ایا دپاکستان حکومت بیا قبائیلو ته په لاس کې شڼشڼی ورکړی؟

FATA Protest Shah Ji Gul Banner

دپاکستان حکومت د دوشنبې په ورځ احتجاج دپاره پلازمینې اسلام اباد ته ورټولو شوؤ مظاهره چیانو ته باور ورکړی چې دهیواد قبائیلي سیمې به خیبرپښتونخوا کې ورګډولی اؤ فاټا کې به اصلاحات پځایې کولی شي.

دقبائیلي سیمو خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډؤلو اؤ دغلته د اصلاحاتو پځایې کولو دپاره پرون د ټول هیواد قبائیلي وګړو، سیاسي ګوندونو اؤ پارلیماني غړو پلازمینه اسلام اباد کې احتحاج کړی ؤ.

خو ددغه احتجاج په مهال د فاټا نه دپارلیمان غړو د پاکستان د وزیراعظم د صلاح کار امیرمقام په مشرۍ د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره ولیدل.

وروستو دپارلیمان غړي شاه جي ګل اپریدي مظاهره چیانو ته وویل چې وزیراعظم ورته دهغوئ د غوښتنو پځایې کولو باور ورکړی خو دفاټا سره تعلق لرونکي ځلمي اؤ پیغلي وایي چې قبائیلو سره یو ځل بیا دوکه شوې ده.

هغوئ وایي که حکومت په رښتیا دقبائیلو دغوښتنې په اساس فاټا خیبر پښتونخوا کې ورګډؤل غواړي نو دې دپاره ورته سمدستي عملي ګام اخستل پکار دي.

دغو قبائیلي زلمو اؤ میرمنو سره د وائس اف امریکا ډیو خبریال مدثر شاه خبرې اترې کړي دي چې په لاندې لنک یې اوریدلی شي

Your browser doesn’t support HTML5

دفاټا زلمي