په هر پاکستاني وگړي د ٩٥ زره روپو پور دی

د پاکستان د خزانې وزارت قامي اسمبلۍ ته ويلي دي حکومت د ملکي او بهرملکي مالیاتي ادارود پورونو یا قرضو اخستو په نتیجه کې هر پاکستاني وگړی د شاوخوا ۹۵ زره روپو قرضداری دی- څیړونکي واي د پورونو خلاصولو د پاره حکومت ته په خپلو تگلارو کی بدلون راوستل پکاردي-

د خزانې وزارت د دسمبر کال ۲۰۱۶ پورې د ملکي او غیر ملکي اخستونکو قرضو تفصیلات قامی اسمبلۍ ته وړاندې کړي دي - د کال ۲۰۱۶ د دسمبر تر ۳۱مې نیټې پورې د حکومت په اخستل شوو ملکی قرضو حجم ۱۲٫۳۱۰ اربه روپۍ یعني ۱۱۷ اربه ډالره او د بهرنۍ مالیاتي ادارو څخه اخستل شوي قرضو حجم ۵۸ اربه ډالره دی-

دا وخت په پاکستان د ۱۷۵ اربه ډالره قرض دی چې په پاکستاني روپو کې ۱۸٫۴۴۰ اربه ۶۳ کروړه روپۍ جوړیږي او دغه شان هر پاکستانی وگړی د ۹۴ زره ۸ سوه ۹۰ روپو قرضداری دی-

څیړونکي واي حکومت دې د خپلو اقتصادي تگ لارو جاج واخلي- یو اقتصادي کارپوه ډاکټر قبله ایاز ډیوه سره خبرو کی اوویل " ډیره غټه مسله گردشي قرضې دي- درامدات ډیر زیات او برامدات ډیر کم دي- امن نشته - پکار ده چې حالات د دې برعکس شي"

ښاغلی ایاز وايي بد بختی ده چی د هیواد ۵۰ فیصد ابادي ښځې دي چې په اقتصادي عمل کې شامل نه دي- په داسې حالاتو کې د قرضو نه د خلاصون د پاره به حکومت ته په کورنۍ او بهرنۍ تگ لارو کې بدلون راوستل پکار وي-

پاکستاني وگړي د زرونو روپو قرض داره دي خو د حکومت د منصوبو گټې اولس ته نه رسي- په دغه منصوبو کې د بجلۍ، گیسو او اوبو د بلونو په شکل کې بلونه د اولس څخه اخستل کیږي-

بلې خوا ته د حکومت په سرکاري خرچو کې یوازې د صدارتي او د وزیراعظم د ماڼیو خرچې په کروړونو روپو دي- د روانې میاشتې په ۱۱مه نیټه جاري شوي د سټیټ بینک رپورټ واي د پاکستان د باندينو اثارو خزانې Foreign exchange reserves چی شاوخوا ۱۹ اربه ډالره دي پکې د یو ارب ډالر کمې راغلی دی-