د ډاکټر شکیل افریدي او کورنۍ نومونه په اي سي اېل کې اچول شوي

ډاکټر شکیل افریدی د شپږو کالو راهسې په زندان کې دی

د پاکستان مرکزي حکومت د ډاکټر شکیل افریدي، د هغه د ښځې او دوه بچو نومونه په اېګزټ کنټرول لسټ (اي سي اېل) کې اچولي دي، د اي سي اېل فهرست کې شامل کسان د ملک نه بهر نشي تلی.

د پاکستان د کورنو چارو وزارت د شپږو کالو راهسې په زندان کې بند ډاکټر شکیل افریدي په کورنۍ باندې د ملک نه په بهر تلو بندېز لګولی دی، او د هغوي شناختي کارډونه يې هم ودرولي دي.

پاکستان د ډاکټر شکیل افریدي او کورنۍ نومونه په داسې حال کې په اي سي اېل کې اچولي چې د امریکا صدر ډونلډ ټرمپ په خپل صدارتي کمپاین کې ویلي ؤ چې د صدر جوړېدو وروستو به سمدستي ډاکټر شکیل افریدی د زندان څخه خوشی کړي.

د نوموړي ډاکټر د کورنۍ سرچینو ویلي ؤ په اي سي اېل کې يې دنومونو اچول کېدو وروستو د سختو ستونزو سره مخ دي.

په ډاکټر شکیل افریدي باندې په قبایلي سیمه خېبر ایجنسۍ کې د لاقانونه ګرځول شوې فعاله تُندروه ډله لشکر اسلام سره د مالي مرستو تورونه لګول شوي او په دغه کېس کې بندي کړی شوی دی.

ولې د هغه په اړه په ملکي کچه دا تاثر عام دی چې نوموړي د کال ۲۰۱۱م د مئ په ۲م نېټه د خېبرپشتونخوا په اېبټ اباد ښار کې د امریکايي ځواکونو د لاسه د القاعده ډلې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن په پېژندګلو کې يې د امریکايي استخباراتو سره کومک کړی او د دې کار دپاره يې په سیمه کې د پولیو څاڅکو جعلي کپماين چلولی ؤ.

د شکیل افریدي وکیل قمر دین وایس اف امریکا ډیوه ریډیو سره په خبرو کې د افریدي د بچو په اي سي اېل فهرست کې د نومونو اچولو پخلی کړی دی او ویلي يې دي له دې امله د ډاکټر کورنۍ د سختو ستونزو سره مخ شوې ده.

"په کال ۲۰۱۴م کې د هغه د شناختي کارډ موده ختمه شوې اود جېل سپرنټ په حواله یې نادرا ته خواست ولیکلو چې د نادرا موبایل ټیم دې راشي او زما شناختي کارډ دې نوی کړي، د جېل چارواکو هغه لېږلی خو شناختي کارډ والا ورته ویلي چې ستاسو نوم په اي سي اېل باندې دی او هرڅه يې بلاک دی".

ډاکټر شکیل افریدی د کال ۲۰۱۱م د مئ په میاشت کې هغه وخت نیول شوی ؤ چې په خېبرایجنسۍ کې يې د سرجن ډاکټر په توګه خپله دنده مخ په وړاندې بوتله.

د نیولو وروستونوموړي ته د فرنټر کرائم ریګولېشن یا اېف سي ار قانون لاندې ۲۳ کاله بند اورول شوی ؤ، خو بیا وروستو په کال ۲۰۱۴م کې د هغه وکیل د دغه فېصلې په ضد فاټا ټربیونل کې خواست کړی ؤ چې دې ته دې بیا کتنه وشي.

د بشري حقونو تنظیمونه هم د شکیل افریدي د سزا په حقله پوښتنې راولاړوي خو په خېبر پښتونخوا کې د بشري حقونو کارکوونکی تېمور کمال وايي چې د هغوي د بچو نومونه په ايي سي اېل کې اچول او شناختي کارډونه ودرول هیڅ جواز نه لري.

"دا هيڅ جواز نه لري ځکه چې هغه د وړاندې نه په جېل کې دی او په شپږ کاله کې حکومت دا فېصله هم ونه کړه چې هغه ګناهګار دی هم او کنه دی ځکه چې دوي کومه خبره کوي هغه په اېف ائي ار کې هم هاغه شان نه ده، په اېف ائي ار کې دي چې د منګل باغ مرسته يې کړې ده او بهر دا خبره کيږي چې د امریکې مرسته يې کړې ده، نو دې خبرو ته هم کتل پکار دي".

فاټا ټربیونل د شکیل افریدي په اړوند د روانې مقدې دپاره د روانې میاشتې نهمه نېټه ورکړې ده چې د دغه کېس اورېدنه به کيږي خو له دې وړاندې په څو اورېدنو کې یواځې د اورېدنې نېټه بدل شوې او په کېس کې د حکومتي وکیل نه حاضرېدو له سببه هيڅ پرمختګ نه کيږي.