پښتونخوا: په مردان کې د شېرعلي باچا د نوي کتاب "کسان دفتر" مخکتنه وشوه

د پښتونخوا په مردان ښار کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ملتپال سیاستوال او لیکوال شېرعلي باچا د نوي چاپ شوي کتاب "کسان دفتر" محکتنه شوې، چې لیکوالو او سیاستوال پکې د هغه پر ادبي او سیاسي ژوند خبرې کړې دي.

په غونډه کې د شېرعلي باچا نيژدې سیاسي ملګري قانونپوه امیر سلطان ساپي هم ګډون کړی. هغه وایي په "کسان دفتر" کتاب کې د له "مزدو کسان پارټۍ" سره تړلي د شېرعلي باچا د سیاسي ژوند او مبارزې یادښتونه چاپ شوي دي:

"له پیدایش، ابتدایي تعلیم، په کراچۍ کې د وکالت ډګري اخیستل، بیا بیرته مردان ته راتلل او سیاسي هلې ځلې کول، بیا په نېپ [نېشنل عوامي پارټۍ] کې د "کسان کمېټۍ" شاملېدل، بیا هغوی ته ورپېښې ستونځې چې د کسانانو د حقونو را ګرځول کېدل او له ګونده ایستل کېدل او بیا د "مزدور کسان پارټۍ" جوړښت دا ټول تفصیل پکې راغلی دی".

د غونډې ویناوالو لیکوالو او ادیبانو وویل، شېرعلي باچا د پښتنو یو ملي اتل وو او غوښتل یې چې پښتانه د خپل واک څښتنان شي، پخپله مورنۍ ژبه تعلیم وکړي او پر خپله خاوره د یو ازاد ملت په څېر خوشاله او سوکاله ژوند ولري.

ویناوالو وویل شېرعلي باچا یو داسې مترقي سیاسي مبارز وو، چې هم یې د خپل قوم د حقونو لپاره هلې ځلې کولې او هم یې د پاکستان د نورو محکومو قومونو لپاره په طبقاتي بنیادونو سیاست کاوه، چې وایي په دې برخه کې د پاکستاني ریاست له خوا بندي شوی هم دی.

ډاکټر اسرار اسرار چې (کسان دفتر) کتاب یې مرتب کړی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سنېټر عثمان خان کاکړ په غونډه کې وویل، په پاکستان کې د قومي برابرۍ تصور د شېرعلي باچا د افکارو برخه ده، خو وایي نن هم په پاکستان کې ډېر ګوندونه نه په دې هېواد کې موجوده قومي بالادستي بیانوي او نه قومي برابري غواړي:

"شېرعلي باچا پر انسان د انسان د جبر مخالف وو، ټولنیز عدالت یې غوښت او د پښتونخوا وطن- چې فرنګي سره وېشلی وو- یووالی یې غوښت".

"کسان دفتر" د شېرعلي باچا د نثر کتاب دی، چې د هغه تر مړینې شل کاله وروسته د مردان مشهور شاعر ډاکټر اسرار اسرار ترتیب کړی او چاپ کړی دی. له دې پرته د (خوږ وطن) او (ملي پاڅون) په نوم یې شعري ټولګې او د (بل مشالونه) په نامه یې د مضامینو کتاب هم چاپ دی.

ملتپال سیاستوال نظیف خان وایي د شېرعلي باچا وروستی کتاب "کسان دفتر" یې لوستی او نورو خلکو خصوصاً ځوانانو ته یې هم د لوستلو سپارښتنه کوي:

"په دې کتاب کې یې د ژوند لار ښوولې ده، دا کتاب چې یو عام سړی هم ولولي نو په یو ستر انقلابي به یې بدل کړي. په پښتونخوا وطن کې دا کتاب د "مور" ناول [د مېکسیم ګورکي] حیثیت لري، که څه هم دا تاریخي کتاب دی".

شېرعلي باچا

په غونډه کې د شېرعلي باچا قلمي مبارزې ته هم کتنه وشوه. ویناوالو وویل هغه نه یواځې د شعر و ادب له لارې بلکې د جرنلزم له لارې یې هم د خپلې خاورې، ولس او ژبې لپاره خدمت کړی او د بېلابېلو مجلو مدیر پاتې شوی دی. د شېرعلي باچا انقلابي شاعري د پښتنو په مزاحمتي سیاستوالو کې ډېره مشهوره ده، چې یو مثال یې د هغه دا لاندینۍ غزل ده:

لویې څو جرګې په پېښور کوو
بیا به سم ګوزار په ستمګر کوو
دلته اباسین هلته پښین نیسي
یو ښکر شئ لښکر په قبضه ګر کوو
ټک به د ټوپک وي په اټک باندې
دغه شر محشر له یو اشر کوو
ځئ چې ځو ګله په مارګله پله
دا پرېکړه به مونږ په اشنغر کوو
پولې به معلومې کړو مونږ پل په پل
پام به د پالنې د دوتر کوو
و تړي واخان چې له بولان سره
لک وارې باور په خپل رهبر کوو
نه دي سرپرست چې قام پرست نه دي
دا د راز خبره مختصر کوو
پاتې دی ارمان دا د سوري افغان
یو وار به لاهور زېر و زبر کوو
تېر چې شي دا تور شبخون پر خور پښتون
بیا باچا اختر به په باختر کوو

شېرعلي باچا ۱۹۳۵م کال کې د مردان په هوتي کې زېږېدلی وو او د ۱۹۹۸م کال د جولای په ۲۷مه یې په ۶۳ کلنۍ کې له نړۍ سترګې پټې کړې، چې بیا د هوتي په پلارنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.