لنډي کوتل کې په لمړي ځل ښځو،ماشومانو دملېشې ځواکونو پرضد احتجاجي مظاهره کړې

دا لمړی ځل دی چې په لنډي کوتل کې ښځې او ماشومان د ملېشې ځواک پرضد په ښکاره په سړک باندې احتجاجي مظاهره کوي.

د قبايلي سيمې خېبر ايجنسۍ په مرکزي تحصيل لنډي کوتل کې نن د دوشنبې،ګل په ورځ د خوګي خېلو ماشومان او ښځې سړک ته راوتي او د ملېشې ځواک پر ضد يې احتجاجي مظاهره کړې چې بېګناه خلک يې نيولي دي.

دا لمړی ځل دی چې په لنډي کوتل کې ښځې او ماشومان د ملېشې ځواک پرضد په ښکاره په سړک باندې احتجاجي مظاهره کوي.

دغو مظاهره چيانو چې په لاسونو کې بنېرې او تور بېرغونه پورته کړي وو، وويل چې تېره اوونۍ په سيمه کې د ملېشې ځواک د لټون عملیات کړي او د کورونو څخه يې عام ۴۰ تنه نیولي چې وروستو يې ترې شپږ خوشي کړي او نور ورسره لا په بند کې دي.

مظاهره چيانو د لنډي کوتل بايي پاس بازار سړک تر نيم ساعته پورې بند کړی ؤ.

په مظاهره کې ګډون والو ماشومانو جينکو په لاسونو کې بېنرې پورته کړې او داسې ليکل پرې شوي وو چې ،

" ګو اېف سي ار ګو، زمونږ بې ګناه نيول شوي خوشي کړئ، مونږ بې ګناه يُو زمونږ نه ترهګر مه جوړئ".

مظاهره چيانو ويلي د ملېشې ځواکونو او پوليټيکل انتظاميې په علاقه کې د لټون د عملياتو علت نه دی ښودلی او نه يې قبايلي مشران په دغه اړوند په اعتماد کې اخستي او پوهه کړي يې دي.

خو د ملېشې سرچينو ترمخه تېره اوونۍ په علاقه کې چاؤدنه شوې او د هغې وروستو يې عمليات کړي دي.

خو په دغه پېښه کې د کوم زيان په اړوند څه نه ؤ ويل شوي او بيا د لټون عمليات پېل کړی شوي وو.

له دې وړاندې په ياده سيمه کې زيات عملیات يا د بدامنۍ زیاتې پېښې هم نه دي رپورټ شوي.

د خېبر ايجنسۍ په باړه او جمرود سيمو کې بیا د وسله والو تندلارو په ضد عمليات هم شوي او د بدامنۍ پېښې هم رامنځته شوي دي.