بونیر:جرګې څلور کلنه ماشومه په "سوره" کې ورکړې

دخیبر پښتونخوا په بونیر سیمه دجرګې په پریکړه یوه څلور کلنه ماشومه دبدۍ ختمولو په غرض په سوره کې ورکړل شوې اؤ یو زلمي ته په نکاح کړل شوې ده.

پولیس وایي دجرګې غړي اؤ هاغه ملا یې نیولی چې ددغې وړې ماشومې نکاح یې تړلې ده.

دخالي په ورځ د بونیر د نګرۍ ټاڼې دپولیسو محرر بخت بلند خان وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي پولیسو ته اطلاع ورکړل شوې وه چې په چنډن کلي بانډه تنګي کې یوې جرګې د دوؤ کورنیو ترمینځ دشخړې هوارؤلو دپاره څلور کلنه ماشومه سلمه د وزیرعلي لور مخالف اړخ ته په سوره کې ورکړې اؤ دکلي دجومات ملا ظاهر سید ددغه ماشومې نکاح هم دمحب الله په نوم یو زلمي سره تړلې ده.

پولیس وایي چې دسیمې یو اوسیدونکي عاصم خان دګل ریش خان نومي سړي لور له کوره ویستلې اؤ دهغې په خوښه یې ورسره واده کړی ؤ چې له دې امله ددغه هلک اؤ جینۍ دکورنیو ترمینځ تاؤ تریخوالی پیدا شوی ؤ.

دپولیسو د وینا له مخې ددغه تاؤ تریخوالي په غرض چې کله دکلي جرګه کښیناسته نو دهلک دکورنۍ یوه څلور کلنه ماشومه سلمه د وزیر علي لور یې د واده شوې جینۍ رور محب الله ته په سوره کې ورکړه اؤ دکلي ملا ددغه ماشومې نکاح هم وتړله خو ماشومه سلمه لا پخپل کور ده اؤ رخصتي یې نه ده شوې.

دپولیسو محرر وایي د اطلاع په ترلاسه کولو یې په سوره کې د ورکړل شوې ماشومې پلار وزیرعلي، دهغې نیکه سیدلائق اؤ د دوئمې کورنۍ مشران زرتاج خان، قاسم خان اؤ وکیل نیولي.

دجرګې غړي اؤ دجومات ملا د پولیسو په ولکه کې

پولیس وایي دجرګې هغه غړي اؤ ملا یې هم نیولی چې دغه ماشومه یې په سوره کې مخالف فریق ته ورکړې وه.

سوره په پښتنو کې د پیړو، پیړو راهسې روان هغه بشر ضد رسم دی چې عموماً د دوؤ کورنیو تر مینځ دشخړو هوارؤلو دپاره پکې د یوې کورنۍ جینۍ دهغې له خوښې پرته خپلې مخالفې کورنۍ ته ودؤل کیږي.

په سوره کې زیاتره وخت وړې ماشومانې هم خپل مخالف فریق ته په نکاح ورکول کیږي چې دبشري حقونو سازمانونه دا یو سنګین بشري جرم ګڼي اؤ وایي په دغه رسم کې د جینکو سره د ځناورو نه هم بدتر سلوک کولی شي.