په جنوبي وزيرستان کې دماينونو پاکولو دپاره نورې پوځي ډلې جوړې شوي، پوليټيکل ايجنټ

د جنوبي وزیرستان پوليټيکل ايجنټ اشفاق احمد وايي د سيمي پوځي چارواکو ورته ويلي چې اته، نهه نورې پوځي ډلې جوړې شوي او هغه به په سيمه کې ماينونه پاکوي او دغه کار به نور تُند کړی شي.

نوموړي ډيوه سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، "څلور پينځه ورځې وړاندې راته اېکټنګ جي او سي (پوځي مشر) ويلي چې مونږ اته، نهه نور ټيمونه راغوښتي دي خو دا کوم ماينونه چې دي د دې صفايي په يو دوه ورځو کې نه کيږي خلک به راسره پکې مرسته کوي".

ښاغلي اشفاق دغه خبره په داسې حال کې کړې چې په اسلام اباد کې د پښتون لاريون په پينځه غوښتنو کې يوه مهمه غوښتنه دا وه چې په وزیرستان کې ښخ ماينونه دې پاک کړی شي.

په جنوبي وزيرستان کې د ماين چاؤدنې وروستۍ پېښه په ۱۴م جنورۍ شوې او دوه ماشومان پکې ژوبل شوي وو. د محسود تحفظ مومنټ په نوم ځايي غېر دولتي ادارې د شمېرو ترمخه په جنوبي وزيرستان کې د دغه ډول چاؤدنو دا ۵۶ پېښه وه چې تراوسه پکې ۷۵ کسانو ته مرګ ژوبلې اوختې دي.

په دغو چاؤدنو کې د ۲۰ پورې کسان مړه شوي چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي او په لرې پرتو علاقو کې دا چاؤدنې زياتې رامنځته شوي دي.

د فاټا څيړنيزې ادارې ترمخه دغه ډول ماينونه يا خو په سيمه کې ترهګرو ښخ کړي او يا پوځ وسله والو ته ښخ کړي وو.

ښاغلی اشفاق وايي بايد خلک هغو علاقو ته لاړ نشي چرته چې ازغن تارونه لګول شوي او علاقې بندې کړی شوي دي، دوېمه دا چې خلک خپل ماشومان پوې کړي چې داسې که کوم څيز نااشنا څيز وويني نو دوي دې په لاس کې نه راخلي.

نوموړي وويل "زما سره ۴۵ کېسونه رپوټ شوي دي او ما د ۷۰ نه د زیاتو پېښو اورېدلي دي".

په دغو پېښو کې د اغېزمنو د مالي مرستو په اړوند هغه وويل، "تېره هفته ما ۲۵ کېسونه فاټا سيکرټرېټ ته ولېږل چې دې خلکو ته معاوضه ورکړی شي او که مونږ سره کوم کېسونه پراته دي لا نه دي لېږل شي په هغو کې ځیني کاغذي نيمګړتياوې دي پکاره ده چې د دغو کورنو خلک راشي او دغه نيمګړتياوي پوره شي او کېسونه ولېږل شي".

اشفاق وويل خلک د مرستيال پوليټيکل ايجنټ دفتر ته ورتلی شي او خپل کاغذونه هلته جمع کولی شي.

هغه وويل پينځه لاکه روپۍ د مړي او دوه لاکه د ژوبل دپاره مرستې ټاکل شوې وې خو په دغه اړوند هم خبرې روانې دي او دوي هيله کوي چې دا پېسې هم زیاتې کړی شي.

نوموړي وويل هغه په خپله هره اوونۍ د دغو ماينونو پاکولو عمل ګوري او هڅه کوي چې دغه عمل زر تر زره ترسره شي او دا خطره د مينځه لرې کړی شي.

اشفاق احمد سره مرکه د ډيوه خبریال عدنان بېټني کړې دلته یې اورېدی شئ.

Your browser doesn’t support HTML5

د جنوبی وزيرستان پوليټيکل ايجنټ اشفاق احمد ډيوه سره مرکه