لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندي چارواکو د آی اس آی یو جاسوس نیولی


هندي چارواکو له اتراکنډ نومې سیمې څخه یو تن د پاکستان استخباراتي ادارې (آی اس آی) ته د جاسوسۍ په تور نیولی دی.

رمېش سېنګ هغه کس و چې د ای اس ای د ادارې ایجنټانو ته یې څو ځله اجازه ورکړې وه چې په اسلام اباد کې هغې ودانۍ ته ننوځي چې په کې هندي ډپلوماټان اوسېدل.

د هند د قانون او نظم د ادارې مرستیال انند کومار د زیارت یا پنجشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې رمېش ته پیسې په ډالرو کې ورکول کېدې.

(رمیش به دا ډالر په ډیلي کې په روپیو بدلول او بیا به یې خپل کلي ته وړل.)

د هندوستان د ترهګرۍ ضد چارواکو رسنیو ته ویلي دي چې رمېش د هندي ډپلوماټانو په کور کې د اشپز (لنګري) په توګه کار کاوه او د ای اس آی ایجنټانو ته به یې اجازه ورکوله چې په ساعتونو د هندي ډپلوماټانو د کور د باندې خپلې موټرې ودروي.

خبر زیاتوي چې رمیش دغه دنده د خپل هغه ورور په سپارښتنه ترلاسه کړې وه څوک چې د هندوستان په پوځ کې کار کوي خو هندي چارواکي وايي چې ورور یې په دې پېښه کې تورن نه دی خو پوښتنې به ترې وشي.

هندي چارواکي دا هم وايي، چې رمېش دا منلې ده چې نورو پاکستاني استخباراتي ایجنټانو ته یې هم لږ تر لږه څلور ځله اجازه ورکړې چې د هندي ډپلوماټانو دغې ودانۍ ته ننوځي.

دوی دا هم وايي، چې له رمېش څخه یې یو موبایل او درې سېم کارتونه ترلاسه کړیدي او دا مهال پرې عدلي پلټنې روانې دي.

خبر زیاتوي، رمېش په ۲۰۱۵ کال کې په اسلام اباد کې د هندي ډپلوماټانو په ودانۍ کې دنده ترلاسه کړې وه او په ۲۰۱۷ کال کې بېرته هند ته ستون شوی دی.

هند تر دې مخکې هم ځینې هندي چارواکي پاکستان ته د جاسوسۍ په تور نیولي وو.

تر دې وړاندې د جاسوسۍ په تور وروستۍ نیول شوې ډپلوماټه مدهوري ګوپتا نومېدله چې د مې د میاشتې په ۱۹ نېټه ورته د ډیلي د یوې محکمې لخوا د درې کاله بند سزا واورول شوه.

د نوموړې په اړه ویل شوي وه چې د پاکستان آی اس آی ته یې داسې معلومات ورکړي و چې له امله یې سخت امنیتي ګواښ رامنځ ته کېدای شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG