حکومت د خیبر ایجنسۍ د سپاه قام مراعات بیا پرځای کړل

پوليټيکل انتظاميې تیره مياشت په باړه کې د ملیشې په يوه پوسته او د اوبو په يو ټینکر د ترسره شوو بمونو حملو وروستو د سپاه قام ټول حکومتي مراعات د اېف سي ار قانون د لاندې په اجتماعي زمه وارۍ کې په دې خبره وتړل چې د دغو دواړو پیښو زمه واري غیرقانونه وسله والې ډلې لښکراسلام قبوله کړي وه او د لښکر اسلام ډلې مشر منګل باغ تعلق د سپاه قام سره دی

د خیبرايجنسۍ پوليټيکل انتظاميې د خپلو غوښتنو ترسره کیدو نه وروستو د باړې سپاه قام ټولې حکومتي اسانتياوې بيرته بحال کړي دي.

تیره مياشت په باړه کې د امنيتي سرتیرو پر ضد دوه بمي بريدونې شوي وې او د هغې وروستو ځايي انتظاميې په دغو پیښو کې د غیرقانونه وسله وال تنظيم لښکر اسلام د ککړتيا په خبره د سپاه قام ټولې اسانتياوې تړلې وې.

په خیبرهاؤس کې د پولیټکل انتظاميې چارواکو او په باړه کې د سپاه قام مشرانو وویل ځايي انتظاميې د سپاه قام له اړخه د حکومتي غوښتنو پوره کیدو نه پس د دغه قام واړه تړل شوې حکومتي اسانتياوې بيرته پر ځای کړې.

په دغه لړ کې سبا د زيارت یا چهارشنبې، په ورځ په خیبرهاؤس کې د سپاه قام مشرانو له د کاليز ماجب ورکولو تابيا هم شوې ده.

پوليټيکل انتظاميې تیره مياشت په باړه کې د ملیشې په يوه پوسته او د اوبو په يو ټینکر د ترسره شوو بمونو حملو وروستو د سپاه قام ټول حکومتي مراعات د اېف سي ار قانون د لاندې په اجتماعي زمه وارۍ کې په دې خبره وتړل چې د دغو دواړو پیښو زمه واري غیرقانونه وسله والې ډلې لښکراسلام قبوله کړي وه او د لښکر اسلام ډلې مشر منګل باغ تعلق د سپاه قام سره دی.

پولیټیکل انتظاميې د سپاه قام د مشرانو نه په دغو پیښو کې د ککړو کسانو حکومت ته په سپارلو کې د مرستې غوښتنه کړې وه.

او اوس چې دغه شک ترسره کړی شوی نو د سپاه قام يو مشر ملک محمدعلي ډيوه ريډيو ته وويل چې بايد حکومت د امنيت زمه واري په خپله ترسره کړي

د حکومتي چارواکو په وېنا د مراعاتو بحال کیدو سره به د سپاه قام کاليزه ماجب وېشلو ترڅنګ د دغه قام سره تعلق لرونکو هغو کورنيو له هم معاوضه ورکولی شي د چا کورونه يا نورې شخصي ودانۍ چې د ترهګرۍ له امله اغیزمنې شوې دي.

د دې ترڅنګ د انتظاميې له اړخه په خپره شوې يوه اعلاميه کې د باړې ۱۲۰ هغو کورنيو له اطلاع ورکړی شوې د چا په نوم چې د معاوضې د بینک چيکونه د تیرو څو مياشتو راهسې په خیبرهاؤس کې پراته دي او نه دي اخیستل شوي.

د باړې انتظاميې د دغو کسانو د نومونو فهرست هم په خپل دفتر کې لګولی دی او د اغیزمنو کسانو نه يې غوښتنه کړې چې هغوې دې زر تر زره د معاوضې دغه پیسې ترلاسه کړي.

د انتظاميې د چارواکو په وېنا تر دې مهاله د باړې قامونو يعنې ملک دين خیل، قمبرخیل اکاخیل او د ذخه خیلو متاثره نزدې ۴۶۰۰ کورنيو کې د يو نيم ارب روپو نه زياتې د معاوضې رقم وېشل شوی دی

متاثره کورونه د حکومت له اړخه شوې يوې سروی کې معلومولی شي او د سروی دغه کار اوس هم د باړې او تيراه په ځينو برخو کې دوام لري.