لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان او ډېره اسماعیل خان کې وسله والو سره نښتو کې یو پوځي وژل شوی، 29 ژوبل


د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو بر جنوبي وزیرستان او ډېره اسماعیل خان کې د پاکستاني پوځ او وسله والو ترمنځ نښتې شوي چې پکې یو پوځي وژل شوی اؤ 29 نور ژوبل شوي دي.

امنیتي چارواکو د نښتو پرمهال د 11 وسله والو د وژل کېدو دعوه هم کړې ده خو ازادو سرچېنو دا دعوه نه ده تصدیق کړې.

امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي چې د بر جنوبي وزیرستان په مکین او سرا روغه پړتګۍ سیمه کې تېره ورځ د وسله والو او امنیتي عسکرو ترمینځ د ډزو تبادله شوې.

دوی ویلي په پړتکۍ سیمه کې د ډزو په نتیجه کې یو پاکستانی پوځي وژل شوی او 25 نور ژوبل شوي دي.

سرچینې وایي په مکین سیمه کې د شوې نښتې په مهال درې وسله وال وژل شوي دي.

عملیاتو کې چټکتیا :

په بر جنوبي وزیرستان کې دا پېښې په داسې حال کې شوې چې د دسمبر په 21مه نېټه د شپې په مهال د مکین په لیټا سار سیمه کې د ایف سي پر امنیتي پوسته وسله‌وال برید شوی ؤ اؤ د پاکستان پوځ دغه برید کې د شپاړسو پوځیانو وژنه تایید کړې وه اؤ له هغې وروسته یې په سیمه کې عملیات پيل کړې دي.

‎د پاکستان پوځ د عملیاتو په پایله کې د دسمبر په 24مه سره روغه کې د 13ؤ وسله والو اؤ د دسمبر په 26مه د اووه وسله والو د وژلو دعوې کړې وې.

‎ځايي خلک وايي له دې پېښې وروسته امنیتي ځواکونو په سیمه کې ځایي خلکو ته د عملیاتو په ترڅ کې د کورونو خالي کولو امر کړی دی.

‎د ځایي چارواکو د دې پرېکړې پرضد نن (ګل - دوشنبه)مکین کې د مسید قام لویه جرګه کیږي، مشران وايي نور د ناامنۍ زغم نه لري .

جنوبي وزیرستان د کال 2009م د راه نجات عملیاتو پر مهال د هر قسمه ناامنۍ نه پاک ګرځول شوی ؤ.

ډیره اسماعیل خان کې ځانمرګی برید :

په ورته وخت کې دخېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې هم په یوه پوځي پوسته برید شوی چې پکې څلور پاکستاني پوځیان ژوبل شوي دي.

امنیتي سرچینې او پولیس وايي اوړمه شپه د کلاچي تحصیل په هتھاله کنوړي سیمه کې یو ځانمرګي تن له بارودو ډک ګاډی د پوځ له مرکز سره ټکر کړی او بیا تر هغې وروسته نورو وسله والو حمله کړې ده.

امنیتي سرچینې وايي په ساتنه مامورو عسکرو دا برید په شا تمبولی او په پېښه کې څلور عسکر ژوبل شوي دي.

پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم چا د دې برید زمه واري منلې ده.

پښتونخوا کې د ترهګرۍ چټک شوی بهیر :

د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو او په ځانګړې توګه جنوبي او قبایلي ضلعو کې د ناامنۍ پېښې په دې ورستیو کې زیاتې چټک شوې دي.

د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمه وایي سږکال په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ 670 پېښې مخې ته راغلي چې په دې کې 204 امنیتي عسکر اؤ 174عام وګړي وژل شوي دي.

د ترهګرۍ ضد محکمې (سي ټي ډي) د رپورټ له مخې روان کال 2024م کې د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې پېښې د پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې شوي دي چې شمیره یې 121 ده.

د رپورټ تر مخه په بنو کې د ترهګرۍ 116 اؤ په خېبر کې 80 پېښې مخې ته راغلي دي.

رپورټ کې ویل شوي چې سږ کال خېبر پښتونخوا کې په شوؤ ترهګریزو بریدونو کې 149 پولیس وژل شوي اؤ 232 نور ژوبل شوي دي.

همدا شان په دې کال کې د وسله والو لخوا شوؤ بریدونو کې 174عام وګړي وژل شوي اؤ 275 نور ژوبل شوي دي.

رپورټ کې دعوه شوې ده چې صوبه کې د ترهګرو په ضد شوؤ عملیاتو کې 212 وسله وال شوي.

د رپورټ تر مخه تر ټولو زیات وسله وال په په ډيره اسماعیل خان کې وژل شوي چې شمیره یې 80 ښودل شوې.

همدا شان په بنو کې د 41، په خېبر کې د 23 اؤ په شمالي وزیرستان کې د 19 وسله والو د وژلو دعوه شوې ده.

د سي ټي ډي په رپورټ کې ویل شوي چې د روان کال په مهال خېبر پښتونخوا صوبه کې د ترهګرو بریدونو کې د 204 امنیتي عسکرو د وژل کېدو تر څنګ 383 نور ژوبل شوي هم دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG