسلو ښکار ګڼل کېږي.

د پېښور یونېورسټۍ د صحافت د څانګې ډیرو طالب علمانو دا هم فکر کولو چې په پاکستان کې په میډیا بندیش او داسې ډول قوانینو سره د دوی د بیان ازادي هم محدوده شوې ده.

زدکونکې لایبه علي وايي په اېکس د بندیز نتیجه دا ده چې خلک په ازاده خبرې نه شي کولی او "مونږ د ترقۍ نه ډیر شاته روان یوو."

هغې وویل د ازاد ملک تقاضا دا ده چې خلک هر څنګه خبره کولی شي او داسې څه ردعمل نه وي جې خلک د وېنا نه منع کړی شي.

طالب علمه عروبه ابراهیم وايي سوشل میډیا هر چا ته د مخې تګ موقع او د غږ پورته کولو موقع ورکوي. هغې وویل اېکس د سوشل میډیا د نورو نه زیات استعمالېدونکی پلېټ فارم دی او غوښتنه یې وکړه چې اېکس دې ازاد کړی شي.

په پاکستان کې اېکس، پخوانی ټوېټر، د فېبرورۍ د ۱۷ نېټې راهسې تړل شوی دی. د دې نه مخکې د یو لوړ رتبه حکومتي چارواکي په عامو انتخاباتو کې د درغلۍ دعوې کړې وي او په ټوېټر د هغه خبرې خپرې شوې وي. وروسته دغه چارواکی د خپلو دعوو نه په شا و.

د اپرېل په میاشت کې چې په اېکس د بندیز دوه میاشتې پوره شوې وې، د پاکستان داخله وزارت د اسلام اباد های کورټ ته ویلي وو چې اېکس د استخباراتي ادارو د معلوماتو وروسته تړل شوی دی.

په دغه موقع د کورنیو چارو وزارت عدالت ته خپل رپورټ کې وویل په ټوېټر/اېکس د پابندۍ فېصله د قومي امنیت ساتنې په مفاد، د عامه امن بحال ساتلو او د قوم سالمیت ساتلو په غرض شوې ده.

د مارچ په میاشت کې الېکټرانېک میډیا د سرپرستۍ حکومتي ادارې پاکستان ټېلې کمیونیکېشن اتارټي، پي ټي ای، سند های کورټ ته وویل چې د داخله ورازت په خواست يې په ټوېټر پابندي لګولې ده. د دې نه مخکې په حکومتي چارواکو په اېکس د بندیز خبره ردوله، او وېل به يې چې په دې اړه په رسمي ډول څه اعلان نه دی شوی.

ګڼ شمېر پاکستانیان چې په کې د حکومت وزیران هم شامل دي، د وي پي اېن دلارې اېکس استعمالوي چې په دې وېب پاڼه د بندیز د عملي کېدو په اړه پوښتنې راپورته کوي. کله نه کله اېکس په عارضي توګه بحال هم شي چې د بندیز په اړه ګډوډي پېدا کوي چې لرې کړی شوی دی او که لا بحال دی؟

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG