د پاکستان په ورځپاڼو کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه پر لیکنو بندیز دی

د پاکستان د برېښنایي رسنیو غوندې په چاپي رسنیو کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه رپوټونه او لیکنې نه خپرېږي او په دې وروستیو کې د ځینو لیکوالو کالمونه د ورځپاڼو له ویبپاڼو بیرته ایستل شوي دي.

که څه هم د پاکستان د حکومت له خوا رسنیو ته داسې څه نه دي ویل شوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه څه خپاره نه کړي، خو پر پوځ او استخباراتي ادارو د نیوکو له امله اکثرو رسنیو د ځانسنسرۍ (سیلف سنسرشپ) په اساس د دې تحریک په اړه له څه خپرولو ډډه کړې ده.

د پاکستان څو تنو کالم لیکوالو بابر ستار، ګل بخاري، مشرف زیدي او خان زمان کاکړ پر خپلو فېسبوک او ټویټر پاڼو لیکلي، چې بېلابېلو انګرېزي ورځپاڼو ته د دوی لېږل شوي کالمونه یا نه دي چاپ شوي او یا که په ورځپاڼو کې چاپ شوي، خو د دغو ورځپاڼو له ویبپاڼو بیرته ایستل شوي دي.

دغو لیکوالانو- چې کالمونه یې ورک شوي- پر ټویټر او فېسبوک دا هم ولیکل چې په پاکستان کې د انسانانو تر جبري ورکېدنو وروسته د کالمونو جبري ورکېدنې هم پیل شوې.

له هغه وروسته ځینو خبریالانو پر ټویټر یو هېشټېګ پیل کړ، چې وایي #NoToCensorship یعنې سسنرېدل دي نه وي او مقصد یې په پاکستان کې پر رسنیو د دې سنسرکېدلو غندنه وه. د عوامي نېشنل ګوند یوه مشر پخواني سنېټر افراسیاب خټک پر ټویټر لیکلي:

"د عدالتي مارشلا "مېوه" مخې ته راغله، حکومت او عدالت هم پر جیو په زور د بندیز لګولو مخه ونه نیوله. ورځپاڼې مجبوره کېږي چې د پي ټي ایم په اړه مضامین له ویبپاڼو لرې کړي".

د امریکې مشهورې ورځپاڼې نیویارک ټایمز د نهې- سه شنبې په ورځ په یوه تفصیلي لیکنه کې پښتون ژغورنې غورځنګ ته د پاکستاني رسنیو له خوا د پوښښ (کورېج) نه ورکولو سبب د دې هېواد د پوځ پرله پسې خبرداري او ځانسنسري ګڼلې وه.

د امریکې بلومبرګ ورځپاڼې د شورو- چارشنبې په ورځ د پاکستاني رسنیو د سنسرېدو پر موضوع لیکنه خپره کړې او ویلي یې دي پاکستاني رسنیو ته نه یواځې د پخواني وزیراعظم نواز شریف د وینا د نه خپرولو امر شوی چې د هېواد پر سترو عدالتونو نیوکې کوي، بلکې د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه له څه خپرولو هم ځکه را ګرځول شوې دي، چې مشران یې پر پښتنو د ظلمونو پړه پر پاکستاني پوځ ور اچوي او نیوکې ورباندې کوي.

بلومبرګ د پاکستان ټوډې انګرېزي ورځپاڼې د ایډیټر عارف نظامي خبره را اخیستې، چې د رسنیو دا ډول سنسرېدل یې "غلی بندیز" ګڼلی او ویلي یې دي چې هلته رسنۍ د بېلابېلو ریاستي ادارو له خوا تر فشار لاندې دي:

"ښکاره بندیز دومره لوی خطر نه دی، بلکې غلی بندیز لوی خطر دی چې نه یې موږ وینو او نه یې په اړه څه ویلای شو".

پاکستاني پوځ پر رسنیو د وروستیو بندیزونو او سنسرېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو دا خبره یې رد کړې هم نه ده چې ګواکې پوځ دي رسنۍ د نواز شریف له خوا پر عدالت او د پښتون تحفظ موومنټ له خوا پر پوځ د نیوکو له خپرولو منع کړې وي.