د امریکا مشهور پاډکاسټر جو روګن سره په یوه اوږده مرکه کې د مېټا (فېس بوک) مالک مارک زوکر برګ ویلي په پاکستان کې یو چا هڅه کوله چې هغه ته د مذهب د سپکاوي په تور د مرګ سزا ورکړل شي.
“هغوی زما پر ضد د جرم کولو قضیه شورو کړې وه. ما ته پته نشته چې کله (دا کار شوی)، زه پاکستان ته د تللو اراده نه لرم نو ځکه اندېښمن نه یم.”
د ښاغلي زوکربرګ او جو روګن تر منځ د خبرو اترو دغه پاډ کاسټ د یوې میاشتې راسې په یوټیوب پروت دی او ښيي چې نزدې نهه ملینه خلکو یاد پاډکاسټ پورا یا نیمګړی کتلی دی.
پاکستان کې تر اوسه کوم حکومتي چارواکي یا خبري ادارې د دې خبرې پخلی کړی نه دی چې چا او کوم ځای کې د مېټا د مشر مارک زوکربرګ خلاف د مذهب د سپکاوي مقدمه (فضیه) پېل کړی او یا یې د پېل کولو هڅه کړې ده.
د دوه ساعته او ۵۰ منټو اوږده مرکه کې ښاغلي زوکر برګ ووېل چې کوم چا په فېس بوک د پېغمبر اسلام عکس یا خاکه اچولې وه، نو ځکه د هغه پر ضد کوم چا هلته (پاکستان کې) مقدمه پېل کړې وه.
د جو روګن سره په یاد پاډکاسټ کې مارک زوکربرګ چې کله د نورو هېوادونو (یا ټولنو) سره په کلتوري توپیر خبرې کولې نو په پاکستان کې یې د ځان پر ضد د مقدمې خبره د مثال په توګه وکړه.
هغه ووېل نړۍ کې داسې ځایونه شته چې جدا قدرونه (دودونه) لري، چې د دوی د بیان د ازادۍ د چوکاټ خلاف دي.
هغه ووېل (نور ځایونه) غواړي د دوی مخه ونېسي، د دوی په شیانو بندیزونه پورې کړي، هلته حکومتونه غواړي په خلکو فشار واچوي، بندي یې کړي.
“زما په فکر دا د هغو شیانو نه یو دی چې د امریکا حکومت کولای شي چې د ټېک شرکتونو د دفاع ملاتړ وکړي.”
Forum