پاکستان کې يو ډالر په ۱۱۸ روپيو نه سېوا شوی دی

په پاکستان کې روپۍ يو ځل بيا د زوال سره مخ شوې او د يو ډالر بیعه په پرانستي مارکيټ کې ۱۱۸روپۍ او ۲۰ پېسو ته رسېدلې ده، پوهان وايي که مرکزي بېنک (اسټېټ بېنک) په مارکيټ کې ډالر سېوا نه کړل نو په راتلونکې وخت کې به د روپۍ قدر نور هم کم شي او ډالر به ۱۲۰ روپو ته ورسي.

د پېښور پوهنتون د اقتصادي زده کړو د څانګې پروفېسر زلاکت خان وايي وړاندې به چې کله د ډالر بيعه زياتېده نو مرکزي بېنک به په مارکيټ کې مداخلت وکړو.

خو اوس د مودې راهسې مرکزي بېنک دغه خپل کار پرېښی دی او د روپۍ او د ډالر بيعې د مارکيټ په رېټ باندې ټاکل کیږي.

"د سي پېک د راتګ سره درنه مشينري د بهر هېوادونو نه پاکستان ته راځي او د دې سره د پاکستان اېمپورټ (درامدي) بِل سېوا شوی دی او د پاکستان اېکسپورټ (برامدات) کم شوي دي او بهرنۍ زرمبادله چې زیاتره په عرب هېوادونو انحصار (اډاڼه) لري هم راکمه شوې ده".

دوه ورځې وړاندې مرکزي بېنک په پرانستي مارکيټ کې ډالر راويستی وو چې له امله يې د ډالر بيعه ۱۱۵ روپۍ ودرېدلې وه.

پوهان وايي په تېرو څلورو مياشتو کې په مجموعي توګه د روپۍ قدر نهه نيم فيصده راکم شوی دی او بنيادي علتونه يې د حکومت لخوا د روپۍ منصوعي ثبات ښودلی کیږي.

پوهان زياتوي د حکومت لخوا خلک د دې پابند کړی شوي دي چې ځمکې اخلي د دغو پېسو د امدن سرچينه به ښکاره کوي، ځکه له دې کبله زیات خلک په ډالرو کې بيعې او پانګونې کوي.

د اقتصادي چارو کار پوهان وايي چې د دغه کار سره د ډالرطلب سېوا شوی دی.

عالمزيب چې د روپۍ د اخستو خرڅولو کاروبار کوي وايي په راتلونکې وخت کې د ډالر بيعه ۱۲۰ روپو ته رسېدی شي.

هغه وايي "په مارکيټ کې د ډالر طلب سېوا شوی دی او هغه هومره رسد نشته څومره چې پکار دی".

په پاکستان کې د بنیادي ضرورتونو د توکو او تېلو (پټرولو) نرخونه نېغ په نېغه د ډالر سره تړلي دي او دهغې اثر زياتره په خوراکي توکو کيږي.