پریانکا چوپړا: دا زمونږ اجتماعي ذمه واري ده چې هره جینۍ تعلیم او اختیار ولري

هندي فلمي اداکاره او د ملگرو ملتونو د ماشومانو لپاره ادارې یونیسف د خیرښېګړې سفیره پریانکا چوپړا وايي، په هندوستان او گرده نړۍ کې جینکو او ښځو ته د واک اختیار ورکولو په لړ کې ډېر څه کول پکار دي.

"زما په فکر تر ټولو مهمه خبره دا ده چې مونږه ماشومې ته زیات اهمیت ورکول شروع کړو. دا د بدقسمتۍ خبره ده چې ماشومې ته کله هم د ماشوم په رنگه اهمیت نه ورکول کیږي".

د هندوستان په سر ښار ډیلي کې د روغتیا وزارت او د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او له خوا جوړې کړل شوې یوې دستورې کې مېرمن چوپړا وویل، که تاسو هغه څه وګورئ چې غلط وي نو چپ مه پاتې کیږئ، خبرې پرې وکړئ، د خلکو پام ورته وگرځوئ.

د هندوستان نیوز بهارتي نومي اخبار پر دې موضوع په خپل خبر کې د پریانکا چوپړا له خولې لیکلي: "که مونږ غواړو جینکۍ هم د هلکانو په رنگه کامیابې وي او ښه صحت ولري نو دوی ته به هم د هلکانو په رنگه موقعې ورکول وي او دا زمونږ د ټولو اجتماعي ذمه واري ده چې هره جینۍ باید تعلیم او اختیار ولري. راځئ د خپلې کورنۍ هلکانو ته ووایو چې د کورنۍ جینکو ته درناوی وکړي".

د هندوستان د یو بل اخبار ټایمز ناو نیوز تر مخه اداکارې پریانکا چوپړا ویلي، خلک باید دا سوچ بدل کړي چې وایي جینکۍ پردی امانت وي او ټینګارکوي چې له جینکو سره د هلکانو په شان سلوک پکار دی. غونډې ته وینا کې پریانکا چوپړا وویل:

"کله چې زه ١٢ کلنه وم له هغه وخت راهیسې به راته مور ویل، ته به په مالي توگه ځان خودمختاره کوې. هرې ښځې او جینۍ ته پکار ده په مالي توگه خومختاره شي".

په نوي ډیلي کې د جوړې شوې غونډې مقصد د ښځو، ماشومانو او ځوانانو د روغتیایي حق په لار کې د پېښو چیلنجونو په اړه پوهه خپرول او دا یقیني کول وو چې دوی وکولای شي ژوندي پاتې شي او په خپله ټولنه کې ښه بدلون راولي.

په دې غونډه کې د هندوستان د روغتیا وزیر جگت پرکاش نډا هم گډون کړی وو، هغه په خپله وینا کې وویل، د صحت وزارت به تر خپله وسه هڅې کوي چې د روغتیا ښې اسانتیاوې وړاندې کړي او په دې لړ کې د اهدافو تر لاسه کولو لپاره یې یو شمېر پالیسۍ پیل کړي دي.

د هندوستان ټایمز اخبار په خپل یو خبر کې د ملگرو ملتونو د ابادۍ فنډ د ٢٠١٧م کال د یو رپورټ حواله ورکوي چې هندوستان اوس هم د کم عمره ودونو د مخیوي او د میندو روغتیا ته د وده ورکولو په لړ کې مبارزه کوي.

په هندوستان کې د ٢٧ فیصده جینکو ودونه تر اتلس کلنۍ مخکې وشي، چې په نړیواله کچه دا شرح ٢٨ فیصده ده.

هند د میندو په روغتیا کې هم کمزوری دی، چې د ماشوم زېږېدو په وخت پکې د میندو د مرگ کچه په یو لک کې ١٧۴ ده. د رپورټ تر مخه په پاکستان کې دا شمېره په یو لک کې ٢٧٦ ده.

"د ابادۍ کونسل" نومي یوې نړیوالې غیردولتي ادارې د رپوټ تر مخه په پاکستان کې هر کال ٨ عشاریه ٦ میلینه ښځې مېندوارې کیږي، چې ١٥ فیصده «یو عشاریه دوه میلینه» پکې د حمل په وخت له پېچلتیاوو سره مخ کیږي.

د کونسل د اندازو تر مخه په خیبر پښتونخوا کې د ماشوم زېږېدو په وخت د میندو د مرگ شمېره په زرو کې ٢٧٥ او په پنجاب کې ٣٠٢ ده.