چمن: له سامانونو ډکې تجارتي لارۍ له پینځو ورځو له پولې سره ولاړې دي

یو پاکستانی ډرېور وایي کله چې دوی افغانستان ته واوړي نو هلته د سړک د محصول په نامه له یوې لارۍ ۱۵۰۰۰ روپۍ اخیستل کېږي.

د بلوچستان سرحدي ښار چمن ته نیژدې د تجارتي لاریو پاکستاني ډرېورانو احتجاج کړی او افغانستان ته له وړونکو سامانونو ډکې لارۍ یې له پینځو ورځو پولې ته نیژدې ولاړې دي، چې له کبله یې د دواړو هېوادونو تر منځ تجارت په ټپه درېدلی.

دغه ډرېوران وایي، پاکستانۍ تجارتي کمپنۍ دوی ته یواځې تر پولې پورې د دغو سامانونو د وړلو لپاره کرایه ورکوي، چې بیا یې له هغه ځایه افغاني لارۍ افغانستان ته وړي، خو وایي اوس له څو ورځو د دوی لارۍ له سامونونو نه خالي کېږي.

ډرېوران وایي پخوا به پاکستانیو لاریو ته هم افغانستان ته د تګ اجازه ورکول کېده، خو اوس نه دوی ته اجازه ورکول کېږي او نه افغانۍ لاریو ته د راتګ اجازه ورکول کېږي چې د دوی د لاریو سامانونه یوسي. یو ډرېور وایي:

"موږ غواړو چې دا د ایکسپورټ مال کلېر شي، داسې لارۍ شته چې په دوه سوه لکه روپۍ یوه لارۍ ده، لس ورځې کېږي چې ولاړې دي. که افغان حکومت دی که د پاکستان حکومت دی مهرباني دي وکړي دا ستونځه دي حل کړي".

دغه ډرېوران وایي یا دي افغاني لارۍ او د سامانونو مالکان را وغوښتل شي چې د دوی لارۍ خالي شي او یا دي دوی ته اجازه ورکړل شي چې له محصول پرته سامانونه افغانستان ته یوسي.

یو پاکستانی ډرېور وایي کله چې دوی افغانستان ته واوړي نو هلته د سړک د محصول په نامه له یوې لارۍ ۱۵۰۰۰ روپۍ اخیستل کېږي:

"له موږ سره دا لیکل تړون شوی چې تاسې به پولې ته نیژدې په این ایل سي ټرمینل کې لارۍ خالي کوئ، خو نن پینځمه ورځ ده ستړي ولاړ یو د افغانستان لارۍ دې خواته نه را اوړي، له موږه د افغانستان کاغذونه غواړي".

ډرېوران وایي دوی د ماځیګر تر پینځو بجو په خپلو لاریو کې ناست وو، خو له هغه وروسته په ټرمینل کې اجازه نه ورکول کېږي، چې وایي د کروړونو روپیو قیمتي لارۍ یې د غلا له خطر سره مخامخ وي.

د پاکستان-افغانستان د صنایعو خونې مرستیال حاجي عبدالقیوم وایي، له تېرو پینځو ورځو افغان حکومت خپلې لارۍ پاکستان ته نه را پرېږدي او پاکستاني ډرېوران هم خپلې لارۍ افغانستان ته نه اړوي. وایي دوی هڅه کوي دا ستونځه حل کړي.

هڅه مو وکړه چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغان حکومت د ټرانسپورټ له مشر سره خبرې وکړو او د دې ستونځې په اړه یې وپوښتو، خو بریالي نه شوو.