لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فلسطيني چارواکي وايي د اسرایل په بمبارۍ کې ۱۸ کسان وژل شوي دي


د فلسطيني کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو څانګې یواېن ار ډبلیو ای، مشر فېلېپ لزاریني په اېکس یو پېغام کې وویل لږ تر لږه ۴۰۰۰۰۰ فلسطینیان د غزه په شمال کې ګېر دي
د فلسطيني کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو څانګې یواېن ار ډبلیو ای، مشر فېلېپ لزاریني په اېکس یو پېغام کې وویل لږ تر لږه ۴۰۰۰۰۰ فلسطینیان د غزه په شمال کې ګېر دي

فلسطیني چارواکو د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د غزه په مرکزي او شمالي برخو کې تېره شپه د اسرایل په حملو کې ۱۸ کسان وژل شوي دي.

په حملو کې د غزه په جنوب کې د کډوالو النصیرت او برېج کېمپونه او په شمال کې جبلیه کېمپ ویشتل شوی دی.
د اسرایل پوځ د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په غزه کې يې د حماس په وسله والو هوايي او ځمکنۍ حملې کړي دي.

ملګرو ملتونو وویل د جګړې او د اسرایل د انخلا احکاماتو د ملکی فلسطینیانو دپاره څه ځای نه دی پرېښودی چې ورشي.

د فلسطيني کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو څانګې یواېن ار ډبلیو ای، مشر فېلېپ لزاریني په اېکس یو پېغام کې وویل لږ تر لږه ۴۰۰۰۰۰ فلسطینیان د غزه په شمال کې ګېر دي. هغه وویل ډېر خلک د انخلا دپاره د اسرایل احکامات د منلو نه انکار کوي ځکه چې ورته معلومه ده چې په غزه کې هېڅ ځای محفوظ نه دی.

بلخوا، اسرایلي ځواکونو د شورو، چهارشنبې، په ورځ په جنوبي لبنان کې د حزب الله وسله والې ډلې خلاف حملې وکړې. اسرایلي پوځ وویل د نهې، سه شنبې، او د شورو، چهارشنبې، په ورځ جګړه کې يې درې عسکر زخمیان شول.

حزب الله د اسرایل په شمالي علاقه د توپې او راکټې وچلولې او په اسرایل کې د خطرې سایرنې او غږېدلې.

د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل ځواکونو يې د حزب الله د وژل شوي مشر حسن نصرالله ممکنه جانشین، هاشم صفي الدین، هم وژلی دی. صفي الدین د نصرالله تربور و او توقع کېدله چې د نصرالله د وژل کېدو وروسته به هغه د تنظیم مشر شي.

د لبنان ولس ته په یو وډیو پېغام کې نېټن یاهو وویل د حزب الله صلاحیتونه يې کم کړي دي، د نصرالله په شمول په زرګونو وسله وال يې وژلي چې په کې د اسرایلي وزیراعظم په قول د نصرالله متبادل، د هغه د متبادل متبادل هم شامل دي.

حزب الله په سمدسي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي. حزب الله په عمومي توګه د خپلو وژل شویو کسانو تصدیق کوي.

نېټن یاهو وویل اسرایل به د هېواد په شمالي برخو کې د لبنان د پولې سره نږدې سیمو کې حزب الله سره د جګړې په سبب بې کوره شوي خلک کورونو ته ستنوي. په تېر یو کال کې د اسرایل د پولې دننه لږ تر لږه ۴۹ کسان وژل شوي دي. د لبنان لوري ته په دې وخت کې د ۵۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي.

د اسرایل او د لبنان په پوله د اسرایل او د حزب الله جګړې د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې راهسې شروع شوي دي.

په اسرایل د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي دي او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو. وېل کېږي چې تر ۱۰۰ پورې یرغمالان د حماس په ولکه کې دي. ځینې تېر کال په عارضي جنګ بندۍ کې د فلسطيني قېدیانو د ازادۍ په تبادله کې خوشي کړی شوي دي خو تر ۱۰۰ پورې نور لا د حماس په ولکه کې دي.

د حملې په جواب کې اسرایل د حماس خلاف په غزه کې جنګ شروع کړی چې په کې د غزه د صحت وزارت ترمخه د ۴۲۰۰۰ نه زیات فلسطينیان وژل شوي او د ۹۷۷۰۰ نه زیات نور کسان زخمیان شوي دي. د غزه د صحت وزارت وايي په وژل شویو کسانو کې زیاتره ښځې او ماشومان شامل دي. د اسرایل پوځ وايي په غزه کې په زرګونو وسله والو هم وژل شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG