د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي د سوات جلسې لپاره حکومت ورته خنډونه جوړوي

د اپرېل په ۲۹مه په سوات کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا جلسه اعلان شوې ده، خو وایي د لاهور جلسې غوندې هلته هم ریاستي ادارې د دوی مخه نیسي او د سوات له بېلابېلو ځایونو یې د جلسې د اعلان بورډونه او خبرپاڼې لرې کړې دي.

د پي ټي ایم د جلسې لپاره په سوات کې د کمېټۍ یو مشر محمد اقبال عیساخیل وي.او.اې ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وویل چې حکومت د جلسې اجازت ورکړی خو د جلسې په کولو کې ورته د مشکلاتو د پیدا کولو لړۍ لا اوس هم روانه ده:

"زموږ بور‌‌‌‌‌‌ډونه د پاک پوځ له خوا لرې کړل شوي او سوځول شوي دي، په دغو بور‌‌‌‌‌‌ډونو د جلسې لپاره د بلنې پيغامونه لیکل شوي وو او حکومت ته مو معاوضه هم ورکړې وه موږ د دې په ضد په تاڼه کې رپورټونه هم درج کړي".

د وي.او.اې ډیوه خبریال وایي د سوات مرستیال کمیشنر د پښتون ژغورنې غورځنګ ته په دې شرط په کبل میدان کې د جلسې اجازه ورکړې ده، چې د پاکستان د یوې ادارې خلاف به هم نارې نه وهي.

په داسې وخت کې چې د پاکستان پوځ له پښتون ژغورنې غورځنګ سره د خبرو وړاندیز کړی، خو د دې غورځنګ مشران وایي چې د سوله ییزو غونډو او احتجاجونو جمهوري حق ورڅخه اخیستل کېږي او د هېواد په ټولو ښارونو کې خنډونه ورته جوړېږي.

د غورځنګ مشر منظور پښتین تېره شپه پر خپل فېسبوک په لایو وینا کې وویل، ریاستي ادارې د دوی د پلویانو په نیولو سره هڅه کوي چې دوی تشدد ته مجبوره کړي، خو وایي دوی به خپله مبارزه تر پایه د عدمِ تشدد له تګلارې سره سمه کوي. پښتین وویل:

"موږ [پي ټي ایم] تل د آیین خبره کړې ده، په پرامنه طریقه مو حقونه غوښتي او دوی تل د طاقت استعمال کړی دی، خلک وېرول، نیول، له ناڅرګندو نمبرونو ورته ټیلیفونونه کول او ګواښل، د دوی په خلاف تنظیمونه جوړول، په چاوڼۍ کې د اوسېدونکو طالبانو په وسیله عامو خلکو ته ګواښونه، موبایلونه ځنې وړل او چاپې وهل دا هر څه یې په بېلابېلو سیمو کې په تېزۍ شروع کړي دي"

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وایي پر حکومتي خنډونو برسېره به هم په سوات کې پر ټاکلې نېټه او وخت جلسه کوي او د دې جلسې تر ټولو لویه غوښتنه به یې دا وي چې پوځ دې سوات پرېږدي.

د سوات پولیس چارواکي وایي د پښتون ژغورنې غورځنګ د جلسې امنیت به نیسي او د دې لپاره به د جلسې پر لویه دروازه د تالاشۍ ګېټ لګوي، چې د هر ډول ناوړه پېښې مخه ونیول شي.

د یادونې وړ ده چې سبا د خالي- شنبې په ورځ د سوات په ګراسي ګراونډ کې د "پاکستان زنده باد تحریک" له خوا هم جلسه کېدونکې ده، چې حکومت ورته اجازه ورکړې ده او ویل کېږي چې د سوات په شمول به د مالاکنډ ډیویژن له نورو ضلعو هم پکې خلک ګډون وکړي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وایي دغه تحریک د دوی په ضد پیل شوی دی.

د پېښور لپاره د پاکستاني پوځ کورکمانډر لیفټینینټ جنرل نذیر احمد بټ د نهې- سه شنبې په ورځ له خبریالانو سره په یوه غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې ریښتینې بللې وې او ویلي یې وو، د اپیکس کمېټۍ د جوړولو پرېکړه یې کړې چې د دوی ټولې غوښتنې د آیین په دایره کې تر سره کړي.