لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ او پوتین په روان کال کې بیا سره نه ګوري


سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر ډانلډ ټرمپ او ویلادیمیر پوتین به تر راتلونکي کاله پورې بیا سره نه ویني.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن وویل، ولسمشر ډانلډ ټرمپ غواړي تر هغو پورې انتظار وباسي تر څو د امریکا د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه د رابړټ میولر پلټنې بشپړې شي.

دغه بیان په داسې حال کې رامنځ ته شو چې امریکا اعلان وکړ چې دوی داسې پلان نه لري چې په کرایمیا کې د روسیې د ۲۰۱۴ کال له تیري سره موافقه وکړي.

امریکا دا هم وویل، چې د ماسکو په وړاندې به تر هغو پورې خپل اقتصادي بندیزونه لېرې نه کړي تر څو کرامیا بېرته د کیف تر واک لاندې رانشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل، روسیې په کرایمیا باندې د برید له امله له هغه نړیوال قانون څخه سرغړونه کړې چې وايي هېڅ هېواد په زور سره نشي کولای چې له نورو سره خپلې پولې بدلې کړې.

دغه لوړ پوړي ډپلوماټ دا هم وویل، چې مونږ باید د نړیوالو قوانینو له مخې د نورو هېوادونو ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی ولرو خو روسیې په کرایمیا باندې د یرغل له امله له نړیوالې ټولنې څخه ځان جلا کړ.

د پمپیو دغه څرګندونې لږ مخکې له دې وشوې چې د سنېټ د بهرنیو چارو په کمېټه کې د ګڼو نړیوالو مسلو په اړه د وکیلانو پوښتنې ځواب کړي.

ددغو مسلو په سر کې په هېلسېنکي کې د ټرمپ او د پوتین د تېرې اونۍ خبرې وې چې کابو دوه ساعته له رسنیو څخه په پټه ترسره شوې.

په دغو خبرو کې یواځې د دواړو ولسمشرانو ژباړونکو برخه اخیستې وه.

ټرمپ له دغو خبرو وروسته وویل چې د یوکراین د مسلې ترڅنګ په یو شمېر نورو مسلو سره وغږېدل خو ددغو خبرو په اړه یې نور جزیات ور نه کړل.

پمپیو وویل، د ټرمپ د جون د میاشتې له سرمشریزې سره د پیانګ یانګ لخوا د اټومي وسلو د ودې او پرمختګ ګواښ هم راکم شویدی.

په هېلسېنکي کې د ټرمپ د خبرو پر سر چې ګواکې روسیې د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنه نه ده کړې په واشنګټن کې په پراخه توګه نیوکې وشوې.

د امریکا د استخباراتي ادارې چارواکي وايي، روسیه یو ځل بیا هڅه کوي چې د امریکا د نومبر په ټاکنو کې لاسوهنه کوي، که څه هم د ټرمپ د ادارې چارواکو ژمنه کړې چې مخه به یې نیسي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG