لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د راروانو ټاکنو په درشل کې رسنۍ ګواښل کېږي


د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د انګلیسي ژبې ورځپاڼې ډان په وېشلو باندې د بندیز له امله ګڼو ژورنالستانو، ټولنیزو ادارو ا وسیاستوالو سختې نیوکې کړي دي.

یادو کسانو همدرانګه په پاکستان کې د چاپي او برېښنايي رسنیو په زوره تړلو، د ژورنالستانو په وړاندې تاوتریخوالي او د هغوي تښتولو، په کورونو باندې یې د چاپو لګولو او د تلوېزیوني چینلونو د خپرونو په درولو سختې اندېښنې څرګندې کړي دي.

د عوامي نشنل ګوند مشره او د ټولنیزو رسنیو یوه کارکونکې بشرا ګوهر وايي:

" دا ډیر زور زیاتی دی چې په میډیا باندې بندیزونه لګول کیږي. اندېښنه په دې کې ده چې تر اوسه هم په دې اړه ښکاره خبره نه کیږي چې دا څوک دي چې رسنۍ بندوي او یا هغوي سانسور کوي. "

تېره ورځ د ډان ورځپاڼې د ادارې لخوا په یو بیان کې ویل شوي وو، چې د تېرې میاشتې راهیسې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د دغې ورځپاڼې د وېشلو په بهیر کې خنډونه جوړیږي، کارکونکو ته یې ګواښونه کیږي، ځورول کېږي او ویرول کیږي.

د اسلام اباد د پرېس کلپ مشر شکیل انجم له ډیوه راډیو سره په خبرو کې وویل:

" اوسني حالات د پخواني امر ضیاالحق له جبر څخه هم زیات خراب دي. هغه وخت به خلک نیول کېدل، په کوړو (لښتو) به وهل کېدل او هر څه ښکاره وو، خو اوس خلک زورول کېږي، په ورځپاڼو بندیزونه لګول کیږې او دا نه ښکاری چې دا کارونه څوک کوي؟ "

ده وړاندې وویل، په فکر او سوچ باندې جبري بندیز نه شي لګول کېدای.

په پاکستان کې د خبریالانو مرکزي ادارې له لنډ مهاله وزیر اعظم ناصر المک او د پاکستان له ستر قاضي میا ثاقب نثار څخه ددغو حالاتو د څېړلو غوښتنه کړې ده.

بل لوري ته د سنېټ پخواني چېرمن رضا رباني په خپل یو بیان کې ویلي، په رسنیو باندې له دغه بندیز څخه دا څرګندیږي چې د وفاق د کمزوره کولو تر شا یو پټ غټ لاس دی.

د یو بل خبر له مخې د یوې ژورنالستې او د ټولنیزو رسنیو فعالې ماروي سرمت په کور هم نا معلوم کسان ننوتي او د دوی لپټاپ او ټیلیفون یې ترې غلا کړیدي.

ماروي سرمت په خپلو لیکونو او مقالو کې په تېرو وختونو کې د پاکستان په پوځ باندې سختې نیوکې کړې وې.

په دوی باندې په کال ۲۰۱۲ کې هم برید شوی وو، چې په کې هغه بچ شوې وه.

په پاکستان کې د رسنیو او ژورنالستانو په وړاندې تاوتریخوالی په داسې کې ترسره کیږي چې په تېرو ورځو کې د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور د یوې خبري غونډې پر وخت ویلي وو، چې ډېر هغه خلک او ادارې یې تر څارنې لاندې دي کومو چې د پاکستان په پوځ باندې سختې نیوکې کړې وې.

د ژورنالستانو د ژغورنې ادارې (سي پي جی اشیا) په یو بیان کې پر پاکستاني چارواکو باندې غږ کړی چې د رسنیو په وړاندې دې خنډونه لري کړي ځکه له داسې خنډونو سره په جولاي کې د راتلونکو عمومي ټاکنو شفافیت اغیزمن کېدای شي.

بل لوري ته، په اترېش کې د مطبوعاتو خپلواک انستیتوت له پاکستاني رسنیو سره د دغه هېواد د پوځ د ناسم چلند په اړه په یوه تازه راپور خپور کې ویلي وو چې په پاکستان کې یې د مطبوعاتو د ویرې او ډار زیاتې پېښې ثبت کړي دي.

دوی دا هم ویلي وو، چې د پاکستان پوځ د ټاکنو په درشل کې د سیاسي نیوکو د مخنیوي لپاره د پاکستان رسنۍ او مطبوعات ډاروي او په ځینو پېښو کې یې ګواښلي هم دي.

د دغه راپور په اساس د پاکستان پوځ د منتقدو رسنیو او مطبوعاتو ځینې مشران ګواښلي او ان په ځينو پېښو کې یې نیولي هم دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG