د پاکستان سېنېټ په ډرون بریدونو کې د وژل شویو کسانو خون بها اوس ولې غواړي؟

په تېرو ۱۳و کالو کې په پاکستان کې په نزدې ۳۲۸ ‌‌‌‌‌‌ډرون حملو کې درې څلور حملې د فاټا د حدودو بهر شوي دي. 

په تېر ګل [دوشنبې] د پاکستان سېنېټ په يو متفقه پريکړه ليک (قرارداد) کښې، نا څاپه ۱۳ کاله وروسته، د حکومت نه غوښتي چې د امريکا د ډرون الوتکو په بريدونو کښې د وژل شويو او ټپي شويو پاکستانيانو خون بها دې د امريکا له حکومته واخیستل شي.

قرارداد په متفقه ووټ منظور شوی او د حېرانتيا خبره دا ده چې سېنېټ ته ولې ١۴ کاله وروسته په ډرون کښې د وژل شويو وينه ورياده شوه.

د سنېټ په منظور شوي پريکړه ليک کښې دا سپيناوی نه دی شوی چې ايا پاکستان به په ډرون کښې د وژل شويو ترهګرو ډلو مشران لکه بېت الله محسود، حکيم الله محسود، نېک محمد وزير او دغه ډول د مقامي طالبانو د مشرانو خون بها هم د امريکه نه غواړي او که څنګه؟

دا پوښتنه ځکه کيږي چې په قرارداد کې داسې نه ښکاري چې د ترهګرو د وژلو لپاره د امريکا مننه او يا غندنه شوې وي. د پاکستان د خارجه چارو د وزارت په ګډون، ډيرو سياسي او مذهبي ګوندونو وخت په وخت د دې ترهګرو په وژنه سخت غبرګون هم ښودلی دی چې دا متفقه قرارداد د هغې دريځ په اړه هم پوښتنې راپورته کوي.

ولې اوس د امريکا نه په ‌‌‌‌‌‌ډرون حملو کې د وژل شويو خون بها غوښتل کېږي؟

د سېنېټ د پريکړه ليک وخت ډير مهم دی او دا ځکه چې په امريکا کښې د صدر ټرمپ د حکومت ځينو چارواکو او د دسمبر په ١٨ اعلان شوې امريکايي سټراټيجيکي تګلاره د پاکستان په عمل نيوکې لري.

په امريکا کې په څېړنيزو مقالو کې د دې خبرې امکان څرګند شوی چې که پاکستان د ترهګرو د رياستي روزنې نه لاس وانه خیست نو په واشنګټن کښې د څيړنو ادارو (تينک ټينکس) او لوړ پوړو چاروکو ګواښ کړی چې د ډرون بريدونه نور هم کېدای شي پراخه شي او د فاټا نه بهر به نور پاکستان کښې هغه ځايونه په نخښه کړي چې امريکا يې د ترهګرۍ ځالې ګڼي.

په تېرو ۱۳و کالو کې په پاکستان کې په نزدې ۳۲۸ ‌‌‌‌‌‌ډرون حملو کې درې څلور حملې د فاټا د حدودو بهر شوي دي.

څيړونکي وايي پاکستان، امريکا او نورې نړۍ ته باور ورکول غواړي چې پوځ يې د ترهګرۍ په اړه په لانجمن رول کښې يواځې نه دی او کوښښ کوي د سېنېټ نه کار واخلي.

د پاکستان پوځ کله سياسي حکومتونو سره همکارۍ ته غاړه ږدي؟

تاريخ ښايي چې کله هم د پاکستان پوځ د خپلو نا اعلان شوو فيصلو په ترڅ کې ګېر شوی نو له مجبورۍ يې پارلمان ته مخه کړې ده

د مثال په توګه کله چې د ٩٠ زره نه ډير پاکستانی پوځیان په مشرقي پاکستان کې چې نن بنګله ديش دی هندي ځواکونو ته سلامي شول او د پاکستان پوځ د بنګله ديش ازادۍ منلو ته تيار نه و نو د ذوالفقار علي بټهو په لاس يې هم بنګله ديش ومنلو او هم يې د زرګونو بندي ځواکونو د هند د قېد نه يې د راويستلو لاره پرانسته.

تازه مثال يې د پاکستان د پوځ د مشر جنرل قمر جاويد باجوه د سېنېټ يوې کميټۍ ته تګ دی. نوموړي د ملکي روانو حالاتو په اړه وضاحتونه ورکړي چې د ميډيا سره يې تفصيلات نشته.

بل غټ مثال يې د القاعده د مشر اسامه بن لادن په ايبټ اباد کښې د امريکايي ځواکونو د لاسه وژنه وه چې پوځ يې د تړلو دروازو شاته تفصيل د پارلمان غړو ته وړاندې کړی و.

پاکستان کې ‌‌‌‌‌‌ډرون حملې د امنيتي ادارو د رضا بغېر شوي؟

دې پوښتنې ته ويکي ليکس او د پاکستان پخواني پوځي امر جنرل پروېز مشرف پخوا ځوابونه ويلي.

او داسې اشارې ورکړل شوي دي چې د ‌‌‌‌‌‌ډرون حملو کې د پاکستان مرضي شامل وه. د ويکي ليکس په څرګند شوو رازونو کې ويل شوي چې پاکستاني اعلا چارواکو امريکا ته ويلي وو چې د اولسي فشار له امله به دوی د ‌‌‌‌‌‌ډرون حملو مخالفت کوي خو نور پرې کار نه لري.

دغه شان جنرل مشرف هم په خپل کتاب "اېن د لاين اف فاير" کې ليکلي چې د ترهګرو د نيولو او د هغوي په اړه مالوماتو ورکولو په سر يې په اربونو ‌‌‌‌‌‌ډالره اخستي دي. تر ننه مالومې شمېرې ښايي چې امريکا پاکستان ته د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د ۲۰۰۲ راسې نزدې ۱۴ بلينه امريکايي ‌‌‌‌‌‌ډالر ورکړي دي.

هم د دغه همکارۍ له امله پاکستان خپل دوه هوايي ډګرونه شهباز اير بيس چې په سند صوبه او شمسي اير بيس چې د بلوچستان په کوټه کې دي په خصوصی توګه د ډرون الوتکو د استعمال لپاره ورکړي وو. پاکستان وروسته په ۲۰۱۱ کې امريکا نه ياد هوايي مېدانونه بېرته واخستل.

دغه ‌‌‌‌‌‌ډول که د پاکستان او امريکا د ترهګرۍ په شريک جنګ کې اوږدې همکارۍ ته په ژوره توګه وکتل شي نو د ٩/١١ د ترهګرو پيښو وروسته چې کله د امريکا حکومت په افغانستان کښې د طالبانو او القاعده د حکومت د راغورزولو پريکړه وکړه نو تر ټولو اول يې د پاکستان ملګرتيا ته اړتيا لرله او د پاکستان د هغه وخت پوځي حکومت بغير له څه مشکله د امريکا ملګرتيا ته غاړه کېښوده.

د دغې ملګرتيا د شرايطو تفصيل لا تر ننه نه خو د پاکستان اولس او نه هم پارليمان ته ورکړل شوی خو باور کيږي چې د پاکستان پوځي قيادت يا په خپل سر دغه شرايط جوړ کړي او يا يې هغه څه منلي دي چې امريکا ورته وړاندې کړي دي.