د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي په مقدمو به خپل احتجاجي پاڅون پرېنږدي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وایي د بلوچستان په ږوب او کلاسیف الله کې چې پولیسو د دوی په ضد مقدمې درج کړې دي، مقصد یې د دوی د احتجاجي پاڅون مخنیوی کول دي، خو وایي دوی به په دې برخه کې خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

د بلوچستان د وکیلانو بېلابېلو اتحادیو هم د دغو مقدمه غندنه کړې ده. د بلوچستان بار، هایکورټ بار او کوټه بار په نامه د وکیلانو اتحادیې وایي د پښتون ژغورنې غورځڼګ د ویناوالو په ضد د مقدمو په خلاف یې سبا د نهې- سه شنبې په ورځ عدالتونو ته له ورتګه بایکاټ اعلان کړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی خان زمان کاکړ د ځان او په جلسه کې د نورو ویناوالو په ضد درج شویو مقدمو په اړه وایي، چې دا د ریاست یوه ډېره ډارنه هڅه ده او مقصد یې عام خلک وېرول او پاڅون قرارول دي، خو وایي اوس ټول پښتانه را پاڅېدلي دي او له جېلونو نه وېرېږي:

"دا ښکاره کوي چې ریاست زموږ احتجاج سنجیده اخیستی دی، موږ احتجاج د دې لپاره کړی وو چې واورېدل شي، خو د اورېدلو پر ځای زموږ د آییني اقدام د جرم ثابتولو کوښښ شوی دی. دوی فکر کوي چې دا یو برسېرن پاڅون دی، خو دا ډېر ژور او د کلونو- کلونو جبر خلاف را پورته شوی غبرګون دی په دې طریقه یې نه شي خاموشه کولای"

د ږوب او کلاسیف الله پولیسو د نهې- سه شنبې په ورځ په دوو جلا- جلا رپوټونو کې د منظور پښتین، محسن داوړ، نواب ایازخان جوګیزي، رضا محمد رضا، خان زمان کاکړ او ځینو نورو هغو کسانو په ضد مقدمې درج کړې دي او د مارچ په نهمه او لسمه په ږوب او کلاسیف الله کې جلسو ته د دوی ویناوې یې د پاکستان په ضد د بغاوت هڅه بللې ده. په یوه رپوټ کې لیکل شوي:

"ویناوالو د پاکستان پر پوځ او استخباراتي ادارو نیوکې کړې دي، پښتانه یې د نورو قومونو خلاف را پارولي او د ریاستِ پاکستان، پوځ او استخباراتي ادارو په خلاف یې د خلکو کرکه را پارولې ده"

په مقدمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل تورن شوی غړی محسن داوړ وایي، د دوی په ضد د درج شوي درخواست مقصد له خپلې مبارزې د دوی د را ګرځولو هڅه ده، خو وایي مقدمه ډېره وړه خبره ده او د سر په بدله به هم د ریاستي ادارو د ظلمونو په ضد پیل کړی احتجاجي پاڅونه ونه دروي. محسن داوړ پر ټویټر لیکلي:

"د ریاست [پاکستان] ادارې هغه وخت تل پټه خوله وي، چې ناقانونه اعلان شوي تنظیمونه په ټول هېواد کې په څرګنده کرکجنې ویناوې کوي، خو پر هغو خلکو فشارونو ته تکړه دي چې د ریاستي ادارو ظلمونه رسوا کوي"

د ږوب او کلاسیف الله پولیسو په مقدمو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دوه مشران پخوانی سنېټر رضامحمد رضا او د بلوچستان اسمبلۍ غړی نواب ایازخان هم تورن کړي دي. رضا محمد رضا له مشال رېډیو سره په خبرو کې ویلي، دوی په جلسه کې پر پښتنو د ظلم د پای ته رسېدو لپاره ږغ پورته کړی وو، چې وایي دا د پاکستان له آیین سره سمه غوښتنه ده:

"د هغوی خو دا ښکاره غوښتنې دي چې وایي زموږ په وطن کې دي ترهګري ختمه شي، غیرعدالتي وژنې دي بندې شي، ناروا چیک پوسټونه دي ختم شي، چې د خلکو د کورونو لارې او د ژوند حرکت یې بند کړی دی، زموږ په سیمو کې دي ماینونه ختم شي او په ټول ملک کې له پښتون سره کېدونکی ناروا سلوک دي ختم شي"

د کلاسیف الله په تاڼه کې درج شوې مقدمې د جلسې د ویناوالو خبرې را اخیستي او وایي دوی ویلي، چې د ترهګرۍ تر شا د ریاست [پاکستان] لاس دی او د پښتنو پر سر یې ډالر او بهرنۍ مرستې اخیستې دي، د راو انوار غوندې د پېښور د آرمي پبلک سکول او د کوټې د وکیلانو قاتلین هم په جي ایچ کيو کې ناست دي او دا چې ریاست پښتانه او بلوڅان سره جنګوي. په درخواست کې دا خبرې د پاکستان په ضد ګڼل شوې دي.