پاکستان: د افغان کډوالو په ناقانونه ډول د شناختي کارډ اخیستو مخه به نیسو

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال ویلي دي چې پاکستان د افغان کډوالو خپل هیواد ته په عزت او درناوي ورستنېدل غواړي.

په قامي اسمبلۍ کې د پام وړ یادښت ته په ځواب کې احسن اقبال وویل، د قامي شناختي کارډونو جاري کولو ادارې "نادرا" ضروري تدابیر نیولي چې د افغان کډوالو په ناقونونه توګه د پاکستان تابعیت یا شهریت تر لاسه کولو مخه ونیسي.

د پاکستان د سرحدي او ریاستي چارو وزیر عبدالقادر بلوڅ هم په وروستیو کې ویلي وو، هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې قانوني استوګنه نه لري، هغوی به د راروان اپرېل تر میاشتې پورې د پاکستان نه خپل هېواد ته ستنوي.

په پېښور کې د افغان مهاجرو د ریاست مشر پوهاند عبدالجلیلي ډیوه رېډیو ته د دې خبر پخلی کوي او وايي افغان مهاجر چې لا تر دې دمه یې ځان نه دی رجسټر کړی یا یې په ناقونه ډول د پاکستان شناختي کارډونه جوړ کړي هغوی به له پاکستانه ایستل کیږي.

پوهاند جلیلي وايي په پاکستان کې افغان مهاجر په درو برخو وېشل شوي دي. په وړومبۍ برخه کې هغه افغانان دي چې د یو این ایچ سي آر له خوا ورکړل شوي مهاجر کارډونه لري. دویمه برخه هغه شاوخوا اته نیم لکه کډوال دي، چې د افغان چارواکو په مرسته د پاکستان نادرا ادارې له خوا ای سي سي یا افغان سټیزن کارډونه ورکړل شوي او دوی د بغیر اسنادو ناقانونه کډوالو څخه قانوني حیثیت اختیار کړی. په درېیمه برخه کې هغه ناقانونه کډوال شامل دي، چې له رجسټرېشن نه یې انکار کړی.

ښاغلی جلیلي وايي د پاکستان د سېفران وزیر اشاره هم دې درېیمې برخې افغان کډوالو ته ده او زیاتوي پاکستان اراده لري چې د راروان اپرېل میاشتې نه د دوی خلاف یو کمپاین پیل کړي.

په پاکستان کې د ناقانونه کډوالو اصل شمېر واضح نه دی، د ٢٠١٧م کال د جولای تر میاشتې پورې د ملګرو ملتونو په اندازه په پاکستان کې د شپږ لکه نه واخله تر ١٠ لکه پورې ناقانونه افغان کډوالو ژوند کاوه، خو پوهاند جلیلي وايي د دوی کره شمېره هیچاته نه ده معلومه.

افغان مامورین فکر کوي، په پاکستان کې د مېشتو ناقانونه کډوالو یو شمېر د هغو کډوالو دی، چې پاکستاني اسناد یې جوړ کړي، ځکه یې ځانونه نه دي رجسټر کړي، خو مامورین زیاتوي د پاکستان دولت په دوی خبر دی.

په نارجسټر کډوالو کې دویمه برخه د هغو کډوالو ده، چې افغانستان ته ستانه شوي او بیا واپس پاکستان ته راغلي نو په قانوني ډول د دوی رجسټرېشن نه شي کېدای. په دغو ناقانونه کډوالو کې درېیم شمېر د هغو مهاجرینو دی، چې پاکستان ته په ویزه راغلي او بیا یې غوښتل چې دلته رجسټر شي خو پاکستان حکومت دوی نه دي رجسټر کړي او دوی ناقونه ګرځول شوي.

پوهاند جلیلي وايي څلورم شمېر د هغو کډوالو هم دی، چې افغانستان ته د بیرته ستنولو له ویرې د رجسټرېشن له عمل نه پټ شوي دي.

د نړیوال مهاجرت ادرې ای او ایم تر مخه د ٢٠١٨م کال د ٢٥ فرورۍ او ٣ مارچ تر منځ ٢٥٠ ناقانونه افغانان د چمن سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. د ای او ایم تر مخه په همدې موده کې د تورخم له پولې ٢٣١ نارجسټر افغان کډوال تېر شوي او افغانستان ته اوښتي دي، چې په مجموعي توګه دغه شمېر ۴٨١ کسان او ٨٧ کورنۍ جوړیږي افغانستان ته واپس تللي.

اداره زیاتوي په ٢٠١٨م کال کې د جنورۍ له میاشتې راهیسې ټول ٣٣٦٠ افغانان خپل وطن ته واپس ستانه شوي چې په دوی کې په زوره شړل شوي افغانان شامل نه دي.

ای او ایم وايي سږ کال د ستنېدونکو افغانانو په شمېر کې ٣٥ فیصده زیاتوالی راغلی چې پکښې ۴٩ فیصده نارینه او ٥١ فيصده ښځې شاملې دي.

په بیرته ستنېدونکو افغانانو کې ۴٠ فیصده کندهار، ٢٣ فیصده ننګرهار، ١٣ فیصده کابل، پینځه فیصده کونړ او ۴ فیصده کوندوز ته تللي دي.

د پاکستان له ناارامه بلوچستان صوبې څخه ۴٠ فيصده، له خېبرپښتونخوا ٣٥ فیصده، له سینده ١٢ فیصده، له پنجابه ١٢ فیصده او له پلازمېنې اسلام اباده ١ فیصد افغانانو تر اوسه خپل هېواد ته کډې کړي دي.