لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکراین صدر وایي "د اوږدو بحثونو" پر ځای دې ورسره د پوځي مرستې په برخه کې عمل وشي


د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل له هېواد سره دې یې د پوځي مرستو خصوصاً د هوایي دفاع په برخه کې عملي اقدام وشي. هغه وایي کوم هېواد چې د روس د یرغل پای ته رسېدل غواړي په جون کې دې د سویټزرلېنډ د امن په سرمشریزه کې د دوی له هڅو سره ملګري شي.

نوموړي دا غوښتنه د روس له هغو هوایي بریدونو وروسته کړې چې د اوکراین د پوځ په وینا تېره شپه یې د 42 میزایلو او 40 ډرون الوتکو په وسیله یې کړي‌ وو.

صدر زلنسکي پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي، "که د روس میزایل او «شهید» ډرون نه یواځې پر اوکراین بلکې زموږ د متحدینو پر ارادو بریدونو ته دوام ورکړي، دا د ترهګرۍ له نړیوال جواز سره برابر وي".

صدر زلنسکي وایي د روس په وروستیو بریدونو کې یې د خارکیف، پایتخت کیف، زاپورېژیا، لفیف او اوډیسه سیمې په نخښه شوې دي او د ده په وینا "روسي ترهګرو" یې یو ځل بیا مهم ځایونه په هدف کړي دي:

"موږ هوایي دفاعي نظام او نورو دفاع مرستو ته اړتیا لرو، نه دا چې سترګې پټې کړو او اوږد بحثونه وکړو".

د اوکراین هوایي ځواک وایي د هېواد هوایي دفاعي ځواکونو یې د روس له 40 څخه 39 ډرون ویشتلي او را غورځولي او په 42 میزایلو کې یې 18 تباه کړي دي.

د اوکراین د بجلۍ چلوونکې اداره اوکرینرګو وایي د روس هوایي بریدونو یې په پینځو جلا جلا سیمو کې اډاڼې زیانمنې کړې دي.

د خارکیف ګورنر اولیه سیني هوبوف ویلي، د روس 10 میزایل پر خارکیف ښار باندې لګېدلي دي، چې وایي په دغو بریدونو کې د انرجۍ اډاڼې په نخښه شوې دي او تر دوه لکه زیات خلک یې له بجلۍ محروم کړي دي.

د لفیف ښار ځایي ګورنر مېکسیم کوزیڅکي وایي د روسي بریدونو له کبله د ګېس پر تنصیباتو او د بجلۍ په یوه سب سټېشن کې اور لګېدلی دی. د اوډیسه ښار ګورنر اولیه کیپر هم د تباه شوي ډرون له ملبو څخه د انرجۍ په تنصیباتو کې د اور لګیدو خبر ورکړی دی.

بل لور ته د روس د دفاع وزارت د پنجشنبې- زیارت په ورځ ویلي، د اوکراین هغه برید یې ناکامه کړی دی چې وایي د 12 ډرون الوتکو په مرسته یې غوښتل پر څو سیمو بریدونه وکړي.

د روس د بهرنیو چارو وزارت ویلي، درې ډرون الوتکې یې په کرسک، درې په تامبوف، دوې په بلګورود، دوې په موردویا او یوه یوه یې په براینسک او لیپیڅک سیمو کې تباه کړې دي.

امن کانفرنس

سویټزرلېنډ د چارشنبې- شورو په ورځ وویل په جون میاشت کې به د لوړې کچې نړیوال کانفرنس کوربه وي چې وایي هدف یې د اوکراین دوه کلنه جګړه پای ته رسول دي خو دا یې ومنله چې د سولې په بهیر کې د روس ګډون امکان نه لري.

کانفرانس د جون پر 15- 16 لوسرن ښار ته نیژدې کیږي چې ټاکل شوې د لسګونو هیوادونو اعلی چارواکي ور وبلل شي. د سویټزرلېنډ «نیو زیوریخ ټایمز» ورځپانې خبر ورکړی چې کېدای شي د امریکې ولسمشر جو بایډن هم پکې ګډون وکړي خو سپینه ماڼۍ وایي په دې اړه لا پریکړه نه ده شوې.

د دې کانفرنس پلان په وروستیو میاشتو کې صدر زلنسکي او د سویټزرلېنډ د بهرنیو چارو وزیر ایګنازیو کاسیس جوړ کړی وو. ښاغلي کاسیس ویلي وو کانفرنس ته به تر 100 د زیاتو هیوادونه استازي ور بلل کیږي.

د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تېره اوونۍ خبرداری ورکړ چې په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره هر ډول خبرې اترې یواځې هغه مهال بریالۍ کېدای شي چې د ماسکو ګټې په پام کې ونیول شي. هغه د سویټزرلېنډ د امن کانفرنس د کیف لپاره د پراخ نړیوال ملاتړ لپاره د لوېدیځ یوه دسیسه وبلله.

د اوکراین صدر زلنسکي پر خپل ایکس لیکلي، هر هغه مشر او هیواد چې غواړي د روس یرغل په ریښتینې او له انصاف سره سمه سوله باندې پای ته ورسیږي، موقع لري چې د دوی په نړیوالو هڅو کې برخه واخلي او د سویټزرلېنډ د امن په لومړي کانفرنس کې ګډون وکړي

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له رویټرز، اې پي او اې ایف پي څخه اخیستل شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG