پاکستان ـ افغانستان سره پولې تړلي، د پولې پورې غاړې يې عملیات کړي

په تورخم کې د حکومتي چارواکو نه ترلاسه شوؤ معلوماتو له مخې د پولې تړلو امر ورته تېره شپه شوی دی

د پاکستان حکومت د تازه ترهګرو بریدونو وروستو نن سحر په خپلو قبایلو سیمو کې د افغانستان سره لګېدلې ټولې پولې تر نامعلومه وخته پورې تړلي دي.

د دې ترڅنګ د خېبر ایجنسۍ د لویې شلمان علاقې نه پاکستاني ځواکونو نن سحر وختي د پولې پورې غاړې ته په افغانستان کې د وسله والو مرکزونه په توپو په نخښه کړي ولې په دغه ګوله بارۍ کې د مرګ ژوبلو کره مالومات نه دي ترلاسه شوي.

په تورخم کې د حکومتي چارواکو نه ترلاسه شوؤ معلوماتو له مخې د پولې تړلو امر ورته تېره شپه شوی او د هغې نه پس د پولې دواړو غاړو ته تګ راتګ په مکمله توګه بند کړی شوی دی.

د تورخم په رنګ د کرمې ایجنسۍ مرکز پاړه چنار سره نزدې د خرلاچي، ترمینګل او شهيدانو ډنډ پولې هم تړل شوي او د شمالي وزیرستان د غلام خان پوله د مخکې نه ټرلې پرته ده. د نوي حکومتي امر سره په جنوبي وزیرستان کې د انګور اډې لاره هم تړل شوې ده.

د دې ترڅنګ پاکستان د افغانستان نه په رسمي توګه د انتهايي مطلوبه ۷۶ پاکستاني جنګیالو غوښتنه کړې ده.

خو د افغانستان سره پولې تړل به په پاکستان کې د ترهګرۍ په مخنيوي کې څه کردار ادا کړي؟ دغه پوښتنې ته په ځواب کې دفاعي څیړونکی بریګيډيئر (ر) محمدسعد وايي د دغه ګام به منفي نتيجې مخې ته راشي.

"د دې رزلټ صفر دی ترهګر په دغه لار باندې خو نه راځي چې خپل پاسپورټ ښايي او په پوله راتيريږي دا سزا خو تاسو د افغانستان خلکو له ورکوئ چې افغان حکومت، ټي ټي پي او احرار څه کوي، افغان غریب اولس خو هلته هم مړ کيږي او دلته هم مړکيږي، دلته هم تنګيږي هلته هم تنګيږي نو دا خو ځواب نه دی".

نوموړی وايي د افغانستان او هند ترمنځ چې کومې اړیکې دي پکار ده چې مونږ هغه ختمې کړو نه چې مظبوطې یې کړو په داسې کولو هغه نورې پیاوړې کيږي او د دې نه پاکستان او افغانستان دواړو ته نزدې یو شان تاوان اوړي.

محمدسعد ګڼي د پولې تړلو سره به پاکستان ته زیات اقتصادي زیان واوړي ځکه چې په داسې کولو سره به په پوله د ملینو ډالرو تجارت هم اغېزمن شي.

پېښور پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو د څانګې مشر پروفېسر اعجاز خټک ګڼي چې دا یوه بې بنیاده فېصله ده او پاکستان ته به يې سیاسي زیان اورسي.

"ماته د دې فېصلې بنیاد نه ښکاري دا به فايده نه کوي نقصان به کوي پاکستان ته، په عامو خلکو باندې لارې بندول به ښه اثر ونه لري او هسې هم د افغانستان او پاکستان تعلقات ښه نه دي او هغې ته نوره وده ورکول دي".

نوموړی وايي پاکستان له د افغانستان سره د اړیکو خرابولو په ځای ښه کول پکار دي او په خپل هېواد دننه د ترهګرو ځالې په نخښه کړي او ترهګرو ډلو د پلویانو په ضد موثره کارروايي وکړي.

څيړونکي او د پاکستان عام وګړي وايي چې د پاکستان حکومت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ نه وړاندې په هېواد دننه کلک ګامونه پورته کړي نه چې د سلګونو خلکو د وژلو نه پس د ګاونډي هېواد سره اړیکې خرابې کړي.