ښايي امریکايي پوځ او سي آيي ای په افغانستان کې جنګي جرمونه کړي، ائي سي سي

د امریکا د حکومت له طرفه تراوسه د دغه راپور په اړه کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

د جنګي جرمونو نړیوال عدالت ( آيي سي سي) لخوا ترسره شوې یوه ابتدايي څيړنه کې دا خبره مخې ته راغلې ده چې د امریکا پوځ او استخباراتي ادارې (سي آيي ای) په کال ۲۰۰۳م او ۰۴م کې افغانستان کې کوم خلک نیولی د هغوی نه د پلټنو په وخت کې یې په دوي باندې تشدد کړی او ښايي د دغه لارې جنګي جرمونه شوي دي.

د ګل/دوشنبې په ورځ خپور شوي راپور ترمخه څارنوال فتوؤ بینسودا ویلي طالب وسله والو، افغان دولتي ځواکونو، امریکايي پوځ او سي آيي ای دوي ټولو ښايي جنګي جرمونه کړي دي.

راپور کې ویل شوي چې د امریکايي ځواکونو سرتيرو (( په څرګنده ۶۱ کسانو باندې بند کې تشدد کړی)) او داسې زیاتره په کال ۲۰۰۳م او ۲۰۰۴م کې شوي دي.

راپور کې دا هم ویل شوي چې په دغه وخت کې سي آيي ای په افغانستان، پولېنډ، رومانیه او لتهوینیا کې پټو بندي مرکزونو کې (( بندي لږترلږه ۲۷ کسانو باندې تشدد کړی دی)).

د امریکا د حکومت له طرفه تراوسه د دغه راپور په اړه کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

ولې فتوؤ بینسودا ویلي چې هغه به په سمدستي ډول د دې خبرې پرېکړه وکړي چې د دې معاملي د پوره پلټنو دپاره اجازه وغوښتل شي یا نه.

که څه هم امریکا د جرمونو د نړیوال عدالت غړې نه ده خو په ضد يې د افغانستان په رنګ نورو ملکونو کې د امریکايي وګړو لخوا ترسره شوؤ مبینه جرمونو په لړ کې مقدمه چلېدی شي.