باړه کې ترهګرۍ تباه کړي سکولونه تراوسه بيا نه دي ودان شوي

دغلته د سکول د استاز دپاره يواځې يوه کرسۍ، ټېبل او بورډ موجود دی نورې ټولې اسانتياوي نشته.

د قبايلي سيمې خېبرايجنسۍ په باړه تحصيل کې د کال ۲۰۰۹م نه تر ۲۰۱۲م پورې روانې بدامنۍ او ترهرګرۍ کې ۹۶ سکولونه په بشپړ ډول او د ۵۰ پورې نيم ډوله (جزوي) تباه شوي وو کوم چې تراوسه پورې بيرته نه دي ودان شوي.

د باړې تحصيل دغه سکولونه چې په بارودي موادو الوزول شوي وو زياتره پکې د جينکو او هلکانو د ابتدايي زدکړو (پرايمري) سکولونه دي.

د ځايي خلکو په وېنا په کال ۲۰۱۴م کې چې کله د سيمې نه د وسله والو تندلارو په ضد د پوځي عملياتو له امله کډوال خلک بيرته ستانه شو نو سکولونه، روغتونونه او نورې حکومتي ودانۍ وېجاړې پرتې وې.

بيا په بشپړ ډول ويجاړ شوؤ ۹۶ سکولونو کې د ۳۲ پورې هم داسې پراته دي او د فاټا سيکرټريټ د کډوالو د بيا ودانولو د مرستو په مد کې ۶۴ سکولونو ته ټېنټونه يا خېمې ورکړي دي.

د ټېنټونو په سکولونو کې په ځينې ځايونو کې درې او څلور ټېنټونه هم لګول شوي او په دغو ټېنټونو سکولونو کې د ۶۰ د شمېرې نه واخله تر ۴۰۰ پورې ماشومان زده کړې کوي.

ځايي خلک وايي ماشومان په ټېنټونو کې يا بهر په ځمکو ناست وي د څکلو اوبه ورته نشته، په باران کې سکول ته نشي تلی او يخ او تود موسم پرې هم بدې اغېزې کوي.

دغلته د سکول د استاز دپاره يواځې يوه کرسۍ، ټېبل او بورډ موجود دی نورې ټولې اسانتياوي نشته.

په سيمه کې نيم ډوله ويجاړ شوي سکولونه هم بيرته فعال کړی شوي خو د هغو ودانۍ هم نه دي ابادې شوي او هلته چې د وړاندې نه موجودې ودانۍ څومره پاتې شوې په هغو کې زدکړې ورکړی کيږي.

د چين حکومت تېر کال د باړې د تباه شوؤ سکولونو د بيا رغونې دپاره د پېسو ورکولو اعلان کړی ؤ خو تراوسه پورې هغه پېسې هم نه دي ورکړی شوي.

د خېبرايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ خالد محمود ډيوه رېډيو ته ويلي د چين اعلان شوې پېسې د ځينې تکنيکي ستونزو له امله تراوسه نه دي ترلاسه شوي.

نوموړي ويلي دوي هڅه کوي چې د دغو پېسو تکنيکي لاره هواره کړي او يا د دغو سکولونو د بيا رغونې دپاره د حکومت نه پېسې واخلي.

د غېر دولتي شمېرو ترمخه په قبايلي سيمه فاټاکې د ترهرګرۍ نه د جينکو او هلکانو نزدې ۱۱۹۵ سکولونه اغېزمن شوي چې پکې نزدې ۵۵۵ په بشپړ ډول تباه شوي او نور جزوي اغېزمن شوي وو.