لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د ټاکنو د پایلو په اړه د امریکا د حکومت دریځ


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو تازه خپور کړي بیان کې د پاکستان په ټاکنو کې له ترهګرو سره د تړولو کسانو د ګډون په اړه ژوره اندېښنه ښودلې خو د پاکستاني وټرانو (رایه ورکوونکو) لخوا یې د هغوی د ردولو ستاینه کړې.

په بیان کې راغلي دي، لکه څرنګه چې د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن لخوا ویل شوي، امریکا هم له ټاکنو څخه مخکې د موجوده اندېښنو په اړه ورته اندېښنې لري.

په دغو اندېښنو کې د کمپاین پرمهال د بیان په ازادۍ باندې لګېدلي بندیزونه له هغو اهدافو سره په ټکر کې وو چې د پاکستاني چارواکو لخوا د ټاکنو د شفافیت په برخه کې ټاکل شوي وو.

اعلامیه وړاندې لیکي، امریکا د اروپايي ټولنې د ټاکنو له څارونکو سره همغږې ده چې وايي که څه هم د ټاکنو لپاره په حقوقي برخو کې ځینې مثبت بدلونونه راغلي وو خو د بیان په ازادۍ باندې د بندیزونو او کاندیدانو ته د کمپاین لپاره د یو ډول موقع نه ورکولو له امله په ټاکنو باندې د درغلیو سیوری پرېوت.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په دغه خپور شوي بیان کې همدرانګه ویل شوي چې یو ځواکمن ملکي حکومت او د مدني ټولنې بنسټونه د پاکستان د اوږد مهاله ثبات لپاره مهم دي.

په بیان کې دا هم راغلي دي چې، امریکا به له خپلو نړیوالو شریکانو سره په ګډه د سیاسي ګډون لپاره فرصتونه زیات کړي تر څو ټول پاکستانیان پکې له خپل ګډون سره ډیموکراټیک بنسټونه لا ځواکمن کړي.

بیان زیاتوي، کله چې د پاکستان ټاکل شوي مشران یو نوی حکومت جوړ کړي نو امریکا به له دوی سره د امنیت، ثبات او د جنوبي اسیا د نیکمرغۍ په برخه کې په ګډ کار کولو باندې غور وکړي.

په بیان کې همدارنګه د ټاکنو په ورځ په کوټه کې د رایه ورکونې په یو مرکز باندې د برید په څېر د ترهګرو هغه هڅې غندل شوي دي چې غوښتل یې د ټاکنو دغه بهیر ټکنی کړي.

په بیان کې د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي ښودل شوې او ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په دغه خپور شوي بیان کې دا هم ویل شوي چې امریکا د ښځو په ګډون د هغو پاکستانیانو قدرداني کوي چې خپله رایه یې د خپل هېواد د راتلونکې لپاره کارولې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG