ايي اېم اېف د پاکستان مخ په ښکته روان اقتصاد باندې اندېښنې څرګندې کړي

د نړيوالې مالياتي څارنې ادارې (ايي اېم اېف) د پاکستان مخ په ټيټېدو اقتصاد باندې اندېښنې څرګندې کړي چې پکې د بهر ملکونو څخه راتلونکې پېسې او په ملکي کچ مالي ګډوډی (عدم توازن) او اقتصادي حالات شامل دي.

د پاکستان حکومت روان کال د ۲۰۱۷م او ۱۸م دپاره د اقتصادي پرمختګ هدف ۵.۶ فيصده ټاکلی ؤ او د ګرانۍ شرح یې ۵.۴ فيصده مقرره کړې وه.

خو په اسلام اباد کې د نړیوال اسلامک پوهنتون د معاشيانو د څانګې استاز ډاکټر معراج الحق وايي چې پاکستان ځان ته کوم هدف ټاکلی ؤ د هغې نه ترلاسه کېدو له امله دغه اندېښنې رامخې ته شوي دي.

"حکومت ځانته د قامي امدن (جي ډي پي) شپږ فيصده د ترقۍ شرح اېښودې وه او ويلي يې ؤ چې ګراني به هم د يوې هندسې نه لاندې راولي دوېم دوي تجارتي خساره ۴ فيصده هدف اېښودی ؤ،خو کومه حکومتي تجارتي خساره چې هغه مخ په وړاندې روانه ده".

هغه وويل که څه هم حکومت دا ادعا خو کوي چې د سي پېک له امله پاکستان ته د بهر ملکونو نه مشينري او نورې سامانونه راروان دي او پرمختګ روان دی خو معراج الحق وايي د بهر نه سامانونو د راتګ سره د ملک نه بهر سامانونه لېږل د اقتصاد دپاره ضروري وي.

ايي اېم اېف د پاکستان مخې په ښکته روان اقتصاد باندې اندېښنې په داسې مهال څرګندې کړي دي چې تېره میاشت امریکې په غېر قانوني توګه د پېسو لېږلو د څار نړیوالې ادارې فاينانشل اېکشن ټاسک فورس ته وړانديز کړی ؤ چې پاکستان دې د نړیوالو ترهګرو د مالي مرستو کوونکو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړي.

خو وروستو په پېرس کې ترسره شوې غونډه کې ټاکل شوې چې پاکستان به د مئي په میاشت کې د مالیې د څار نړیوالې ادارې ته د ترهګرو د مالي سرچینو د تړلو پلان وسپاري، که ومنل شو نو رسمي اعلان به وشي چې پاکستان د څار په خړ لیسټ کې شامل شو، خو که ونه منل شو نو کېدای شي له شمالي کوریا او ایران سره د څار په تور لیسټ کې شامل کړل شي.

معراج الحق وايي د پاکستان اقتصاد په درېو څيزونو (غېر ملکي زر مبادله، بهرنی امداد، غېرملکي سرمايه کار او غېر ملکي قرضه) شامله ده ولاړ دی.

هغه وويل که پاکستان بهرنۍ نړيوالې ادارې په درېو میاشتو کې خپل ځان پاک نه کړو او د پېسو لېږلو په اړوند يې د هغوي تحفظات لرې نه کړه نو دا به د پاکستان اقتصاد چې د وړاندې مخ په ښکته روان دی لا به نور پسې خراب شي.