دوی وایي په پاکستان کې چې په بېلابېلو بڼو په فلمونو او رسنیو کې د دې هېواد پر نورو قومونو خصوصاً پر پښتنو ملنډې وهل کېږي او د دوی د کلتور او ژبې سپکاوی کېږي، ریاستي ادارو یې نه یواځې تر اوسه د مخنیوي لپاره څه نه دي کړي، بلکې وایي په ادارو کې د ځینو کسانو له خوا په شعوري توګه دا کار کېږي، چې نړۍ ته د پښتنو منفي څېره وښيي او بدنامه یې کړي.
په تېرو شاوخوا پینځلسو کلونو کې چې په افغانستان او پاکستان کې ترهګرۍ تر ټولو پښتانه زیات وځپل، خو په دې موده کې که په پاکستان کې پر ترهګرۍ کوم فلم یا ډرامه جوړه شوې، که په رسنیو کې بل پروګرام ورباندې شوی او که په ورځپاڼو کې لیکنې ورباندې شوې دي، نو په هر څه کې ترهګر د پښتانه په بڼه وړاندې شوی او ترهګر پښتنو ته منسوب شوی دی.
په پاکستاني فلمونو، ډرامو، رسنیو او نصاب کې د پښتنو سپکاوي او ملنډو په دې وروستیو کې پښتانه زیات را پارولي او دا یې له پښتنو سره قومي نفرت ګڼلی دی. په ټولنیزو رسنیو داسې ډېرې ویډیوګانې، عکسونه او د نصابي کتابونو پاڼې خپرې شوي او د پښتنو تر منځ د بحث او غوسې سبب شوې دي، چې پښتون په یوه نه یوه بڼه پکې ټیټ، غدار، جاهل یا ترهګر پېژندل شوی وي.
په تېره جنورۍ میاشت کې د پنجاب د ملتان ښار په رېلوې سټېشن کې د ترهګرۍ د مخنیوي یو مصنوعي تمرین وشو، چې پولیس پکې له یوه وسلوال تن سره جګړه کوي، وسلوال تن- چې ږیره لري- د پښتنو په بڼه څرګند شوی، چې لونګۍ یې تړلې، جامې یې اغوستې، پټو یې پر ځان اچولی او ټوپک یې په لاس کې دی ډزې کوي او ګواکې دا "ترهګر" دی.
په دې مصنوعي تمرین کې د ترهګر پېژندل شوي سړي عکس پر ټولنیزو رسنیو پښتانه زیات غوسه کړل او دا کار یې د خپل کلتور سپکاوی وباله. د طارق افغان په نوم یوه تن پر خپل فېسبوک لیکلي وو، چې د پنجاب اشرافیه په دې کار سره یوه بل بنګال ته لاره هواروي:
"اوس د پښتنو کړه وړه او جامه هم له ترهګرۍ سره تړل لازم و ملزوم ګڼل کېږي. په ملتان رېلوې سټېشن کې د ترهګرۍ د مخنیوي په مشقونو کې اخیستل شوي عکسونه د دې یو له شرمه ډک مثال دی"
"اوس د پښتنو کړه وړه او جامه هم له ترهګرۍ سره تړل لازم و ملزوم ګڼل کېږي. په ملتان رېلوې سټېشن کې د ترهګرۍ د مخنیوي په مشقونو کې اخیستل شوي عکسونه د دې یو له شرمه ډک مثال دی"
د بلوچستان پوهنتون د پښتو څانګې استاد ډاکټر برکت شاه کاکړ په دې اړه په (سُجاګ) اردو ویبپاڼه کې یو مضمون لیکلی وو، چې سرلیک یې وو: (د ترهګرۍ لوڅ پېری زموږ د پلار په بڼه ولې؟). ښاغلي برکت شاه لیکلي وو، چې د ریاست تعلمي او کلتوري ادارو په تېرو ۷۰ کلونو کې د پښتنو داسې څېره جوړه کړې ده، چې یا خو سړی خندوي او یا ورته ژړا ورولي:
"په پاکستاني فلمونو، ډرامو او ټیلیویژني اعلانونو (کمرشلونو) کې د پښتنو انځورګري دا څرګندوي، چې پښتون له تهذیبي، کلتوري او ټولنیز پلوه کم پرمختللی دی ".
ښاغلی برکت شاه لیکي، چې په پاکستاني فلمونو، ډرامو او رسنیو کې به پخوا پښتون د کلیوال، پسمانده، جاهل، څوکیدار یا جنګیالي په بڼه وړاندې کېده، خو له تېرو شاوخوا پینځلسو کلونو راهیسې د ترهګر په بڼه وړاندې کېږي، چې وایي له دې کاره د نسلي تعصب بوی را ولاړېږي:
"ترهګر که مذهب نه لري نو کلتور هم نه لري، ځکه چې مذهب د کلتور برخه ده. د چا پر نسلي ویاړ او کلتور باندې چې ملنډې وهل کېږي، خو قانوني او انتظامي ادارو دي ورباندې خوله پټه کړې وي، د محکومو قومونو به همداسې تصویرکُشي کېږي"
"د چا پر نسلي ویاړ او کلتور باندې چې ملنډې وهل کېږي، خو قانوني او انتظامي ادارو دي ورباندې خوله پټه کړې وي، د محکومو قومونو به همداسې تصویرکُشي کېږي"
د پاکستان د اردو ژبې په فلمونو، ډرامو، رسنیو او نصاب کې د پښتنو د سپکاوي او ملنډو خبره اخر د پاکستان تر مرکزي پارلمانه هم ورسېده او په دې اړه یې یو بحث را پورته کړ. له پښتنو سره د دې ناوړه چلند د مخنیوي لپاره د تحریک انصاف ګوند یوه غړي شهریار اپریدي د زیارت- پنجشنبې په ورځ (۱۵ فبروري) قومي اسمبلۍ ته یو قرارداد وړاندې کړ، چې تر اوږده بحث وروسته د اسمبلۍ د ټولو غړو له خوا په ګډه منظور شو.
په قرارداد کې ویل شوي چې ترهګري په هیڅ یو مذهب، ژبه، قام او فرقه پورې اړه نه لري، ځکه نو د پاکستان په فلمونو، ډرامو او رسنیو کې د ترهګرو په توګه د پښتنو د څرګندولو او پر دوی د ملنډو وهلو مخه باید ونیول شي.
دا چې په پاکستان کې د پښتنو په اړه دا ذهنيت ولې دى، چې دوی د دې هېواد د لویې صوبې پنجاب تر خلکو کمتر، ناپوه غیرمهذب او ترهګر وپېژندل شي، پښتانه سیاسي نقادان وایي د دې تر شا يواځې دا فکر موجود دى، چې پښتانه په کلتوري، ژبني او اقتصادي توګه وځپل شي او وسايل يې ولوټل شي.